د روژې مبارکه میاشت

د عظيم الشان قرآن مبارکه كليزه

مرحوم عبدالروف قتيل خوږياڼى

د روژې د مبارکې او له فضيلتونو څخه ډکې مياشتې ٢٧ مه هرکال د قرآن کريم د نزول د ورځې په توگه نمانځل کيږي.

عظيم الشان قرآن د الله (ج) سپيڅلى کتاب او د انسانيت لارښود دى.

الله (ج) د مسلمانانو د دغه سپيڅلي کلام په باره کې پخپله فرمايلي دي:

((انا نحن نزلناالذکر وانا له لحفظون)) په تحقيق سره موږ نازل کړى دى ذکر او په تحقيق سره موږ يې ساتونکي يو.
ډېرمفسرين په دې عقيده دي، چې قرآن کريم د روژې د مياشتې د درېيمې عشرې په ٢٧ نېټه د نړۍ آسمان ته يو ځل ټول نازل شوى او بيا له هغه ځايه د وخت له ايجاباتو سره سم په سيدالمرسلين حضرت محمد (ص) فرداً فرداً نازل شوى او الله پاک يې د نزول په باره کې داسې فرمايلي دي:

((انا انزلناه فى ليلة القدر وما ادراک ماليلة القدرط ليلة القدرخيراُ من الف شهر تنزل الملائکة والروح فيها باذن ربهم من کل امرٍ سلام ‌‌‌‌‌? هى حتى مطلع الفجر))

بيشکه موږ نازل کړى دى دغه (ټول قرآن)په شپه د قدر کې او ته (اى محمده) څه پوهيږې، چې څه ده شپه د قدر (د عزت او شرافت له مخه؟) شپه د قدرغوره ده له زرمياشتو څخه ؟ نازليږي ملائکى او روح په دغه شپه کې په اذن(حکم) د هغو د رب له هر افته) سلامتيا ده. دغه شپه ده د صبا تر راختلو پورې.

د دغه مبارک سورة يو شان نزول دادى چې: حضرت رسول کريم خپلو کرامو صحابه وو ته د تېروخت د پيغمبرانو د امت او نورو خلکو د عمرونو د ډېروالي په باره کې خبرې کولې؛ نو اصحابانو ته اندېښنه پيدا شوه، چې زموږ عمرونه ولې کم دي. زموږ عمرونه هم بايد ډېرواى، چې د رب العزت عبادت مو ډېر کړى و. دوى ته د الله (ج) له خوا ډاډ ورکړ شو، چې موږ قرآن د قدر په شپه نازل کړى دى او د قدر شپه له زرمياشتو څخه غوره ده (چې اتيا کاله او څو مياشتې کيږي) په دغه شپه عبادت، د قرآن کريم تلاوت او اذکار دومره فضيلت او ثواب لري لکه، چې زرمياشتې چا عبادت کړى وى؛ نو صحابه کرام په دغه ستر انعام زيات خوشحاله شول او د الله (ج) په دغه احسان، چې له محمدي امت سره يې کړي دي زيات خوښ شول.

مفسرين کرام وايي، چې: د الله تعالى په حکم روح القدس حضرت جبرائيل عليه السلام له ډېرو پرښتو سره رانازليږي، چې په دې عظيم الشان خير او برکت د ځمکې خلک ونازوي. امکان لري پر((روح))  سربېره په ملائکو کې کوم بل مخلوق مرادوي. په هر حال په دې بختورې شپه کې د باطنى ژوندون او روحانى خير او برکت يو خاص نزول وي دا هم ويل شوي دي، چې الله پاک(ج) په دې شپه کې پرښتې پيدا کړي دي.

دا، چې د قرآن کريم د نزول شپه د قدرشپه ښودل شوې دغه له خيراو برکت ډکه شپه د روژې د مبارکې مياشتې د وروستۍ عشرې په تاقو شپو کې (٢٩،٢٧،٢٥،٢٣،٢١) د دې لپاره ټاکل شوي، چې مسلمانان د دغې مبارکې مياشتې په ټولو تاقو شپو کې نيکي، عبادت، ذکر او د عظيم الشان قرآن په تلاوت مشغول شي او د دغو ټولو شپو له فيوضاتو مستفيد شي؛ نو که ټاکلى شوې وه، چې دغه شپه فلانۍ شپه ده مسلمانانو به په هماغه شپه ترسهاره عبادت کولو او په نورو شپو کې به ورپسې نه گرځيدل. بله خبره دا هم ويل شوې، چې د روژې په مياشت کې د دوه تنو اصحابانو ترمنځ څه اختلاف او لانجه پيداشوه؛ نو الله (ج) د دغه اختلاف په وجه دغه شپه معينه نه کړه.

د روژې په مبارکه مياشت او بيا د دغې مياشتې د وروستۍ عشرې په تاقو شپو کې د قرآن کريم نزول د دغې مياشتې خير او فضيلت نورهم زيات کړى دى او له دې سره جوخت په دغه عشره کې د اعتکاف امر هم شوى دى، چې د کلى په يو نژدې جامع جومات کې معتکف په ځانگړى توگه د لوى څښتن په عبادت مشغول شي، چې دغه عبادت زيات ارزښت لري.

د روژې په مبارکه مياشت کې د عظيم الشان قرآن او په تراويح کولو کې د دغه سپيڅلى کلام ختم کول په حقيقت کې د قرآن کريم د نزول د تلين نمانځل دي، چې له يوې خوا دغه نمانځنه په ښه توگه اجرا شي او له بلې خوا خير او برکت د مسلمانانو په برخه شى.

په عظيم الشان قرآن کې د تېرو قومونو د احوال بيان، قصص، احکام، وعد او عيد ټول بيان شوي دي، کوم کشفيات او پرمختگونه، چې نن د بشر په برخه شوي دغه ټول په قرآن کريم کې ذکر دي؛ خو مسلمانانو ترې استفاده ونه کړه او غيرمسلمانانو ترې کار واخيست او همدا علت دى، چې کله د قرآن کريم په حقيقت او اعجاز پوه شوي دي زياترو يې ايمان راوړى او مسلمانان شوي دي.

الله پاک (ج) دې موږ او د نړۍ مسلمانانو ته توفيق راکړي، چې قرآني لارښوونې په واقعي توگه په نظر کې ونيسو او لاښوونې يې په رښتني توگه عملي کړو او له دغې ليارې عالم اسلام ته لکه څنگه، چې ښايي خدمت وکړو.
خداى (ج) دې دغه توفيق زموږ په برخه کړى. امين ثم امين.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x