
عمر ثالث په خړو جونګړو کې !
ليکونکي : امين وردګ
31 /07 /2015 م
د هغه ماشوم د ژوند لنډ حالونه درته ليکم : چې په 1339 هجرى لمريز کال کې يې د کندهار ولايت د خاکرېز ولسوالۍ د چاه همت په کلى کې دې غمجنې دنياګۍ ته سترګې لوڅې کرې .
وړوکى ((عمر)) لا د ماشومتوب تانده دوره نه وه تمامه کړې ( د پنځو کالونو په عمر کې ٶ ) چې د خواژه پلار د هجران څاپېړه يې پرمخ و خوړله ، او د يتيمانو د کلى مېلمه شو ؛ دا مهال يې د خاکرېز خړو کورنو په وړوکى زړه حملې کولې ، او د پلار يادونو به ځورولو ، نو له دې کلى هم کډه شو ، او د ډنډ ولسوالۍ ته يې پناه يوړه ، خو هلته يې هم د رزق انتظام تمام شوى ٶ ؛ بيا يې له خپل محترم کاکا (مولوى جمعه ) سره د ارزګان په ولايت کې خپل پردېس ژوند ته دوام ورکړ ، او له هغه نه يې دينى زده کړې پيل کړې ؛ کله چې نوموړى د 18 کلونو عمر پوره کولو : نو دينى درسونه يې هم د حديثو دورو ته نېږدې کړل ، خو دامهال په ګران وطن افغانستان باندې کمونستى اجيرانو ( د شورى اتحاد په ملاتړ) نظامى يرغل وکړ ، او افغان اسلامپالو مجاهدينو يې د غاښ ماتولو د پاره ملاوې و تړلې ، نو پدې سرښندوکو زلميو کې (عمر ابن مولوى غلام نبى ، ابن مولوى محمدرسول ، ابن مولوى بازمحمد ) هم برخه واخيستله ، خو له څه وخت مبارزې وروسته له هغه ځايه هم د خپل پلارنى ټاټوبى کندهار په لورى روان شو ، د پنجوايي ، ميوند ، او ژېړۍ په ولسواليو کې يې د سرو لښګرو ، او د هغوى د افغانى مزدورانو په وړاندې ( د حرکت انقلاب اسلامى جهادى تنظىم تر قيادت لاندې ) مخامخ پر دشمن اسدى حملې کولې ، او همدلته د يوه وتلى زړور قومندان په توګه و پېژندل شو ؛ نوموړى شخصيت د شوروى اشغالګرو پر ضد چګړو کې څلور ځله ټپى شوى ، چې په آخرى ځل يې خپله ښۍ سترګه هم د الله په لاره کې نثار کړه .
نو کله چې مجاهدين واک ته ورسيدل ، او کمونيستى نظام ړنګ شو ؛ نو (محمد عمر) بېرته خپلې دينى زده کړې ته د سنګ حصار په سيمه کې دوام ورکړ ؛ اما کله يې چې خپلمنځى جګرې ليدلې ، او پدې بې هدفه جګړو کې يې د بيت المال د شتمنيو چور ، او چپاول کتلو ، د وحشت اوج ته يې په سترګو کتل ؛ نو د صبر ، او زغم کاسه يې ډکه شوه ، د زده کړې پر ځاى يې د وحشت پر مقابل کې د حق پلوې مبارزه ته ترجح ورکړه ، او د دينى علماٶ له فتوا ، او ملاتړ سره سم يې د خپلسرو ياغى قومندانانو پر ضد يو ځلې بيا وسلې ته لاس کړ ، او له کندهار ولايت نه يې جګړه پيل کړه ؛ دلته د ده خوځښت پر حق ، او د اسلامى تحريک په نوم و نومول شو ، 1500 دينى علماٶ د يوې شورا په ترڅ کې ده ته د اميرالمٶمنين لقب ورکړ .
د ده شعار د اسلامى قانون حاکميت ٶ ، د جګړې په اصولو کې يې جګړه مارو ته عمومى عفوه ، او د توبې توصيه کوله ؛ د جګړې پر مهال به يې د مخالف لورى له محاصره شوو جګړه مارانو څخه وسلې اخيستلې ، او هغوى به يې ژوندى خوشى کول ، آن تر دې چې د 1375 ه ل کال د ميزان پر شپږمه يې د افغانستان پلازمېنه کابل تر خپلې سلطې لاندې راووست ؛ خو دا هغه کابل نه وو چې له جهادى ډلو مخکې ليدل کېده ؛ بلکې د کنډوالو يوه ټولګه وه .
ټول افغانستان (پرته له ځينو محدودو سيمو) د اسلامى امارت تر شرعى قوانينو لاندې راغى ؛ خو متأسفانه چې د 15 /6/1379 نېټه دا ((اسلامى نظام)) د ناټو د غړو هېوادونه ( چې شمېره يې ((44)) مملکتونو ته رسيږى) ، ځينو نورو غرب پالو غوړه مالو مملکتونو ، او د افغان (غرب پلوو) ډلګيو له خوا را چپه شو ؛ پدې جګړو کې د اسلامى امارت پر ضد بعضې ممنوعه کېميايي وسلې و کارول شوې ، ځينې مشران يې د افغانستان ، او پاکستان د پلورل شوو جاوسوسانو له لاسه د غربي متجاوزينو په لاس د ګونتانامو وحشى زندان ته يوړل شول ، او ځينې نور بيا په همدې خاوره کې د بګرام هغه زندان ته ولوېدل : چې واک يې پرته له خارجيانو د بل چا سره نه وو ، او افغان چارواکو هلته د ورتګ اجازه نه لرله.
لنډه دا چې د دوو کلونو په شاوخوا کې (خاکريزى اتل) بيا خپل مخلص ملګرى سره راټول کړل ، او د غربى طاغوت په ضد يې غاښ ماتوونکې مجادله له سره پيل کړه ، داسې سبق يې ورکړ چې تر عمره به يې ياد ساتى .
دغه خاکريزى يتيم ماشوم ته الله پاک داسې ځانګړى صفتونه ورکړى وو : چې په ډېرو انسانانو کې نه ليدل کېدل !
1- په سنګر کې به يې R.P.G (راکټ) په خپله فير کولو.
2- ډېر فقير طبيعته ، خوش خولقه ، او ساده زړى وو .
3- نهايت متقى ، او زړه سواندى شريف مزاجه وو .
4-ځانته يې امتياز ورکول عيب ګڼل .
5-هرچا ته يې د ليدلو اجازه ورکوله (اما نېژدې ملګرو به يې د ده دا عمل د هغه شخصيت ته د خطرې رسولو لامل ګڼلو) چې په پاى کې پدې سلا شول : تر څو (خاکريزى اتل) له خپل تظاهر څخه ډډه وکړى ؛ همغه وو چې دده پر نيولو ، او وژلو باندې غربيانو (10000000) لس ميليونه آمريکايي ډالره انعام کېښودلو ؛ نو ده هم جداً خپل ځان ته توجه و کړه ، او د مکار دښمن نه يې خطره احساس کړه ، خو بيا يې هم د خپل وطن د خړو جونګړو په منځ کې د الله د قانون مادې لوستلې ، او د همغو مادو له مصداق سره سم يې خپل مسئوليت ادا کولو ، او د حق سنګر يې ګرم ساتلي ٶ.
6- تهجد يې خوښ عمل ٶ .
7- زړې جامې يې اغوستلې ، د ده ، او د ده د ملګرو تر منځ به کوم ځانګړى امتياز نه تر سترګو ګېدلو .
8- خوراک يې عادى ٶ .
9- سر به يې ډېر وخت پر خاورو اېښودلو ، مګر امر به يې چې وکړ : نو په 24 ساعتونو کې به د ده ټولو افرادو په لېمو منلي ٶ .
10- پاچا ٶ : خو پاچاهى يې نه کوله ، ټول ژوند يې د الله په لاره کې وقف کړى ٶ .
11- د دنيا لذتونو ته يې شا کړې وه ؛ يوازې د يوه اسلامى نظام د (سرتاسرى حاکميت) د پاره به يې کوټلى ګامونه پورته کول .
12- صحابى نه ٶ : مګر ژوند يې د صحابه ٶ په شان تېر کړ .
13- په پاى کې يې د امارت واګې خپل مرستيال (ملااخترمحمد منصور ) ته وسپارلې ، او خپل زوى مولوى يعقوب يې خپل ځاى ناستى و نه بللو ، او هغه امارت يې هم ارثى نه کړ : چې اساس ، او بنياد يې ده په خپله اېښي ٶ .
14- پدې دومره لوي اقتدار کې يې بيا هم خپل اولاد ته ( په ميراث کې ) نه شتمني پريښوده ، او نه امارت ؛ نه يې له ځان نه ورورسته کوم کور پرېښود ، نه کوم مارکېټ ، يا دوکان .
په پاى کې يې د ټولو دښمنانو آرمانونه له خاورو سره خاورې کړل ، او د لوى اتل ((خالد بن وليد)) په څېر په خپله ملنګى کوټه کې د حق د لورى مسافر شو .
انالله و انااليه راجعون.
انا لله و انا اليه راجعون
روح يې دې ښاد او دوښمن يې دې ناښاد وي
پدې بې کیلی موټر کی چه تنګ غوندی ناست دی هم داسی ښکاری چه د تهجد !!!!!په حال کی وی. لږ شرم وکی تر څو به مو د انګریز تلبیسانه لکۍ نیولی وی او د افغان د مسلمان ؤلس د عقل په سترګو کی به خاوری پاشی.
الله دی په جنتونو ونازوی او دده ارمانونه دی الله پاک پوره کړی . وردګ صاحب الله شاهد دی چی ودی ژړولو آه آه آه