نظــر

د قطر د سیاسي دفتر مشر ښاغلي سید طیب آغا ته!

 حماد نیازی

محترم طیب اغا صاحب! په خدای ډېر شرمېږم چې ستاسو غوندي سیاسي کارپوه او د اسلامي امارت تکړه خادم ته مشوره ورکوم؛ خو حالات دومره نازک دي چې زه اړ شوم ترڅو د زړه درد درسره شریک کړم، خپلې تېروتنې ته مو متوجه کړم او د یو کشر ورور غوندي د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وینا سره سم د هغه څه مشوره درکړم، چې زه یې د خپل ځان لپاره ګټور بولم او ځان ته یې خوښوم.

محترمه!

دا نن چې ستاسو د استعفا خواشینوونکی خبر خپور شو، پر ټولو هغو مسلمانانو یې بد تاثیر وکړ، کومو چې تر اسلامي امارت پورې هیلې تړلې وي، کومو چې د اسلامي امارت راتلونکې او نيږدې بریا ته خوښۍ څرګندولې او کومو چې پر افغانستان د اسلامي نظام د یوځل بیا غوړېدو خوبونه لیدل.

محترمه مشره!

ستاسو له استعفا سره سم د اسلامي امارت د خواخوږو زړونه مات شول، ستاسو استعفا پر خلګو او ولس دومره ژور تاثیر وکړ چې نهیلۍ ته نیږدې شول او شاید زما په شمول د ډېرو افغانانو به له تاسو نه د دې کار په کولو سره ګیله شوې وي، چې ولي مو په داسي حال کې چې د خدای بخښلي امیر المؤمینین ملا محمد عمر فاتحه لا نه ده خلاصه شوې، لا د نړۍ له ګوټ_ګوټ نه موږ ته او د ګران امیر کورنۍ ته د هغه د مړینې په اړه د تعزیتونو بهیر راروان دی او لا مو هم د ګران امیر لوی غم پر زړه بار دی؛ یواځې پرېښودلو؟ ولي مو په دې حساس وخت کې استعفا وکړه؟ ولي مو ځینو استخباراتي کړیو او رسنیو ته د طالبانو د ټوټه کولو او ويشلو چانس په لاس ورکړ؟ ولي مو خپل شكايتونه او ګیلې د امارت له مشرانو سره په پټه او د خبرو له لارې نه هوارولې؟ او ولي…..؟!

محترم طیب آغا صاحب!

تاسو د خپل سیاسي تدبر، اسلامي امارت ته په سیاسي ډګر کې د نه هیریدونکي پرمختګ او ارزښتمنو خدمتونو له کبله د مجاهدینو او ولس په زړه کې ځای پیدا کړی وو، له تاسو سره ستاسو د خدمتونو په بدل کې مجاهدينو او ولس بې سارې مینه لرله، په تاسو پوري یې ارمانونه تړلي ول او تاسو ته یې بلا هیلې لرلې؛ خو نه پوهېږم چې کومو سترګو په نظر کړئ، څه دروشول چې په نیمه لار کې رانه جدا شوئ؟ ولي مو دا ساحل ته نېږدې بېړۍ یواځې راپرېښوده؟

محترم آغا صاحب!

پوهېږې چې ستا له استعفا سره له تاسو سره د ولس او مجاهدينو (۱۰۰) مینه په صفر کې ضرب شوه؟! پوهېږې چې تاسو د خلګو پر زخمي زړونو مالګې ودوړولې؟! پوهېږې چې خپل ټول خواخوږي مو خوابدي او ګېلمن کړل؟!

محترم طیب آغا صاحب!

که خدای ته مخ کړو، تاسو ته امارت هم ډېر قدر درکړی وو، تاسو ته یې په سیاسي برخه کې ټول واک بخښلی وو، پر تاسو یې پوره اعتماد کړی وو او ته یې د ټول امارت لپاره استازی ټاکلی وې….

محترم آغا صاحب!

په ډېر درنښت درنه هیله کوو چې دا د کار وخت وو، د استعفا وخت نه وو، دا له اسلامي امارت سره د قربانۍ شېبې وې د ګوښه توب شیبې نه وې، دا د دې وخت وو چې اسلامي امارت مو له ويشلو ساتلی وای، دا د دې وخت وو چې ستاسو په څېر د اسلامي امارت مدبرو او مخلصو کسانو ته اړتیا وه، تر څو یې په دې حساسو شيبو کې هغو وروڼو ته قناعت ورکړی وای چې له امارت نه ځینې ګېلې لري او یا ترې خوابدي دي او د مکار دښمن ټول شوم پلانونه یې شنډ کړي وای.

خو خیر دی اوس هم لا اوبه له ورخه نه دې تیرې، بیرته مو استعفا واخلئ! بیرته خپل کار ته ملا وتړئ! او په دې حساسو شيبو کې اسلامي امارت ته نه هیریدونکی خدمت وکړئ!

تر څو مو په ولس کې لا هم مینه زیاته شي، تر څو پر مجاهدينو لا هم ګران شئ او تر څو په اسلامي امارت کې لا اعتبار تر لاسه کړئ!

محترم آغا صاحب!

ستاسو استعفا مجاهدین دومره ودردول چې، همدا نن راته یوه ملګري په فېسبوک کې میسج وکړ، وايي: مولوي صاحب د فتنو وخت دی دوعا راته کوه چې شهید شم. د دې مجاهد پیغام او غوښتنې پر ما دومره تاثیر وکړ چې دا دی له تاسو سره د زړه درد شریکوم.

کاش چې رانېږدې وای، تر څو مې تر لمن نیولی وای او دومره مې درته ژړلي وای چې…. کاش چې تاسو ته زموږ د زړونو درد مالومېدای! کاش چې زموږ د زړونو څړیکې، سوي آهونه او د سترګو اوښکې تر تا دررسېدلای!!! او کاش….

محترم طیب صاحب!

ما نن فکر کاوه چې نور رسنیو ته د طالبانو د ټوټه کولو مواد ورختم شول او دا شومه پروسه یې شنډه شوه؛ خو چې تاسو په دې حساسو شرایطو کې استعفا ورکړه، یو ځل بیا رسنیو د طالبانو د وېشلو او ټوټه کولو مواد په لاس ورغلل، اوس به نو رسنۍ او استخبارات ستاسو له خبرو نه د خپلې خوښې او ګټې په بنا غلط تعبيرونه واخلي، عامه اذهان به مغشوش کړي او د اسلامي امارت پر ضد به دومره ګټه ترې واخلي چې د هغې له منځه وړل او د عامه اذهانو پوهاوی به ډېر وخت ونيسي.

مشوره

د یو وړوکي ورور په حیث مې درته مشوره ده چې د اسلامي امارت نوی زعيم ملا اخترمحمد منصور (حفظه الله) سره د هیواد په کچه لویو علماء کرامو، مشایخو او جهادي مشرانو، کشرانو او عام ولس بيعتونه تازه کړل، د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د وینا له مخې دا دومره لوړ شمیر علماء کرام، مشایخ او مجاهدین پر ناروا او ګمراهي نشي سره راټولېدلای، نو ښه به دا وي چې له خپلې خبرې په شا شئ، استعفا مو بیرته واخلئ او یو ځل بیا په خدمت پیل وکړئ!

زه باوري یم چې که تاسو لا هم پر خپله خبره پاتي شئ نو دا دین او جهادي مبارزه به له خنډ سره نه مخ کیږي، خدای به ستاسو تشه په خپل فضل سره ډکوي او د زرګونو شهیدانو وینې به رنګ راوړي؛ خو چې دومره زارۍ مې درته وکړې دا په دې خاطر چې پر تاسو مې زړه کیږي او اول مې درته ووې چې که زه ستاسو پر ځای وای نو همدا پرېکړه به مې خوښوله، ځکه مې تاسو ته هم د دې پرېکړې مشوره درکړه.

راځه چې دواړه سره یو شو!
جانانه! مه د چا منه، نه بې منمه!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوږمن جراح

ښاغلې سيد طيب آغا ته خوږمن جراح زمونږ د هيلو د آسمان ستوريه بقا دی غواړو چی پاتی نشی د کاروان ستوريه بقا دی غواړو خدائ خو دی نه کا وا جانانه د وفا د په لار کی چی رانه ستون شی په خفګان ستوريه بقا دی غواړو د فتنو دور دی غلط دی راته نکړی ګوره درته پسخيږي ټول جهان ستوريه بقا دی غواړو بلا دی واخلم په نظر کړی کومو بدو سترګو درته لوګی به کړم خپل ځان ستوريه بقا دی غواړو راپاتی نښه يی اشنا د بيلتون وړي جـــــــــــانان رانه بيل نشی د جانان ستوريه بقا دی… نور لوستل »

khalid

واقعا نیازی صاحب د فتنو وخت ده له ټولو واقعی طالب مشرانو نه هیله کیږی چی د خود خواهی، شخصی ملحوظاتو او مادیاتو په بنا یو دبل په ضد فیصلی ونه کړی تر ډیره حده باید کوشش وکړی چی د خپل دصف وحدت باقی وساتی کنی تاوان یی پخپله بیرته دوی ته متوجه ده چی لکه د پخوانی روس د جهاد د تنظیمو په شان به وی

mayak.khan

ګرانه مشره نه غواړم چې ډیر دې وځورم اولانور دې خسته کړم دامنم چې سنا په زړه کښې به ډیرڅه وي خو تاسو دیوې داسې لارې مسافر یی چې تر منزله لانه ییرسیدلي تاسو یو فکر یوه تګ لاره لری او دغه لویه موخه په ګیلو مه پریږ دی خپل أتل شهید ورور لالا ملنګ او دهغه لارویان او شهیدان ملګري درته یاد کړی که په دغو حساسو شرائطوکښې مونږیوبل ته لاس ورنکړو او دیوه بل ګیله ونه ومنو او دځاني فکر په لاره ولاړ شو نوپه الله تعلی قسم کوم چې ګټه ئې دوښمنان وړي او زیان ئې زمونږ… نور لوستل »

محب الله صافی

ګرانه طیب آغا الله دی دخپل عمل سزا در سره وکړی چی په داسی وخت کی تاسو داسی کار وکړو نور به درته سه او وایم ولی؟ دخپل ملک دجوړولو تسمیم نه لری هغه شهیدانو ارمانونه ولی خاوری کوی لک سوچ فکر پکار دی دا چی په داسی وخت تا داسی کار وکړو دمسلمانانو زړونه دی ودر ته ول خو دین دالله دی هغه هیڅوک نشی ختمه ولی خو مونژ دا ارمان لرو چی په هیواد کی به اسلامی امارت راشی او انشاء امید لرو چی الله به یی را ولی.

محمد

خدای دی اجر در کړی جناب نیازی صاحب ډیر په زړه پوری مشوره مو لیکی ده خدای دی وکړی چی د جناب محترم طیب اغا صاحب پوری ور ورسیګی او مطالعه کړی خورا زړه ژړونکی مطلب دی انشا الله چی طیب اغا صاحب به خپله استعفا بیرته واخلی او دشمن به ډیر غمجن شی. زه دمره وایم چی کله به می یوټیوب کی د بعضو فدایانو توسیعی اوریدی نو هغوی به په تکرار سره دا ویل چی زموږ په وینو سودا ونکړی او زموړ وینی ارزانه خرڅی نکړی که خدایه مکړه همداسی د بیباوری فضا وی نو ډیر بدبختی به… نور لوستل »

محمد قلندرزی

محترم طیب اغا د یوه موقف څخه استعفا کړې ده. د اسلامي مبارزې څخه نه دئ لاس په سر سوئ. د نوي امیر المومنین سره هم کومه شخصي ستونځه نه لري. باور وکړئ چي دده استعفا ورکول هم د اسلام او د اسلامي تحریک د روښانه راتلونکي د تضمینولو یوه هڅه ده. د دې مطلب لیکونکئ او اکثره کمینټوال اصلاً د روانو حالاتو درست درک نه لري هیله کوم چي حالات په ښه ډول وڅیړئ. د اسلام بریا یوازي زموږ پاک نیتونه نه بلکه ماهرانه سیاسي، علمي او نظامي مبارزې ته هماړتیا لري

حماد نیازی

قلندرزی صاحب! په رښتیا هم چې ښاغلی طیب اغا صاحب له مبارزې نه دی لاس په سر شوی خو په دې حساسو شرایطو کې د هغه استعفا او ځینې خبرې زيانمنې وې. ما که څه هم د هغو خبرو یادونه نه ده کړې خو اشاره مې ورته کړې ده او پر همدې ځاى یې اعتراض لرو، بس.

قاری حسیب

قدرمن نیازی صاحب واقعا ډیری نیکی مشوری د طیب آغا ته ورکری الله د اجر درکری او ستا د نیکو احساساتو قدر کوم خو قدرمن شاید حالات داسی نه وی چی مونګ نیک ګمان پری کوو شاید هلته سه مرموزه قیصی وی افغانستان کی د نړی استخبارات په جنګ اخته دی داسی معامالات کیژی چی ظاهرا یو څه ښکاری خو اصل کی بل څه وی هغه څوک په حالاتو ښه خپر وی چی عملا جریان کی وی شاید طیب آغا سره داسی رازونه وی چی مونګ به کله هم پری خبر نشو موژ نباید طیب آغا پدی ګرم کړو چی… نور لوستل »

عبد الله مجاهد

د طیب اغا هغه پیغام که په دقت ولوستل شي، استعفاء یی په یو ځای کې هم نه ده یاده کړې او نه ترې فهمیږي. یوازې د سیاسي دفتر د مشرتوب پرېکړه کړې. طیب اغا د افغان مجاهد ولس په زړونو کې ډیر مضبوط ځای او لوړ مقام لري، زما دا یقین چې د دومره خلکو زارۍ او سوالونه به قبول کړي او د صبر او زغم اجر به د دنیا په ځای په اخرت کې وغواړي. الله دې وکړي چې رهبری شورا دغه د کلک عزم څښتن او د امیر المؤمنین رحمه الله درښتینی شاګرد اغا صیب په غوښتنو… نور لوستل »

شاکرمموزی

محترم حماد صاحب ستاسو له هر راښکل شوي توري څخه درد او یو جهان احساس معلومیږي ، واقعا چې د ټولو مخلصو وروڼو د زړه د درد او احساس ترجماني مو کړې ده ، ډېرې ښې او پر ځای مشورې مو ورکړې دي ، له محترم اعاصاحب څخه هم احترامانه هیله کیږي چې د دردمنو او مخلصو مسلمانانو غوښتنې او هیلې ومني ، رښتیا هم دا د استعفی وخت نه بلکې د کار هغه هم یو په څلور ډبله کار او زیار کولو وخت دی ، دا توره ، وفا او همت نه دی چې بس مستعفي شوم بلکې دا… نور لوستل »

بابر افغان

قدرمنه وروره سید طیب اغا
والله بالله تالله ثم بالله که می اوښکی دریږی

بابر افغان

ګرانه مشره دمرحوم امیرالمؤمنین مینه موپتا خړوبه وه
مجاهدین ملګری اوخواخوږی رشتیا هم ډیرزهیرشول
که څه هم دعمر په لحاظ لتا څه مشر یم خو باورلرم چی ستا پوهنه ترمونږ زیاته ده که کم مثبت بدلون ته ډاډمن یاست چی اختلافات مکمل ختم شی خوډیرشه اوکه دزان دهوسا کیدلو په خاطر دی پریکړه کړی وی
نوهیڅ کله به داستره جفا هیره نکړو
په قسم درته وایم چی زماعمر تاسو ته درکول کیدای نو همدا نن به زه مړوای ترسو تاسو ښه زیات وخت داسلامی نظام په خدمت کی درلودلای شوای

حبيب حقمل

#### الله د خير کړي، نفاف او تفرقه دي الله ختمه، نيست او نابود کړي.

سالم جهادخوش

محترم طیب اغانه پوهیزم سی دامیرالمؤمینین رحمه الله غم راباندی هیرول غواری اوکه دمادیاتوپه دام کیوتی یی؟

زړه سواند

کارپوهان: افغان حکومت دې د طالبانوله خپلمنځي اختلافاتو ګټه پورته کړي . 14.05.1394 د ولسي جرګې دویم مرستیال او د سیاسي چارو یو شمېرکارپوهان وايي، افغان حکومت باید د طالبانوله خپلي منځي اختلافاتو نه ګټه پورته کړي. دوی وايي چې د طالبانو ترمنځ سیاسي اختلافات نظامي لیکوته د پراخېدو په حال کې دي چې د افغان حکومت لپاره یو ښه چانس ده. د ملاعمرله مړینې وروسته د طالبانو ترمنځ د راپېدا شویو اختلافاتو په اړه بېلابېل نظرونه موجودي دي. د چارو یو شمېر کارپوهان په دې باوردي چې امکان لري، ځیني مرور طالبان له داعش سره او بله ډله هم… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

نیازی صاحب او نورو ټولو هغه ورونو څخه مننه کوم چه د اغا صاحب په استعفی او د اسلامی امارت سره دوباره یو ځآی کیدنه باندی اصرار کوی دا د دوی د اسلامی مینی ولولی او د اسلامی نظام سره مینه ده ، مګر هر څه یوه کچه لری له هغه چه زیاته شی چاپلوسی او نازول دی ، دا چه اغا صاحب په څومره هوښیار وی الله ج ته پته ده مګر کوم څه چه دی هوشیار معرفی کړی هغه د مشر ملاصاحب باور او سپارښتنه وه ، دا چه مشر ملا صاحب د الله ج په لیار کی… نور لوستل »

شهید الحاج مولوی احمدجان مخلص غزنوی حقانی بن مخلص غزنوی

اغاصاحب ژوندئ دی وی خو 14کلنی قربانی تہ وگورہ دی نڈی دی کفارو سترگی اوخولی تا کی دی هغہ وخت درپیاد کڑہ چی مو مجاهدین مو پشمار وو اوس الحمدواللہ دومرہ شهیدان لرو لکہ هغہ وخت چی مو مجاهدین لرل اوس هم الحمدواللہ زرگونہ سرشیندونکئ اتلان لرو دی شهیدانو وینوتہ وگورہ نور دی خوشہ خپلہ دی شهیدانو ارمانونہ مہ خاوری کوہ

ثناءالله

Mannnnnna hamad niazai

Back to top button
18
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx