افغانستان

پکتیکا: دريو عسکرو خپل ۱۲ ملګري ځای پر ځای وژلي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پکتيکا چارواکي وايي چې په سرحوضه ولسوالۍ کې يې له ۱۵ عسکرو څخه د ۱۲ عسکرو جسدونه تر لاسه کړي، چې ګمان کېږي دریو نورو پرې بريد کړی دی.

د دوی په خبره د کوټنۍ سیمې په دې پوسته کې ټول ۱۵ تنه عسکر مېشت و، چې تېره شپه له دې پېښې وروسته په پو سته کې د ۱۲ تنو جسدونه پراته و او درې نور تښتېدلي دي.

د کوټنۍ یو تن اوسېدونکی وايي چې دوی تېره شپه له پوستې سره څېرمه ډزې واورېدلې، خو په وينا يې د مرګ ـ ژوبلې له وېرې د پېښې سیمې ته نه دي ور رغلي.

طالبانو دغه بريدګر خپل ملګري بللي او رسنیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې يې د پېښې پخلی کړی دی.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې د دوی ملګرو د سرحوضې ولسوالۍ په کوټنۍ سیمه کې ۱۲ عسکر وژلي او د هغوی له مهماتو سره یو ځای له طالبانو سره یو ځای شوي دي.

مجاهد وايي چې دغه بريدګر د دوی «نفوذي» ملګري و او په خبره يې له بريد وروسته د دوی له تود هرکلي سره مخ شوي دي.

د پکتیکا چارواکي وايي چې د پېښې په اړه پلټنې کوي، چې بشپړ معلومات به وروسته رسنيز کړي.

یاده دې وي طالبانو د «عزم» په نوم په سږنیو عملیاتو کې ورته ګڼې پېښې تکرار کړې دي، چې د پوځي شنونکو په باور د دولتي عسکرو تر منځ يې بې باوري غښتلي کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x