افغانستان

ايکسپريس ټريبيون: اشرف غني پاکستانۍ تذکره «شناختي کارډ»لري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل):د پاکستان باوري انګريزي ورځپاڼې ايکسپريس ټريبيون په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې د ګډ حکومت مشر ډاکټر اشرف غني پاکستانۍ تذکره «شناختي کارډ» لري.

ايکسپريس ټريبيون د پاکستان د نفوسو او پېژند پاڼو د ثبت او کنټرول ادارې «نادرا» د يو لوړپوړي چارواکي له قوله ليکلي، چې ډاکټر اشرف غني پاکستانۍ تذکره لري.

ورځپاڼه زياتوي، چې د نادرا يو لوړ پوړي افسر ملک دلمراد تېره ورځ د خپلې ادارې په رسمي غونډه کې هغه مهال ټول ګډونوال هک حيران کړل، چې د افغان ولسمشر اشرف غني په اړه يې وويل، چې نوموړی پاکستانۍ تذکره لري او د هغه د تذکرې کاپي او اړوند اسناد يې هم د غونډې ګډونوالو ته هم وښودل.

ملک دلمراد د خپلو خبرو په ترڅ کې دا ادعا هم وکړه، چې د شمال ټلوالې پخوانی ټوپکسالار مشر احمدشاه مسعود هم پاکستانۍ تذکره درلوده.

د نادرا دغه افسر د خپلې ادارې پر ګڼو افسرانو تور لګولی، چې د پيسو او شخصي روابطو له امله يې د افغانانو په ګډون ګڼو بهرنيانو ته د پاکستان تابعيت ورکړی دی.

د نادرا په وينا د ښاروالۍ په تېرو ټاکنو کې ګڼ شمېر هغه افغانان هم کانديد وه، چې پاکستانۍ تذکرې يې ترلاسه کړي او حکومت پرې تر اوسه سترګې پټې کړي دي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان دغې باوري ورځپاڼې د اشرف غني په اړه دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې اشرف غني د تېرو څو کالو په اوږدو کې ځان د پاکستان مخالف باله، مګر واک ته له رسېدو وروسته يې د پخوا په پرتله پاکستان سره اړيکې بې ساري زياتې کړي او په افغان کشاله کې يې پاکستان ته ډېره ونډه او امتيازات ورکړي دي.

د پېښو څارونکي پر اشرف غني نيوکې کوي، چې نوموړي پاکستان سره د ستونزو له منځه وړلو په اړه پاکستان ته ډېر زيات امتيازات ورکړي او په مقابل کې يې دی دومره وړتيا نه لري، چې له پاکستانه هم ورته ګټې تر لاسه کړي.

راپور کې دا نه دي ويل شوي، چې اشرف غني پاکستانۍ تذکره له پخوا لري او که اوس وخت کې يې تر لاسه کړې ده.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

که چېرته د اشرف غني په اړه دغه راپور رښتيا شي، نو افغان ولس به دا د اشرف غني دوه مخي او خپل ملت سره ستره جفا وبولي او راتلونکي وخت کې به د اشرف په هېڅ ډول ژمنو او وعدو باور ونه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پیر محمد

اشرف غنی به د پاکستان شناختی کارډ لری یا به یی نه لری، هغه څوک چی ته ورڅخه ملاتړ کوی هغه بالکل د پاکستان غلام او دهغه په اشاره کار کوی.

مولوی دیوبندي

عجیبه سرچپه تاریخ دي شناخته کاردونه اشرف غنی اوکرزی لری دپاکستان نبت بیاطالبانوته کیږي افسوس پرداسي فکری فوهانو

مولوی دیوبندي

عجیبه سرچپه تاریخ دي شناخته کاردونه اشرف غنی اوکرزی لری دپاکستان نسبت بیاطالبانوته کیږي افسوس پرداسي فکری فوهانو

امین درمان

په سلام اداکولو سره
پره اشرف غنی موږ پخوا هم باور نه کولو دی مو دوه مخی سیکه بلل
د ګوډاګیانو اجیر

بشیر نوری

این همه تبلیغات پاکستانی ها است که میخواهتد دیگر هم اذهان مردم افغانستان را خراب کند …

کریم خان

ممکن دی چی اشرف غنی ډول ډول تذکيرې ولري ږ اشرف غنی در \اکستان او آمریکا او وابیانو ګوډاګی دی.

الحاج استاذ بیانزی

زما زړه کی ګرځیدله ، چه د اشرف غنی ټوله کورنی به هندوان او له هندوستانه به راغلی وی ، تاسی که وګوری د غنی او خلیل زاد هندوانو ته ورته دی په هندوستان کی ځينی بی ناموسان لکه سلمان رشدی په شان بی ناموسان یهودان کړی ، اصلا دغه نومونه یی هم ورباندی قصدا اسلامی ایښی چه د مسلمانانو په ضد تری استفاده وکړی د وی وایی چه دوی کوچیان دی ، اصلا د کوچیانو په نوم له هندوستانه راغلی پاکستان هم د افغانستان یو ه برخه وه ، دا کار یهودی انګریزانو ته ډير اسان دی تاسی د… نور لوستل »

یاسین

زه له جناب استاذ صاحب سره دهغو معلوماتوپه رڼاکي چی پخوامي په یوه کتاب ( الوتونکي پکولونه ناپیژاندی مخلوق اوفریمیسن) کي لوستي وو: موافق یم دا داوس وخت اکثریت واکمنان دفریمیسن غړي دي بلکه داسي هم ډیر ددجالي چاروکارپوهان وایئ چی دنن په نړۍ کي څوک ترهغه وخته واک ته رسیدلای نه شي ترڅودفراماسیون اداره یئ تائید ونکړي جناب استاذ بیانزی حفظه الله که په دی اړه نورمعلومات راباندی ولوروي ترڅواذهان موتنویر شي.

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور یاسین صاحب السلام علیکم ! زه تل یوه لیکنه یو ځل لولم مګر هغه چه د کومی خبری د پاره می ورته د بیا لوستلو اړه شی ، مګر له نیکه مرغه دغه لیکنه می تصادفی کلیک کړه ، چه ګورم ستا تبصره او هغه غوښتنه می پکی ولیدله چه تاسی د فری میسنری یا ماسونیزم په اړه له ما کړی وه ، زه به ضرور څه درته ولیکم ، سره د دی چه په تاسی باور لرم چه تر ما تاسی په دی اړه زیات معلومات لری او دی خبری نن صبا ډیر عمومیت پیدا کړی .… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x