ټولنیزه برخه

راځئ د ژبي او قلم عفت په پام کي ونیسو!

لیکوال: عبدالمالک همت

له بده مرغه په دې وروستیو څو لسیزو کي زموږ د هیواد مادي او معنوي شتمنیو ته پر نه جبیره کېدونکي زیانونو اوښتوسربېره زموږ د خلکو فرهنګ، دودونو، عاطفو، اخلاقو او داسي ډېرو نورو ته هم سترآفتونه متوجه سوي دي.

چي دا زموږ پر ګران هیواد باندي د نړۍ د دوو زبرځواکونو د ناځوانمردانه تېريو او اشغالګریو او زموږ د خلکو هره خوا سره پاشل کېدو او د نړۍ ګوټ ګوټ ته ، په تېره پاکستان ته د کډه کېدو، بې اتفاقیو او ډول ډول ټولنیزو ورانیو او فسادونو او له دین او دیني ارزښتونو څخه د نه خبرتیا او پردیتوب او داسي ځینو نورو عواملو پایله ده. تر دغو څه کم څلوېښتو کالو دمخه زموږ ټولنه یو خوندي، نسبتاً پوښلې او د درناوي وړارزښتونو ته د درناوي او یو بل ته د احترام ټولنه وه. خو متاسفانه یو زیات شمېر عواملو چي دلته پر هغو باندي خبري  د دې لیکني د اوږدېدو لامل کيږي دغه ټول ارزښتونه ګډوډ او پایماله کړل. اوس حالت دې ته رسېدلی دی چي له بده مرغه زموږ یوشمېر ځوانان له علم او پوهي په تېره له شرعی پوهي څخه د بې برخيتوب، له اخلاقي فضایلو څخه د ګردسره لیری کېدو، د بهرنيو جاسوسي ادارو تراغېزی لاندي راتلو او پر ځینو باندی د بې بندوباری د تسلط له امله داسي بې ادبه سوي چي رشتیانی مسلمان افغانان يې په کړنو او څرګندونو شرمیږي. دوی ته به لوی څښتن جل جلاله لارښوونه کوي، خو څه چي زموږ په انساني وس او توان کي دي او د دغو ځوانانو په وړاندي يې زموږ مسؤولیت او وجیبه ایجابوي، هغه نه ځني سپموو او د مسؤولیت له مخي اړ باله سو چي ورته ويې وایو. موږ به کوښښ وکړو چي ځيني دلته ډېر اړین شیان په لنډو ټکو کي وړاندي کړو، په دې ډول:

تر ټولو زیاته اړینه خبره داده چي موږ باید زموږ د ویاړلي فرهنګ دوو اصلي او بنسټيزو ارزښتونو ته ګروهمن، مومن او وفادار اوسو چی هغه یو د اسلام مقدس دین او بل افغانولي ده. هرڅوک چي دغه دوه ارزښتونه په ځان کي ولري ، نو د ټولو انساني خیر ښېګڼي څښتن به وي. که څوک مسلمان او افغان وي نو مثال يې داسي دی، لکه یو نر او بې مېوې نهال چي په مېوه پيوند سي او د خوږې مېوې ډکه ونه ځني جوړه سي. او که څوک له دې دوو ویاړلو او سپېڅلو ارزښتونو څخه بې برخي وی او نوري منحرفي لاري يې خپلی کړي وي مثال به يې داسي وي لکه د ترخو بادامو ونه یا د ترخو بادرنګو یا چمبرخیالو جوړنګ، چي خاوند به يې یا له مځکي کاږي او که يې ونه کاږي هر څوک چي يې خوري د خولې خوند به يې بدوي.

اسلامیت او افغانیت ، یعني: د ټولو ښو او غورو ښېګڼو ګېڼې او څوک چي په رشتیا په دې دوو ګېنو پسوللی او سمبال وي بیا خونو د ټولو ښو، ښادیو او ښېګڼو کان سو او له کانه خوهغه راوزي چي پکښې وي.

بل دا چي موږ باید د دغه اسلامیت او افغانولۍ د فضایلو او ښېګنو په تحصیل او ترلاسه کولو کی زیار وګالو، بیا يې لومړی پر ځان پلي کړو او ورپسې يې د خدای د مخلوق سره په راشه درشه کي عملاً په کار واچوو.

د دې ښېګڼو په سر کي چي باید هرومرو ترلاسه سي اسلامي اخلاق دي. د اخلاقو بنسټ بیا د ټولو پخوانيو او اوسنيو حکماوو په اجماع پردې څلورو فضایلو ولاړ دی:

۱. حکمت ۲. عفت ۳. شجاعت ۴. عدالت.

حکمت: چي د ډېرو ښو علومو په مټ د ډېرو ښو شیانو پېژندني ته وايي د ښو اخلاقو  سر او بنسټ باله سی.  لوی څښتن جل جلاله فرمايي: ﴿ يُؤْتِي الْحِكْمَةَ مَنْ يَشَاءُ وَمَنْ يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلَّا أُولُو الْأَلْبَابِ (269) ﴾ [البقرة:۲۶۹]

ژباړه: هغه (الله جل جلاله) چي (له خپلو بنده ګانو څخه) چاته وغواړي (او وړيې وګڼي، ګټوره) پوهه (او د قول او عمل درست والى) ورپه برخه کوي او چاته چي د پراخي پوهي نعمت ورکړه سي، نو حقيقت دادى چي ډېر لوى خير ورکړه سو. له دې خبرو (نصيحتونو) څخه يوازي هغه کسان درس اخلي(او ګټه ځني ترلاسه کوي) چي د پوهي (او د الله په نور او هدايت د نوراني او روښانه عقل)  خاوندان دي.

عفت: د هغه څه نه تر سره کول دي چي ناوړه وي او نه وي روا او له شهوتونو څخه ډډه کول دي. دا د عفت لنډ تعریف دي کوم چي کېدای سي په پښتو په پاک لمني وژباړل سي. البته د عفت په تعریف کي نور څه هم ویل سوي دي او عفت باید په ډېرو مواردو کي په پام کي ونیول سي ، خو موږ يې دلته څو کرښي وروسته د ژبي د عفت او قلم د عفت په اړه څرګندوني لرو.

شجاعت: د مړاني او زړه ورتیا په معنا دی. هغه څوک چي تر سر تېر وي او د جګړې په ډګر کي زړه ورتیا وښيي هغه ته شجاع وايي. دا فضیلت یا صفت د بې باکۍ (تهور) او بې زړه توب (جبن) ترمنځ وسط حد دی.

عدالت: د نیاو او برابرۍ په معنا دی. دا د انسان داسي فضیلت یا صفت دی چي له حکمت، عفت او شجاعت څخه رامنځ ته کيږي. او دنده يې د دغو درو فضایلو په منځ کي توازن او برابري راوستل دي. په دې کي افراط ته ظلم او تفریط ته انظلام یا پر خپل ځان باندي ظلم منل باله سي.

ښه، اوس به راسو لومړی د ژبی او بیا د قلم د عفت موضوع ته.

د اسلام سپېڅلي دین د ژبی عفت او له ناوړو ویناوو او بدو الفاظو څخه د هغې د خوندي ساتلو په اړه ډېري ښې لارښووني کړي دي. لوی څښتن جل جلاله فرمايي:﴿ وَقُولُوا لِلنَّاسِ حُسْنًا﴾ [البقرة:۸۳]

ژباړه: او خلکو ته داسي ښې خبري کوئ (چي ستاسي او هغو تر منځ الفت راولي او درڅخه متنفر يې نه کړي).

دغه راز لوی څښتن موږ ته په قرآن کریم کي خبر راکوي چي:﴿ مَا يَلْفِظُ مِنْ قَوْلٍ إِلَّا لَدَيْهِ رَقِيبٌ عَتِيدٌ﴾  [ق:۵۰:۱۸]

ژباړه: هر څه وینا چي انسان کوي (او ترخوله يې راوزي) هغه ته څارونکي (حفظه یا کرام الکاتبین) ملایکي حاضری او چمتو دي (پر خبرو او کړنو يې څارنه او نظارت کوي) هغه لیکي او ثبتوي يې.

په دې اړه په قرآن کریم کي نور آيتونه هم سته او ډېر احادیث هم په دې هکله راغلي دي. د قرآن د دغو آیتونو او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم د احادیثو پر بنسټ موږ مسلمانان پر دې ایمان او عقیده لرو چي کرام الکاتبین ملایکي شتون لري او دا يې دنده ده چي د انسانانو ویناوی او کړني ولیکي.

او موږ پر دې هم عقیده لرو چي د قیامت په ورځ به زموږ سره زموږ د ذره ذره اعمالو ښه وي که بد حساب کيږی او هر څه چي مو پر دې دنیا کړي دي زموږ په مخ کي به ایښوول کيږي، لوی څښتن فرمايي:

﴿ فَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ (7) وَمَنْ يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ شَرًّا يَرَهُ (8)﴾[الزلزال: ۹۹ : ۷ ـ ۸]

ژباړه: چا چي د یوې ذرې په اندازه نیکي کړې وي په خپل وړاندي به يې ووینی ( او بدله به يې ترلاسه کړي) او چا چي د یوې ذرې په اندازه بد او د شر کارونه کړې وي هم به یې وویني (او سزابه يې ورکړه سی).

نو چي داسي ده موږ ته ښايي چي هرڅه بد او رد چي مو پر خوله راځي ووایو؟ او د خپلی خولې او ژبی واګي خوشي کړو؟ عفت يې ترپښو لاندي کړو، ښکنځل، باطلي او ناروا خبري وکړو؟ د خپلو مسلمانو همنوعانو په وړاندي له بې ادبۍ کار واخلو؟ زړونه يې آزار او جریحه دار کړو؟ ملنډي په ووهو، سپکاوی يې وکړو، هغه څه پر خوله ورته راوړو چي له ادب، حق او رشتینولۍ څخه لیری وي او زموږ پر ناپوهۍ، بې ادبۍ او بې بندوبارۍ دلالت وکړي؟ د چا له لاسه چي څه بد او ګناه ختلې وي موږ يې وریاده کړو، پت عیبونه يې پر میدان کړو او خپل ځان سپینه ملایکه وايسوو ؟

په دغه وخت کي مو څنګه شیطان له یاده وباسي چي دغه خبري مو کرام الکاتبین لیکي او د حشر په ورځ به دغه خبري او الفاظ زموږ مخ ته ایښوول کيږي او موږ به په شرمیږواو جزا به پر راکوي؟

او بیا څنګه له موږ څخه هېر سي چي زموږ مسلمان او افغان ورور زموږ په دغسي خبرو زهیریږي او د دې پر ځای چي ښه یې راڅخه راسي په زړه کي يې کرکه راڅخه کيږي او دښمن کیږي مو، حضرت علي کرم الله وجهه وايي:

جراحات السنان لها إلتئام…و لا يلتام ما جرح اللسان

(د نېزې ټپونه ښايي چي ژر روغ سي   خو د ژبي ټپ به هیڅکله روغ نه سي.

په نېزه که دي ټپی کړمه رغېږم     روغ به نه سم ستا د ژبی له ټپونو ).

رشتیا چي د یو چا په وړاندي په ناوړو الفاظو برخورد کول لویه ناځواني او له انساني عفت او شرافت څخه میلیونونه کېلو متره واټن نیول دي. لوی څښتن سبحانه وتعالی دي هدایت راته وکړي.

پاته سوه د قلم د عفت خبره. د قلم عفت هم کټ مټ هماغه د ژبي عفت دی ، ځکه پوهان وايي د انسان ژبي دوې دي یوه يې د خولې ژبه ده، بله يې د قلم.

البته قلم او بیان به هله پتمن وي چي د قلم او بیان څښتن پتمن، پرهېزګاره، د لوړی طبعی څښتن او رښتینی وي، څو يې له قلم څخه راوتلي کرښی هم د عفت په پسول ښکلي او پسوللي وي. خو که لیکوال دا اوصاف ونه لري، له هغه څخه باید د قلم او بیان د عفت هیله ونه سي، ځکه  له ښو څخه ښه زيږي له بدو څخه واښه زيږي او له کوزې څخه هغه راوزي چي پکښې وي.

د قلم خاوند چي څه لیکی باید محرک يې د ده خپل ماغزه وي، نه دا چي غلیمانو ګومارلی وي او د هغو لپاره د خپل هموطن زړه آزار کړي او خپله هم بې پته او بې عزته سي. یا داسي څه لیکي چي د اسلام او زموږ اسلامي هیواد په تاوان وي.

رشتیا ! څوک ونه وايي چي موږ خو نن مهال په کمپیوټر لیکني کوو. هو، نن مهال زیاتره همدغه کمپیوټر د قلم ځای نیولی دی او زه چي قلم یادوم مطلب مي هم قلم او هم د دغه کمپیوټر کیبورډ دی.

په اسلامي فرهنګ کي قلم ډېر ستر ارزښت لري، دونه چي لوی څښتن د قلم د سورې په پیل کي په قلم او د هغه په لیکنه قسم یاد کړی دی او فرمايي: ﴿ن وَالْقَلَمِ وَمَا يَسْطُرُونَ (1)﴾[القلم: ۶۸ :  ۱]

ژباړه: ن – قسم دى په قلم اوپه هغه څه چي ليكونكي يې ليكي.

د دغه آیت په تفسیر کي تفسیر پوهان وايي چي د لوی څښتن له خوا په قلم اولیکنه قسم کول په اسلام کي د قلم د خاوندانو د سترتوب او د لیکنو د زیات حرمت او درناوي بیانوونکی دی.

دغه راز د العلق د سورې په پیل کي هم د قلم عظمت او سترتوب ته اشاره سوې ده.

همداشان رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « إِنَّ أَوَّلَ مَا خَلَقَ اللَّهُ الْقَلَمَ ».

ژباړه: لومړنی شی چي لوی څښتن پیدا کړ قلم وو.(ابوداود ، باب في القدر، ۴۷۰۲ شمېره حدیث او ترمذي، ، باب ما جاء في ميراث البنات، ۲۱۵۵ شمېره حدیث، دغه حدیث د احادیثو نامتو کره کوونکي شیخ الباني صحیح بللی دی).

که څه هم په پورتني حدیث کي یاد سوی قلم هماغه د تقدیر او قضا او قدر قلم دی، خو د انسان په برخلیک او مقدراتو کي د قلم ارزښت او ونډه په ښه توګه روښانه کوي. یو دري ژبی شاعر وايي:

قلم گفتا كه من شاه جهانم

قلمزن را به دولت مي رسانم

بيا با من كمي تو مهربان باش

در آنصورت ترا بالا نشانم

نو راځئ د خپل قلم قدر ورکړو ناروا، ناسم، بې پته، ټیټ او ناولي توري او ښکنځل او سپکي سپوري، نېښي او ازاروونکي خبري په ونه کاږو، قلم فروشي پرېږدو، عظمت او سترتوب يې پر ناسیالو غلیمانو ارزانه ونه پلورو. لومړی خو د لوی څښتن سبحانه د دې لارښووني سره سم کړنه وکړو چي فرمايي: ﴿وَالَّذِينَ لَا يَشْهَدُونَ الزُّورَ وَإِذَا مَرُّوا بِاللَّغْوِ مَرُّوا كِرَامًا (72) ﴾[الفرقان: ۲۵: ۷۲]

ژباړه: ( او د رحمان بندگان هغه دى ) چي د درواغو شاهدي نه وايي او كه پر كوم بابيزه شي او ناسمو خبرو باندي ورسي، (ويې ويني او وايې وري) نو د شريفو انسانانو په څېر په وقار تر تېریږي(او نه په ورګډيږي).

‏یعني: نه په دغسي لغو او چټي کارونو کي ګډون کوي او نه هغه خلک تحقیروي چي دغه کارونه کوي، البته په داسی حال کي چي دغه ناسم کاربد ګڼي په وقار له هغه ځایه تېریږي.

او که بیا هم پر کومه لیکنه څه لیکو نو باید سمه کره کتنه پر وکړو، خو بیا مو هم پام وي چي دا کره کتنه موکږه او سپېره کتنه نه کړو. لومړی خو پرېږدو چی کره کتني خپل اهل او متخصص کسان ولیکي او که بیا هم پخپله کره کتنه لیکو، نو باید داسي یو څه ولیکو چي په لوستلو ارزي او حق ووایو او سالمه کره کتنه وکړو. په پیل کي د لیکني ښېګڼي وښیو او بیا يې تېروتني په ادبي انداز لیکوال او لوستونکي ته ورپه ګوته کړو. هسي نه چي د لیکني لیکوال ته سپکي سپوری ووايو او تانې ورکړو او د ځان پر ضد يې قلمي شخړي او دښمنۍ ته وهڅوو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: « الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ ».

ژباړه: مسلمان هغه دی چی مسلمانان يې له ژبي او لاس څخه په امن وي.(بخاري او مسلم). په پای کي اگر درخانه کس است یک حرف بس است.

والسلام.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالرحمان

همت صیب !تاسو په یوه لیکنه کې یو حدیث را اخیستی و،الصلحاء ورثة الانبیاء،ډېره پلټنه مي وکړه خو متآسفانه پیدا می نکړ،که تاسو لارښوونه راته وکړئ،ښه به وي .

عبدالمالک همت

محترم ورور عبدالرحمانه السلام علیکم ورحمة الله وبعد:
زه پوه نه سوم چي دغه جمله زما په کومه لیکنه کي راغلې ده. زما ۲۵ کتابونه چاپ سوي، د افغان مجلې د چلولو مسؤولیت هم را په غاړه دی او په نورو خپرونو کي مي هم لیکني خپرې سوي دي. نو زه يې په پلټلو نه سم پیدا کولای. که تاسي لطف وکړي د دغي لیکني سرلیک (عنوان) راته ولیکئ خوشاله به سم، که دغسي تېر وتنه راڅخه سوې وي د سمولو کوښښ به يې وکړم او تاسي ته دعا کوم والسلام ستاسو خواخوږی عبدالمالک همت.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx