افغانستان

زاخېلوال د ملا محمد عمر پر فاتحو بنديز د افغانانو د دود مخالفت بللی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماليې وزير او افغان سياستوال حضرت عمر زاخېلوال وايي چې د ګډ حکومت له لوري د ملا محمد عمر مجاهد پر فاتحو بنديز د افغان دودونو مخالفت دی.

زاخېلوال پخپله فیسبوک پاڼه وروسته له هغه خپل دریځ څرګند کړی دی، چې د ملي امنیت ادارې د ملا محمد عمر مجاهد پر فاتحو بنديز ولګاوه او اجرايوي رییس يې د ګډونوالو د نیولو امر ورکړ.

زاخېلوال وايي چې د دولت له لوري دغه ډول اقدام په دين کې جواز نه لري او په ويننا يې د سولې د خبرو له اهدافو سره هم په ټکر کې دی: «د افغانانو د عرف خلاف ده، زموږ دمقدس دین جواز نلری او د سولی د خبرو د اهدافو سره په ټکر کی ده. »

زاخېلوال د چا نوم نه دی ياد کړی خو ويلي يې دي چې د مشهورو جنګي جنايتکارانو یوازې نه چې فاتحې اخېستل کېږي، بلکې رسمي تلېنونه نمانځل کېږي خو د ملا محمد عمر پر فاتحه بنديز لګېږي.

هغه لیکي: «د ‌‌‌‌‌‌ډیرو سوال برانګیزه څیرو چې ځینی يې د افغانستان د ناورین اصلی عاملین ګڼل کیږی او په شواهدو ولاړ جنګی جنایتونو تورن وو د مرګ رسمی تلینونه لمانځل کیږی فاتحی خو یې لا څه کوی مګر د ملاعمر د فاتحی ګ‌‌‌‌‌‌ډون کوونکو ته د امنیتی ارګانونو له لوری د حملی او بند ګواښ کیږی.»

زاخېلوال په داسې حال کې د دولت له لوري دغه اقدام غندي، چې په ګڼو سیمو کې د ښوونځيو، پوهنتونونو او مدرسو زده کوونکو، قومي مخورو او د ملا محمد عمر مجاهد ارداتمندانو د نوموړي د فاتحې مراسم ترسره کړل.

که څه هم ملي امنیت د ملا محمد عمر د فاتحې مراسم خپل «مشروع اهداف» بللي و او پرې د بريد ګواښونه يې کړی و، خو پر دې سربېره د کابل پوهنتونو زرګونو محصلينو د دې پوهنتون د لیلیې په مسجد کې دغه مراسم ترسره کړل او ملا محمد عمر مجاهد يې د پاټکيانو پر وړاندې مخکښ مبارز وباله.

د حضرت عمر زاخېلوال د فیسبوک پاڼې عکس
د حضرت عمر زاخېلوال د فیسبوک پاڼې عکس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سبا ظاهر

د زاخیلوال صیب دڅرګندولو څخه ډیره مننه

مولوی دیوبندي

عجیبه دمسعودتلین لملانځل کیږی دملاعمرپرفاتحه بندیزدافغان حکومت پښتنوکه پښتانه یاست راسی دطالب ملګری شی

مولوی دیوبندي

عجیبه دمسعودتلین لمانځل کیږی دملاعمرپرفاتحه بندیزدافغان حکومت پښتنوکه پښتانه یاست راسی دطالب ملګری شی

popalabdullrahim76@yahoo.co

زما له نظره پر فاتحو باندی بندیز غیری اسلامی عمل دی ځکه فاتحه دژوندیو حق دی۰(دهراودی)

عبدالرازق

ملا عمر د افغانستان دښمن و نو دا هیله پر ځای نده چې په افغانستان کی د هغه د لمانځلو لپاره باید هيڅ خنډ شتون و نه لري. زاخیلوال پخپله طالب دی زاخیبلوال هغه څوک دی چې د وزیرستان ترروریستان کله چې د خپلو وسلو سره پکتيآ ته را کډه شول ُ د هغوئ بدرګې ته ولاړ او هغوئ ته يې ښه راغلاس وویل او مالی کمکونه یې ور سره وکړ. ا

عبدالرازق

د مولوي ديوبندي له نظره طالب یعنی پښتون! اسلام یعني پښتون! جهاد یعني د پښتانه و جنګ د غیر پښتنو سره! دا دی د طالب منطق او اسلام!

khaliqi

زما له نظره پر فاتحو باندی بندیز غیری اسلامی عمل دی ځکه فاتحه دژوندیو حق دی۰(دهراودی)

احمد

عبدالرازق خانه! ریښتیا ووایه چې ته چا او په څو اخیستی یې؟ که ته د امریکا او د هغوی د غلامانو له ډلې څخه نه وې نو له نظر څخه دې څرګنده ده چې حامي خو به یې وې. ته هم د هماغه خدای وهلي پروفیسور په شان باید ووایې چې ستا امریکایي باداران په بشریت (په تیره پښتنو) باندې لوی لوی بمونه وغورځوي. هر څوک د خپل فکر او عقیدې ښه ښکارندوی دی.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx