افغانستان

لوګر کې د چټک غبرګون په قطعه سرتېری بريد شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): لوګر ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې نن سهار وختي د ولايت مرکز پل علم کې د چټک غبرګون په قطعې سرتېری بريد وشو، چې له امله يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چاودنې په اړه لومړني معلومات وايي، چې چاودنه کې لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر ولايتي شورا غړي وايي، چې د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم او د چاودنې د زور او قوت له امله کېدای شي په پراخه کچه مرګ ژوبله اوښتي وي.

د لوګر والي حليم فدايي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې چاودنه د ولايتي شورا ودانې ته څېرمه د چټک غبرګون عسکرو پر ودانۍ شوې او تر اوسه د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لري

د نن ټکی اسيا ځايي همکار وايي، چې چاودنه د چټک غبرګون او پوليسو پر ګډه ودانۍ د ټانکر موټر بم په واسطه شوې ده او د چاودنې غږ دومره قوي و، چې غږ يې تر لرې سيمې پورې واورېدل شو او د ګڼو ودانيو شيشې يې هم ماتې کړي دي.

طالبانو د چاودنې مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې څرګنده کړې، چې نن سهار ۷:۳۰د عبدالخليل په نوم د دوی يو تن سرتيري له چاوديدونکو توکو ډک موټر په واسطه د سپېشل فورس او چټک غبرګون پر ودانۍ سرتېری بريد کړی، چې له امله دغه ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې او شاوخوا سلو عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

راپورونه وايي، چې د چاودنې له امله د ولايتي شورا ودانۍ ته هم زيان اوښتی دی.

داسې راپورنه هم شته، چې کېدای شي د دغه قوي بريد له امله ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x