نظــر

د یوویشتمې پېړۍ امیر المومنین وفات شو!

استاد محمد زمان مزمل

ملا محمد عمر مجاهد چې افسانو ته په نږدې ژوند او جهاد یې یوویشتمه پېړۍ پيل کړه، د هغه مرګ تېره اونۍ د هغه نږدې دوستانو تسلیم کړه.

muzammil ustad
لیکوال: محمد زمان مزمل

هغه د نړۍ په تاریخ کې د تر ټولو لوی نړېوال اېتلاف سره د جنګ مشر و، بلکې هغه د یو قطبه نړۍ د مخکښې امریکا سره د مقابلې چلنج او جګړې ته په هغه سادګۍ او ایماندارۍ ننووت چې نن یې امریکا د پيل شوې جګړې پاتې او پیچلی پړاو په مري کې د آسیا د ځواکمن هېواد چین په ثالثۍ حل یا هم بلې توطیې ته سپاري.

امیر المومنین چې د کږو او منحرفو مجاهدینو ټوپک شاهي یې په کابل کې ماته او نسکوره کړه او د یوه عرب مسافر پر سر یې د یوه مناسب حل د نه میندلو او ناکامۍ له کبله خپل حکومت قربان کړ او افغانستان یې د نصاراو او کمزورو مسلمانانو هغې لویې اېتلافي جګړې ته ټیله کړ چې بیا هم معلومه نه ده چې د یوویشتمې پیړۍ د دغه افسانه اي امیر المومنین ملګري به د دې درندې جګړې پاتې پړاو سرفراز او یا د تېرو مجاهدینو په شان په خپل منځ کې تکرار جګړو ته دروي؟

که څه هم سیکولران، کمونستان او غرب ته پناه وړونکي افغانان به د مرحوم امیر په هکله هر څه ووايي او ولیکي؛ خو هغه د افغانستان د تاریخ په حساس پړاو کې د امریکا د یو قطبه نظام د اشغال سره د ټکر او جنګ حماسه د تاریخ وروستی باب کړ.

موږ چې یوه ورځ هم د هغه په حکومت کې کار نه دی کړی، موږ چې د دې لویې جګړې په اوږدو کې هغه یوازې او بې ملګری پرېښود، موږ چې د طالب اشتباوې او خپلې مشورې هغه ته په تکرار لیږلې وې نن یې په مړینه تر هر چا زیات خپه یو؛ ځکه هغه زموږ د دغه دنیا بدلوونکي تاریخ یوه برخه و.

معلومه نه ده چې هغه په طبیعي مرګ مړ دی او که په توطیه مړ شوی؛ خو بیا هم که بهرني لاسونه پکې وي نو د امین د مرګ په هکله د خالص بابا هغه خبره رایاده شوه چې ویلي یې و، موږ به له شورویانو نه غچ اخلو!!

په همدې تریخ مناسبت د ملا صاحب کورنۍ او ملګرو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. لوی خدای دې روان تریخ پړاو په داسې پایلو ښاد او ښادمن کړي، چې د ملا صاحب، ملت او د ټولو مسلمانانو ارمان پکې پوره شي او په افغانستان کې یوه دائمي سوله تامین کړي. آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x