شعـــــرونه

غزل: چې ځان ته فکر وکړمه هغه رانه جوړیږي

رحمت الله حکیمي

چې ځان ته فکر وکړمه هغه  رانه جوړیږي
باوروکړئ بې مینې سړی نه رانه جوړیږي

شېبه مخکې مې ځان درباندې سوولکه پتنګ
اوس خپله حسن حسن یم لمبه رانه جوړیږي

ښکلا به مې سجده په غیږ کې واخیسته ویل یې
وړوکې رانژدې شه چې کعبه رانه جوړیږي

ماټول عمر په دې ارمان کې ساه پرساه سپارله
اخر به دیو چادسینې زړه رانه جوړیږي

غاټول سږ پسرلي کې اور وهلی وو ویل یې
چې بیا به په دې غره باندې ګل نه رانه جوړیږي

اوبه به دګړنګ وم ځان مې راوړلو ستا پښوته
په دې تمه دریابه ! چې څپه رانه جوړیږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x