
په مخه دې گلونه افتخار د افغانانو
د ملا محمد عمر مجاهد د وفات په اړه د سلطان محمود سالمزی شعرې ډالۍ: //
په مخه دې گلونه افتخار د افغانانو //
په زړونو کې مو ځای لرې، وې هار د افغانانو //
نړۍ درته حیرانه ده همت باندې دې ویاړي //
عُمر د زمانې وې قیادت باندې دې ویاړي //
راځي تورو تیارو پسې سهار د افغانانو //
په زړونو کې مو ځای لرې، وې هار د افغانانو //
تاریخ لیکونکی نه وې جوړونکی د تاریخ وې //
گالل دې تکلیفونه سم د حق په لاره سیخ وې //
خزان وهلي بڼ لره بهار د افغانانو //
په زړونو کې مو ځای لرې، وې هار د افغانانو //
همیش دنیا کې ژوند نشته یقین د مؤمنانو //
د حق په فیصلو باندې تلقین د مؤمنانو //
ارمان پاتې په زړونو کې دیدار د افغانانو //
په زړونو کې مو ځای لرې، وې هار د افغانانو //
نصیب دې انعامات د جنتو شه ننگیالیه //
تاریخ به دې وي پاتې په نړۍ کې توریالیه //
کیسې د غیرتونو کړي اظهار د افغانانو //
په زړونو کې مو ځای لرې، وې هار د افغانانو //
عسکر د خدای د دین وې او ساتونکی د اسلام //
غوښتونکی د اسلام وې او مننونکی د اسلام //
مرهم و سالمزیه په پرهار د افغانانو //
په زړونو کې مو ځای لرې، وې هار د افغانانو //