خبرتیاوی او پیغامونه

د شهید الحاج معلم اول ګل مجاهد د کورنۍ له خوا د تسلیت پيغام

د شهید الحاج معلم اول ګل مجاهد د کورنۍ له خوا د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله کورنۍ او د اسلامی امارت د شورای غړو ته د تسلیت پيغام!

بسم الله الرحمن الرحیم

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على أشرف الأنبياء والمرسلين سيدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين. وبعد ؛

په ډیر خوا شينې سره مو خبر تر لاسه کړو چې د معاصرو مجاهدینو مشر د کفر ځپونکی، ننګیالی او نومیالی قائد ملا صاحب محمد عمر مجاهد رحمه الله، له دې فانی دنیا څخه د ابدي دنیا په لور سفر کړی پدې مناسبت د نبی علیه السلام هغه حدیث مفهوم ذکر کوم کله چې، د هغه صلی الله علیه وسلم ځوی وفات شوی وه، په تحقیق سره زړه خپه کيږي او سترګی ژاړي خو هيڅکله هم داسې خبر له خولی نه باسو چې زمونږ رب العزت پرې خپه شي. نو د مرحوم ملا صحاب کورنی ته وایو چې دا غم یواځې ستاسو ندی بلکې پدې کې تاسو سره ټول امت شريک دی، د امیرالمؤمنین وفات د ټولی نړی مسلمانانو لپاره ستره فاجعه ده پدې غم کې مونږ هم درسره شريک يو.

د اسلامي امارت شورای او مجاهدينو ته دا وايو چې ای د امارت زمریانو همدا تاسو وۍ چې په نړی کې مو د ننګ او میړانې نوی تاریخ ولیکلو همدا تاسو وئ چې، د نړی ستر متکبرین چې په رأس کې يې امريکا ده دړی وړی کړل او د هغوي تکبر مو له خاورو سره خاورې کړ، همدا تاسو د اميرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د قیادت لاندې ټولې نړی ته عملی درس ورکړو چې، پرته له یو الله نه د هيچا عبادت باید ونشي او د هیچا خبرې ته باید سر ټيټ نشي، نو نن هم تاسو په خپل وحدت او له ځان څخه په تیريدو، نړی ته دا ثابته کړئ چې ستاسو اتحاد د کوم شخص په وجه ندی بلکه ستاسو اتفاق او اتحاد صرف د یوې کلمې په وجه دی چې، هغه لا اله الا الله محمد رسول الله ، ده، نو خپل خدای سره عهد وکړئ چې د امير المؤمنین څخه پاتی امارت به په هغه شکل چې امیر المؤمنین په مخه بیولی وه په مخه به يې بیایې او د درې لسیزو د کونډو یتیمانو او شهیدانو ارمانونه به پوره کوئ په اخر کې د الله تعالی په کلام سره خپله خبر را ټولوم
وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلا تَنازَعُوا فَتَفْشَلُوا وَتَذْهَبَ رِيحُكُمْ وَاصْبِرُوا إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ.، سورة الانفال ایة ۴۶

الله دې د ملا صاحب درنی کورنی ته سره له ټولو مسلمانانو صبر جمیل ورنصیب کړي

انا لله و انا الیه راجعون

په درنښت .
د شیهد معلم اول ګل ځوی عبید الله (اول ګل مجاهد) او د کورنی غړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x