افغانستان

فارياب: د دوستم ملېشو ۲۲ کورونه سوځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): په فارياب کې د دوستم ملېشو، چې په سیمه کې په پخواني «ګلم جم» مشهور دي، ۲۲ کورونه سوځولي او څو تنه عام وګړي يې شهيدان کړي دي.

د فارياب د الما ولسوالي اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ په قرايي سیمه کې د چورلکو په بمبار کې د یو سپین ږيري او يوې مېرمنې په ګډون درې تنه شهيدان او د دې کلي دوه وېشت کورونه لو لپه شول.

د قرايي يو تن اوسېدونکي د نن ټکی اسیا سیمه ییز همکار ته وویل، چې په سوځېدلو کورونو کې ګڼ قران کريمونه، ديني کتابونه او د ښوونځيو کتابونه هم د اور خوراک شول.

د دوی په خبره په سیمه کې نه طالبان موجود و او نه هم د دوستم پر ملېشو ډز شوی دی، خو په وینا يې د دوی کورونه د طالبانو د ملاتړ په تور وسوځول شول.

دوستم له عطامحمد نور سره په ګډه د ملېشه یی ایتلاف په پایله کې د دولتي عسکرو په ګډون کې په شمال کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړ، چې تېره ورځ يې د لسګونو طالبانو د وژلو خبر ورکړ.

طالب وياند قاري یوسف احمدي وايي چې د دوستم ملېشې تر اوسه پر دې نه دي توانېدلې چې کوهستانات ولسوالي د دوی له ګوتو وباسي او په خبره يې ټولې اوازې «ښکرور دروغ» دي.

په شمال کې د عملیاتو له پیل سره جوخت، د فارياب له المار، قیصار او پښتونکوټ ولسواليو نه درې زره پښتني کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې، چې د دوستم د ملېشو په وينا د طالبانو ملاتړ يې کاوه.

د ولسي جرګې غړی عبدالقادر ځاځی وايي چې دغه جګړه د پښتنو پر ضد روانه شوې ده او په خبره يې د فارياب خلک د تلیفون له لارې د دوستم د ملېشو له وحشته شکایتونه کوي.

د پوځي شنونکو په باور په شمال کې د دوستم د شخصي ملېشو جګړه، د افغان عسکرو پر روحيې بې باوري په ډاګه کوي او په ګډ حکومت کې د دوستم خپل سري پکې له ورايه ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x