افغانستان

شیر محمد ستانکزی د طالبانو سیاسي دفتر مشر ټاکل شوی

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۱۴مه، ۱۳۹۴ل): نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې شیر محمد عباس ستانکزی د سید محمد طیب اغا د ځای ناستي او د طالبانو سیاسي دفتر د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.

ښاغلي ستانکزي تېره ورځ د ملا اختر محمد منصور په ملاتړ اعلامیه هم خپره کړه او له هغه سره یې بیعت اعلان کړ.

نوموړی د سید محمد طیب اغا په مشرتوب کې د سیاسي دفتر مرستیال و.

سید محمد طیب اغا د تېرې دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه، خو زیاته یې کړه چې د ملا محمد عمر د ملګري او د هغه د امارت د یو فرد په توګه به د طالبانو خدمت ته دوام ورکوي. نوموړي په پاکستان کې د نوي زعیم ټاکنه «تاریخي اشتباه» بللې وه او په طالب مشرانو یې غږ کړی و چې د پخواني مشر ملا محمد عمر په شان په داخل کې په ازاد او خپلواک ډول د هیواد برخلیک ټاکونکې پرېکړې وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر نوی مشر «شیر محمد ستانکزی» د لوګر ولایت اوسیدونکی دی او په پخواني جهاد کې د مولوي محمد نبي او پروفیسر عبدالرب رسول سیاف په تنظیمونو کې د مخکښ غړي په توګه پاتې شوی. نوموړي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د بهرنیو چارو او د عامې روغتیا په وزارتونو کې د معین په توګه دندې ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی ابراهیم

موږ خو په تمه ؤ چی طیب اغا به د افغان ولس او مجاهدینو غوښتنه ومني او بیرته په خپله دنده پیل وکړي، خو خیر دا هم بد ندی. الله څخه ورته توفیق د خدمت غواړو

حنیف

طیب اغا ته:
بورا به خدای په گلو موڑ کڑی – باغوانه ستا نیمگڑی نیت می ژڑوینه

طیبه راشد

ای بیچاره
طیب آغا شخص معتمد ملاصاحب مرحوم بود بخاطر ملاصاحب این حرف خوب نیست که به او بگویی طیب آغا بخاطریکه مثل شما غلامی اختیار نکند از موقف خود کنار رفت نه اینکه چشم خود را پوت کده راه غلامی پیش بگیرد بهتر است مشران امارت کمی سوج کند این شخص با غیرت چرا پس زده شد.

سبا ظاهر

قران کریم فرمایی؛

عسی ربنا ان یبدلنا خیرا منها انا الی ربنا راغبون.

ژباړه: قریبه ده چی زمونږ رب مونږ ته ددی نه ښه بدله راکړی مونږ خپل رب طرف ته رغبت کونکی یو.

د اغا صیب د کور اباد وی زمونږه هم خدای شته

طیبه راشد

خدا عاقبت بخیر کند سید طیب آغا مرد روشن و با غیرت امارت بود این فرد نو از تنظیم سیاف بوده چه خبر است آیا طالبان میخواهند بعد از مرگ خود کم کم به طرف سیاف و سیافی ها رجوع کنند.

عثما آکا دهلمند ولایت اوسیدونکی

منصور صاحب سه کوی
دملاصاحب اعتمادی شخصسنگه استعفأ منلی ده او دهغه پر زای دمرتده سیاف تنطیم سری سنگه دآغاصاحب جایگزین وسوه.
زه خو دیر حیران او دزما زره دیر درد راغلی. انالله واناالیه

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x