نظــر

تصویر بدل شو

کله،کله مې یوه موضوع ، یوه خبره او یا کوم تصویر ډېر ذهن کې تاویږي را تاویږي. دا تر هغې وې چې بله څپه پرې راشي.

تر نن سهاره زما ذهن د برما د مسلمانانو د یادونو کوربه و. هره څو شیبې وروسته را یادیدل.

زما د ذهن په پرده د هغو زلمیانو تصویرونه وو چې بودایانو یې سرونه پرې کول، په ډلییزه توګه یې وژل او د سړکونو په غاړه یې  د جسدونو انبارونه جوړ کړي وو.

د هغوی مایوسۍ ډېر ځورولم، ځکه ټوله نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي نړۍ یې د بې رحمه وژنو ننداره کوي خو هیڅ غبرګون نه ښيي.

هغوی د بودایانو په مقابل کې ناتوانه دي او لکه فارمي چرګان چې هر ډول یې حلالوي ، یوازې ورته ګوري.

نن چې څنګه کمپیوټر ته کیناستم، د ورډ پاڼه مې پرانیسته، زړه مې و چې د خپلو مظلومو برمایي مسلمانانو په یاد څه ولیکم، د بې رحمه بودایانو ظلمونو په اړه څه ووایم، او په دې توګه لږ تر لږه خپل زړه سپک کړم.
په دې اړه له موضوع سره دتړلو معلوماتو په لټه کې شوم، د برما په اړه د طالبانو  د یوې رسمي اعلامیې غټ ټکي چې (نن.اسیا) کې د ( طالبان د برما غمیزه داسلامي نړۍ په وړاندې یو نه بښونکی جنایت بولي) تر سرلیک خپره شوې وه، هم نوټ کړل.

خو پاڼه مې هماغه شان پرانیستې پریښوده او تاند ویبپاڼې ته لاړم، لومړي خبر او لومړي تصویر زما د ذهن له پردې د برما د مسلمانانو انځور بدل کړ.

د خبر سرلیک و(وسله والو طالبانو ۷ افغانان له ناټو سره د همکارۍ په خاطر ووژل)

دې خبر سره یو عکس هم دی،عکس کې  دوه وژل شوي ځوانان خوا په خوا پراته دي، څو واړه هلکان ورته حیرانې- حیرانې ګورې او یوه ماشوم خپلو سترګو ته دسمال نیولی دی.
اوس به تر ډېره همدې خبر او تصویر ته ځوریږم.

محمد نعمان دوست، جلال اباد
۱۳۹۱، د زمري ۱۲مه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x