نړۍ

هند کې د دوو اورګاډو سيند ته لوېدو له امله ۱۹ کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د هند مدهيه پردېش ايالت چارواکي وايي، چې د څو دقيقو فاصلې په ترڅ کې دوه اور ګاډي له خپلو ليکو بې کنټروله شوي او سيند ته پرېوتي، چې له امله يې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د چارواکو په وينا په وژل شوو کې د ښځو او سړيو په ګډوڼ شپږ ماشومان هم شامل دي.

د سيمې يو لوړپوي چارواکي هندي رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي، چې تر اوسه يې دوه سوه تنه له اوبو ژوندي راويستي او د ژغورنې چارې په ډېره چټکۍ روانې دي.

د رسنيو په وينا د دواړو اورګاډو ډبې هغه مهال له ليکې بې واکه شوې، چې يو اور ګاډی ممبۍ ته او بل له مخالف لوري راروان و او دواړه اورګاډي د سيند اوبو ته پرېوتل.

د هند د رېل وزير سوريش پربهو وايي، چې د مرکزي زون کمشنر ته يې امر کړی، چې د دواړو ريل ګاډو د چپه کېدو پېښه په خپله وڅېړي او دوی ته يې راپور وسپاري.

د رېل ګاډي وزير به نن د هند پارلمان ته په دې اړه خپل معلوماتي راپور وړاندې کړي.

د هند صدر اعظم نريندرا مودي په دغه پېښه خپله غمرازي او اندېښنه څرګنده کړې او د بېړنيو څېړنو امر يې کړی دی.

د هندوستان پريس ټرسټ وايي، چې تر اوسه دا هم نه ده روښانه، چې د دواړو اورګاډو تر منځ څومره فاصله وه، چې سيند ته ولوېدل او او د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه هم تر اوسه کره معلومات نه دي تر لاسه شوي.

هندي رسنۍ وايي، چې پېښه د پرله پسې ورښتونو او پلونو د خرابۍ له امله رامنځته شوې ده.

د هند رېلوې وزير وايي، چې د زياتو ورښتونو او اوبو له امله د ژغورنې چارې له ستونزو سره مخ دي، مګر دوی بيا هم هڅه کوي، چې د رېل ګاډي مساپر له اوبو ژر تر ژره خوندي راوباسي.

د يادونې وړ ده، چې هند کې د رېل ګاډي د ټکر او چپه کېدو پېښې له پخوا هم څو څو ځل اورېدل شوي او لامل يې هم د رېل پټرۍ کمزوري او چارواکو بې پرواهي ښودل شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x