افغانستان

کابل پوهنتون: محصلینو د ملا محمد عمر فاتحه واخیسته

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د کابل پوهنتون محصلينو د لیليې په مسجد کې د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیسته.

د فاتحې په دې مراسمو کې چې سلګونو محصلينو پکې برخه اخیستې وه، ملا محمد عمر مجاهد د «پاټکیانو» پر وړاندې نومیالی اتل او «بې نمونې افغان مشر» وبلل شو.

د کابل پوهنتون ځينو محصلينو د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحې له اخیستلو سره مخالفت ښکاره کاوه او په دې مراسمو کې يې ګډون ونه کړ، خو د دې فاتحې زرګونو پلویانو ملا محمد عمر مجاهد د ګڼو نورو هغو مشرانو په پرتله چې ځينې ان «ملي اتل» لقبونه لري غوره وباله او دا مراسم يې خپل ديني مسوولیت او افغاني دود وګاڼه.

د خپلواک احمدزي په نوم د دې فاتحې یو تن ګډونوال پخپله فیسبوک پاڼه لیکي، چې په دې مراسمو کې يې ملا صاحب ته د فردوس جنت او ګران هېواد ته د سولې غوښتنه وکړه.

«نن مو د کابل پوهنتون په لیله کې د افغانستان د اسلامي امارت پخواني مشر امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد فاتحه واخیسته، ټولو ملګرو په یوه خوله د سولې او ثبات لپاره دعا وکړه او مرحوم ته یې د فردوس جنت غوښتنه وکړه.»

د کابل پوهنتون محصلينو په داسې حال کې د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحې مراسم ترسره کړل، چې تېره ورځ د ملي امنیت ادارې د ملا محمد عمر د فاتحې پر مراسمو بندیز ولګاوه او ان دغه ډول ناستې يې خپل «مشروع اهداف» وبلل.

د ګډ حکومت اجرايوي رییس عبدالله عبدالله هم د ملا محمد عمر مجاهد د فاتحې برخه وال «مجرمين» وبلل او د کورنیو چارو وزارت ته يې دنده ورکړه چې دغه خلک ونیسي او پوښتنې ګروېږنې ترې وکړي.

طالبانو د ملا محمد عمر مجاهد د وفات خبر تېره پنجشنبه رسماً تاييد او د دریو ورځو لپاره يې د نوموړي لپاره د فاتحې خبر ورکړ، چې پر ولایاتو سربېره په پلازمېنه کابل کې هم د ملا محمد عمر مجاهد ګڼو پلویانو په ارزان قیمت، څرخي پله، خوشال مېنه او نورو سیمو کې فاتحې واخیستې.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله

ماشاء الله ، بارک الله
زندباد داسې با احساسه محلصين

بابرافغان

الحمد الله الله اکبر
زه هم په خپل وارسره دهغو بااحساسه محصلینو قدردانی کوم چاچی خپله حق دین اسلام ته وفاداری ښکاره کړه ټول افغانان دباحساسه محصلینودغیرت اوجرئتمندانه تګلاره ستائنه کوی
پری ویاړو باحساسه محصلین
زمونږ ائنده نسل ستاسو په شجاع باکیفیته اودحق جلجلاله نه بغیر بل چاته نه کښته کیدونکو شان ته سرونه

بابرافغان

الحمد الله الله اکبر
زه هم په خپل وارسره دهغو بااحساسه محصلینو قدردانی کوم چاچی خپله حق دین اسلام ته وفاداری ښکاره کړه ټول افغانان دباحساسه محصلینودغیرت اوجرئتمندانه تګلاره ستائنه کوی
پری ویاړو باحساسه محصلین
زمونږ ائنده نسل ستاسو په شجاع باکیفیته اودحق جلجلاله نه بغیر بل چاته نه کښته کیدونکو شان ته سرونه غواړی اودغلام قشر نه نفرت لرو
بااحساسه محصلین زمونږ افتخار

کریم خان

دغه خبرونه ټوله دروغ دي پّ کابل کی ميشته کسان له دی فاتحی نه هیڅ خبر ندي اما د پاکستانیانو له خولې دا دروغه تبلیغات خپريږيږ

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close