نیوزیلینډ له زیمبابووي څخه خپل غچ واخیست

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمری ۱۳مه ۱۳۹۴ل): نن د نیوزیلینډ او زیمبابووي لوبډلو تر منځ دوهمه یوه ورځنۍ لوبه ترسره شوه چې دغې لوبې کې نیوزیلینډ د زیمبابووي لوبډلې ته په ۱۰ ویکټو ماتې ورکړه.

زیمبابووي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د توپ وهنې پریکړه يي وکړه. زیمبابووي په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۳۵ منډې جوړې کړې.

دغې لوبې کې چیبابا په ۴۴ توپونو د شپږو څلوریزو په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې. سکندر رضا دغې لوبې کې په ۹۵ توپونو د پنځو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته ۱۰۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره سودي تر ټولو پیاوړی توپ اچونه وکړه. نوموړی خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۳۸ منډې ورکړې او درې ویکټې واخیستې.

د نیوزیلینډ لوبډلې په ځوابي توپ وهنې کې پیاوړې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او ټاکل شوی هدف يي د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته پوره کړه.

نیوزیلینډ په ۴۲.۲ اورونو کې د ګپټېل او لتم غوره او پیاوړې توپ وهنې په مرسته د کوم لوبغاړی له لاسه ورکولو پرته ۲۳۶ منډې جوړې کړې او د لومړۍ لوبې غچ يي واخیست.

دغې لوبې کې د نیوزیلینډ لوبډلې لپاره ګپټېل په ۱۳۸ توپونو د یولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۱۱۶ او لتم په ۱۱۶ توپونو د اوو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۱۱۰ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د