نظــر

د پل چرخي نمایشنامه

lutfullah-mashalنن سهار وختي چې لا په کابل کې رسمیات نه وو پیل شوي دکرزي دملي امنیت ویاند لطف الله مشعل دنوم نه اخیستلو په شرط ځینو همرازو رسنیو ته په غوږ کې ورکړل ترڅو دکابل په ختیځ کې دملي امنیت لخوا دیو لړ عملیاتو اوازه خپره کړي  .
ځینو ویب پاڼو او راډیو ګانو دا خبر په پیل کې  خورا ګونګ او ژوولی خپور کړ ، چې وروسته  دملي امنیت په استازۍ لطف الله مشعل  رسنیو ته وویل چې دکابل دختیځ په پل چرخي کې یې ۸ تنه فدایان له منځه وړي دي  .
طالبانو ته نږدې سرچینې وایي  چې دوی په خپل اړخ  کې تر وروستۍ کچې پوښتنې او ګرویږنې کړي دي ، خو داچې نن دې ددوی لخوا په کابل کې عملیات پلان شوي وو او یادې په پلچرخي کې دوی ته تلفات رسیدلي وي ، هیڅ څرک یې هم نه دی ترلاسه کړی .

له دې جریان څخه ښکاري  ، چې دکابل دملي امنیت دوروستیو تمثیلي هڅو په شان دپل چرخي کیسه هم هغه دملایانو په خبره ( فیه مافیه ) ده ، یعني هیڅ حقیقت نه لري  او یوازې مشعل په دې حقه روژه کې په دروغ ویلو ځان پرې ګنهګار کړی او رسنۍ پرې سرګردانه کړي دي  .
د ډیرو په باوره خو دکرزي دحکومت بیړه له دې ځایه غرقه ده ، چې د استخباراتو او ستراتیژیکو مطالعاتو غوندې  په  مهمو څوکیو یې شاعران ټاکلي دي ، استخبارات په حکومتدارۍ کې ترټولو حساس او مهم پوست دی ، چې په نړیواله کچه ترټولو برجسته ، جدي او واقعیت ګرا کسان ورته انتخابیږي .
دمصر داستخباراتو دمړه شوي  مشر  عمرسلیمان په اړه  ویل کیږي ، چې هیڅکله داسې نه دی لیدل شوي چې په څیره کې یې دبي پروایۍ نښې ښکاره شوي وي ، له همدې امله دځینو په باور  دنوموړي داسې عکس نه موندل کیږي ، چې نوموړی دنورو سیاسیونو غوندې په کې موسک شوی وي .
خو راشئ دکرزي استخباراتو ته  چې دیوویشتمې پیړۍ په انسانیت باندې د دیبانو او شاپیریانو دعالم خیال کوي او ( ادم نشته  بوی یې شته ) ورباندې مني ، له تیرو څو میاشتو راهیسې ملي امنیت پله پسې هڅه کوي په خلکو هغه  پیښې او لاسته راوړنې ومني چې هیڅ خارجي وجود نلري ، چې دا ددوی دسادګۍنغد دلیل دی .
ملي امنیت والا دپل چرخي دنمایشنامو  غوندې د تمثیلي  او دروغجنو  نیولو ، وژلو ، عملیاتو او لاسته راوړنو  له لارې هڅه کوي  ترڅو سترګورو افغانانو ته خپل ادعائي نبوغ  اثبات کړي ، دهمدې لپاره دوی درسنیو له لارې او په تیلویزوني پردو وخت په وخت  غاښونه بریښوي ، خو سترګور افغانانو ته دهغه سخوندر دغاښونو کم او کیف  ترهرچاښه ورمعلوم دی چې یوولس کاله یې دافغانستان په اخوره خوړلي ، نو ځکه  یې په دا ډول نمایشنامو نه دوکه کیږي .

زخمي افغان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x