اختلاف طبعي دی، خو چې خلاف نه شي!

لطف الله خیرخوا، لیکوال

لطف الله خيرخوا

علماء د “اختلاف” او “خلاف” د توپير په اړه ښکلې ساده خبره کوي. وايي اختلاف تنوع ته ويل کيږي. يعنې يو کار په دوهمه لار خپل اصل ته رسيږي. په بل تعبير؛ يو اصل ته په مختلفه طريقه ځان رسول اختلاف دی. اصل يو دی، خو کړنلار توپير لري.

خلاف د مفاعلې باب مصدر دی. معنا جهتين يا جهات سره په خپلو کې اصلي او فرعي مخالفت ولري. کېدی شي کوم ځای مشترک نقاط هم سره ولري، خو په مجموع کې د يو ځای کېدو چانس نه ليدل کيږي.

د اختلاف په اړه زموږ تاريخ د بې شماره مثالونو شاهد دی. زموږ عوامو کې يوه خبره مشهوره ده. وايي څلور مذهبه حق دي. د دې خبرې بل تعبير دا دی، چې اختلاف حق دی. په قران کريم کې د موسی عليه السلام او خضر عليه السلام کيسه د دې اختلاف ښه شاهد دی.

دواړه يو لوري ته ځي. دواړه د يو ذات اوامر پر ځای کوي. دواړه د يو دعوت لاروي دي، مګر موسی عليه السلام يو ډول فکر کوي او خضر عليه السلام بيخي بل ډول فکر کوي. دواړه سره دليل وايي او قناعت کوي. کله چې سره په سفر کې نه شول پاتې کېدلی، نو په قناعت سره جلا شول. يعنې دواړه خپلې خپلې طريقې وګرځېدل، خو دواړه همغسې خپل مشترک اصل ته وفادار او ګټيالي.

له دې مثاله يوه نکته ډېره ښکاره بريښي، چې خبره اهدافو کې ده. که اهدافو ته زيان نه رسيږي، نو د طريقې اختلاف پروا نه کوي، په يوه اصل سره تلی شي.

د اختلاف اصل مقصد پرمختګ دی. حل ته ځان رسول دي. په دې اصل کې مهمه خبره دا ده، چې لاروي په پټو سترګو روان نه دي. په خپل کار او تصرف پوهيږي. په خپله دعوی پوهيږي او تر هغې چې د يو چا په ځانګړي طراز او لار پوه نه شي، نه يې مني.

دلته دا مهمه ده ګورئ، چې اختلاف هله خپله نتيجه ورکوي، چې د خپلې دايرې دننه او د خپل اصل سيوري لاندې وي. دوهم صورت کې اختلافي موقف په “حرکتي تيندک” تماميږي او حرکتي تيندک د وفاء او تعهد خلاف دی.

ځينې وخت د لارې ملګری د اختلاف صورت کې ووړ هدف ګټي، غټ غټ اهداف خطا کړي. دلته دوه عوامل کار کوي. يو دا چې اختلاف له دايرې ووځي. بل دا چې مقابل لوری اختلاف ونه زغمي. د اختلاف نه زغمل بيا هغه عامل دی، چې بې بريده زيانونه لري.

ځينې صورتونه داسې وي، چې د اختلاف کوونکي نيت نېک وي، مګر لومړيتوبونو کې خطا وتی وي. يا له نېک نيتۍ سره سره تېروتی وي. موقف يې خطا وي، خو صاحبِ موقف په خپلولو، ساتلو او نازولو ارزي. دلته اصل کار د مقابل لوري دی، چې څنګه حل ته رسيږي.

د اهدافو او مبادئو خلک يوازې په يوه اختلاف يا په هر اختلاف خبره نه ورانوي، بلکې ګوري، مواقف تلي او مناسبه لار اختياروي. معنا دا ده، چې اختلاف ته حل پيدا کول د اختلاف په اړه د مقابل لوري کار اساسي دی. خامخا معترض ملامت هم نه وي او خامخا معترض باندې خبره پرېښوول هم انصاف نه دی.

کله اختلاف بيخي تفردي وي، اجتماع په يوه روانه وي، دی بل لور پړی راکاږي. دلته انصاف دا دی، چې اختلافي لوری په خپله خبره غټټټه تيږه کېږدي. کله اختلاف مشروع هم وي، پر ځای هم وي او ځان ته خلک هم راجلبولی شي، مګر اختلاف نه دښمن ګټه اخلي. د کار موقع پيدا کوي او مجبوريتونه ځان ته د وسيلې په توګه کاروي. دلته هم انصاف دا دی، چې اختلافي لوری په خپله خبره غټټټه تيږه کېږدي او دښمن ته د کار او ګټې موقع ورنه کړي.

درېيم صورت دا دی، چې د اختلاف له مشروعيت، مناسبت او جلب سر ه سره اختلاف بديل نه شي پيدا کولی. دوهمه لار نه شي موندلی. دلته هم انصاف دا دی، چې واقعيتونو، شرايطو او ظروفو ته په کتو د ده په نظر همدا مرجوحه لار غوره کړي او “خلاف” ته موقع ورنه کړي.

څلورم صورت دا دی، چې د اختلاف له معقوليت سره سره د اختلاف اظهار د اصل او اهدافو اعتبار ته زيان رسوي، ذهنونه مشوشوي او روان خلک هم ټکني کوي. دلته هم د انصاف تقاضا دا ده، چې اختلافي لوری په خپله خبره غټټټه تيږه کېږدي او تشويش ونه زېږوي.

بناءً اختلاف دې وي، خو خلاف دې الله جل جلاله نه پيدا کوي.

تبصرې (7)

  • زه خو وایم خیرخواه صاحب اختلاف او خلاف به دومره فرق ونه لری دواړه به یو وی ګوره یو وخت می په یو کتاب کی چی اوس یی نوم هم رانه هیر ده او کتاب هم رانه ورک ده کوم چی د ایران د اهل سنتو یو تکړه عالم په ډیر پخوا وخت کی لیکلی ده لیدلی وه چی علم خلاف هم په اسلامی علومو کی لکه د فقی، عقایدو، تفسیر او حدیث په شان یو علم ده که په دی اړه لږ معلومات راکړی مهربانی به مو وی ‌ډیره بښنه غواړم که زما داخبره له موضوع خارج وی مننه

  • په داسي سترو پېښوکې هروخت انسي اوجني شیطانان اودښمنان دخپلي ګټې په پار مواقع لټوي ، زموږ له بې حوصلګي څخه ګټه پورته کوي او بیا زموږ لږ اختلاف هم په خپل موقف کې منډي او یوغټټټ خلاف ته یې رسوي ، نوبناء باید د ډېروخت لپاره فکر وشي ، استخاره وکړله شي ، او ټول جانبي عوارضو باندي ښه غورکولو وروسته پریکړه وشي ، دنیمي لاري ملګري باید ونه کړو

  • خالد وروره ما خو چې مطالعه کړې فرق لري. د اختلاف په اړه کتابونه شته لکه ادب الاختلاف، الانصاف فی اسباب الاختلاف دا دوهم د شاه ولي الله صيب دی او في اصول الحوار.

  • مننه خیرخواه صاحب جوړ اوسی سمه ده اما زه فکر کوم چی اختلاف د خلاف جز ده چی کیدای شی هم په فروعی اجتهادی مسایلو کی وی او هم په اصولی په هر حال یو وار بیا منننه صحیح شوه

  • مننه خیر خواه صیب! نو اوسني وضعیت ته په کتو ویلی شو چې ملا محمد حسن، عبد الرزاق او عبد المنان او نور په خلاف کې دي.
    او محترم اغا صیب فقط اختلاف نظر لري، او دغه اختلاف نظر یی د اسلام او اسلامی امارت او د هیواد له ګټو سره په تضاد کې نه دی. بلکې موخه یی دا ده چې د امارت استقلال هغه ډول وساتل شي لکه څنګه چی د امیر المؤمنین ملا محمد عمر رحمه الله په وخت کې ساتل شوی و.
    باید نوی امیر ملا اختر محمد منصور (حفظه الله) یی هم د نظر احترام وکړي، ځکه د ده پکې شخصی ګټه نشته او د امارت ، ولس او هیواد پکې اسلامی او ملي ګټي دي. نو باید داسې ګامونه پورته کړي چې د ګوانډیانو تر اغیز لاندې رانه شو هغه داسې چې د مرحوم امیر المؤمین په څیر له داخل څخه رهبري وکړل شي او د امارت ټول کارونه داخل ته انتقال شي.
    اسماعيل ځیرک د ننګرهار پوهنتون محصل.

  • د خیرخوا صاحب له لیکنی یوازی ځیرک ورور سم درک کړی کاشکی چی ملګرو موضوع دقیقه څیړلای او هرڅه یی د الوګانو په تول نه تللای ترڅو چچی دامارت اصلی هسته داخل ته نقل نشی مسایل نه حل کیږی تل به دکوټی او اوس د میرام شا په نیټ ورک یادیږو او بل داچی اوس په هیواد کی ډیری سیمی لرو چی هلته ډاډمنه زندګی کیدلای شی
    او د ملا صاحب په حواله یو معتمد کس د قسم په اخیستلو وویل چی پاکستان ته ترپایه نده تللی حتی د سختی ناروغی او اسرار سره په خپل ټول عمر کی یو ځل د روسی اشغال په مهال چی زخمی شوی او بیا د کوټی د سره صلیب روغتون کی تداوی شوی هغه هم تر تحریک 7 کاله وړاندی

  • زه هم دحریا شملزي خور له نظره سره موافق یم چی رهبری که دهیواده بهر وی نوبیا دنورو تر تاثیر ۱۰۰ په سلو کی راځی او خودمختاری دسوال لاندی ده