نظــر

ملامحمدعمر او جورج بوش ….!

ژباړه : موسی فرهاد      2015-8-5   –

لیکواله : طیبه ضیاء ….. نیویارک

ملاعمر او جارج بش د تاریخ داسی دوه نومونه دي چې له تصادم څخه یې د اور سرې لمبي پورته شوي ، د وینو ویالي ترې وبهیدي ، د ظلم داسی داستانونه یې ثبت کړل چې له امله یې تش په نوم مهذبو قدرتونو د تل لپاره خپل مخونه تور کړل .  د یو لیری پراته وطن اوسیدونکي ، د هغوی مذهبي اقدار او ملي عنعنات یې په دې وجه تباه او برباد کړل چې پردي دي .

د آزادۍ په نوم یې د سولي او امن جرړي و ایستلي ، موږ ته هغه ویروونکي صحنې او شیبې ښه یادي دي چې د امریکايی چینلونو پر سکرینونو به مو کتلي او اوریدلي چې یو دجال د مسیحا په بڼه افغانستان ته رسیدلی ، د یو انسان په پلمه په لکونو انسانان د هستۍ له صفحې څخه تري تم کوي .
دغه کینه او کرکه دلته هم ختمه نشوه ، بلکي د زروي وسلو په بهانه یې پر بله ځمکه د مرګونو او وحشتونو لړۍ پیل کړه ، په داسی حال کې چې د افغانستان له غرو او رغو څخه د مظلومانو آه او فریاد لا اوس هم اوریدل کیږي.  د امریکایي تاریخ پوهـ چارلس برډ پوه مقوله ده چې وایی : د تل پاتي امن لپاره تلپاتی جګړه اړینه ده ،  له ۱۹۴۵ څخه نیولي، د عراق تربریده پوري امریکا نژدې د دوه سوه یرغلونو ارتکاب کړی.

مشهور لیکوال ګور وائډل د یوولسم ستمبر په اړه تنقیدي تأثرات په کتابي بڼه ولیکل مګر پر خپریدلو یې په امریکا کې بندیز ولګیدی او بیا په جرمني کې چاپ شو .

د کتاب تر تصنیف وړاندي یو امریکایي تروریست ټم تی میک وی په اوکلاهوما کې یوه لویه ملي ودانۍ په بم والوزوله ،(چې په امریکا کې د هغه دا عمل د خپلو حقوقو دفاع وګڼل شوه) پر همدې موضوع لیکوال وائډل ولیکل چې د اسامه بن لادن او ټم تیمیکوی د کړني ترمنځ څه توپیر و ؟
خو تش په نوم د آزادۍ دعویدار امریکا پر هغه بندیز ولګاو ، حتی چې د امریکا په لویه ورځپاڼه (دي نیشن) کې یې پر خپرولو هم بندیز ولګیدی چې خپله لیکوال د یادې ورځپاڼي مرستیال هم وو .

وائډل پخپل کتاب کې لیکلي چې زموږ حکومتي پالیسۍ ثابته کړه چې پر کرکي ، نفرت او نا انصافي ولاړه پالیسي ده ، ځکه چې د اسامه بن لادن او ټم تیمیک وی کړني یې په یوه تله ونه تللي .

حالانکه میک وي هم د ملکي آزادۍ یعني د خپلو خلکو د حقوقو د ترلاسه کولو لپاره قرباني ورکړه ، او د اسامه بن حمله هم د مسلمانانو د حقوقو د ترلاسه کولو پخاطر وه ، همدا وجه ده چې په اسلامي نړۍ کې د اسامه  خواخوږي هیڅکله کمه نشوه .

خو امریکا دا موازنه برداشت نکړه ، بلکي د اسامه بن لادن حمله یې تروریستي عمل وباله او د میک وي،  دا،  نه .

ښاغلی وایډل په خپل کتاب کې وړاندي لیکي: چې امریکه د هیټلر تاریخ تکراروي ، او غواړي چې پر نړۍ خپله باداري په زور ومني .

ولسمشر بوش وایی ، د تروریږم پرضد جګړه د بدۍ پر ضد جګړه ده ، او په اصل کې دا یو پوچ خیال دی .  پکار دا ده چې د میک وی او اسامه بن لادن کړنو ته په یوه نظر وکتل شي ، چې دواړه د امریکا د کړنو عکس العمل وبلل شي .  ویلای شم چې د نړۍ ترټولو خطرناک ترهګر تنظیم پخپله امریکا ده .

د ملاعمر له مړیني سره د رواني پیړۍ د تاریخ یوه لویه برخه تړلي ده ، ما د خپلي ډایري پاڼي پلټلي ، پر څو داسی پاڼو ورمخ شوم چې د وینو په سیاهي لیکلي شوي وي . یعنی د ډایري دا برخه د داسي خونړیو جګړو له حوادثو ډکه وه چې په دې پیړۍ کې یې بیلګي موندل ناشونی کار دی . او دا د شمال ټلوالي په لاسونو ترسره شوي خونړۍ کارنامې وي .

د عفیفو میرمنو او کمرعمره زلمیانو له ابرو ریزي نیولي ، تر غیر انساني وژنو پوري ، له هیڅ ډول وحشت څخه مخ نه دی اوښتی .  او دا د ناقانونه وسلوالو له لوري ترسره کیدل .

دا پر هغه بدمرغیو برسیره وي ، چې د کمونیستي رژیم له لوري خواوشا یو میلیون کرل شویو ماینونو هم د خلکو د ژوند ډېوې پرلپسې مړي کولي . او په میلیونونو افغانان د وطن پریښودلو له لاسه کړیدل .

خو همدا د ملاعمر په مشرۍ طالبان وو چې د اختناق دغه حالت یې ورورو ختم کړ ،  مګر امریکا د خپلي حملې د جواز لپاره همدغو طالبانو ته سخت دریځي ویل . په دې وجه چې خپلو افغان میرمنو ته یې د بش له خوښۍ سره سمه آزادي ورکولو ته تیار نه وو .

طالبانو اوږدې ږیري درلودي ، خو چونکه یهودیان نه وو ، د بش ځکه نه خوښیدل ، ښاغلی بوش ته یوازي یهودي لوی ږیري د درنښت قابل دي او ورته سلام کوي .

د ملاعمر طالبان د امریکا له نظره ظالمان وو ، ځکه خو یې پریکړه کړي وه چې د تل لپاره يې باید نیست او نابود کړي .

له همدې ځایه وه چې د بوش د ترهګرۍ بیلګې نړۍ په خپلو سترګو ولیدلي ، په افغانستان کې یې ویالې د اوبو پرځای په معصومو وینو ډکي وبهولي .

هغه افغان میرمني چې د تل لپاره د غیرمحرم له نظره خوندي وي ؛ ولي بش  د هغوی تلاشي اخیسته . د آزادۍ په نوم یې له هغوی نه د هغوی ماشومان تري بیل کړل او کورونه یې په بمونو ورته وران کړل . او میندي یې د تل لپاره د مرګي په خوب ویدي کړلي . او د امریکا د دې ترهګرۍ په وړاندي د « اُف » ویلو جرأت چا نشو کولای ، چې بیا به د تروریستانو په لیست کې ورګډیده .

د یولسم ستمبر پیښه په نیویارک ښار کې رامنځ ته شوه ، خو سزاء یې افغانستان ، عراق بلکي ټولي اسلامي نړۍ ته ورکول شوه . او همدا د مشر بوش ارمان و چې پوره شو . ځکه اوس په امریکا کې دا نه ختمیدونکي جګړې ته بوش پالیسي نوم ورکول کیږي.   اوس چې نړۍ په کوم اور کې سوځله کیږي ؛ د دې اصلي ماسټرماینډ یا پلان ګذار، بوش او د هغه حلقه ده .

نن چې خبر خپریږي د طالبانو مشر ملاعمر وفات شوی ، دا خبر نه دی ، بلکي خبر دا دی چې له افغانستانه د جارج بوش د پیل شوي ترهګريزي جګړې عمر ډېر دراز دی او مرګ نلري .

پای :  ———————————————————-  !!!

ژباړه : موسی فرهاد
2015-08-05

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حبیب

د نن ټکی آسیا د ادارې ځخه په احترام سره خو په ډېره ټینګه غوښتنه کوو چې ښاغلي امير المومنين رحمه الله ته د منسوب تصوير سره دومره نژدې او په يو برابر د بوش غوندې ملعون انسان دا کرېهه ځېره ژرتر ژره لرې کړي.

حافظ

دنن أسبا محترمو مسؤلينوته . تاسي خو تر أوسه داسي بيعقلي نه وه كري . ده داسي عظيم رهبر او اميرالمرمنين سره ده داسي ملعون كافر عكس او بيا ده داسي أحمقانو خبري تاسي سنكه نشروي . دخداي فه خلطر لز أنصاف فه كاردي

عبدالرازق

عجیبه ده د طالبانو جنایتونه او وژنه هیچ مشکل نه لری او نباید تر نیوکې لاندی راسی اما در نور وژنه او جنایات غیر قانونی جنیایات دی همدغه طالبان وو چې امریکایان يي زمور خاورو ته وبلل. دواړه د یو پلار زامن دي. هیچ توپیر پکي نشته. طالبان د خلکو او بی ګناهو په وژلو سر بېره در هېواد شته منۍ يې هم ايرې کړل او قومی و نژادی خورځنګ يط را منځ ته کړ او او دهغه په لمپو کی تیل وشیندل. بوش یا اوباما یا آمریکا د طالبانو سره یو ځای در غیچي دو خواوی دي چې زموږ… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x