د پښتون خوځښت غندنلیک!

پدې وروستیو کې د حکومت امینتې ادارې په هيواد کښې د طالبانو د مشر د فاتحې د مراسمو په اداء کولو بندیز ولګاوه چې په ریښتیا هم د حکومت د کمزورۍ او بې وسۍ ښکارندوینه کوي.

داسې بندیزونه نه زمونږ د اسلامي او افغاني ارزښتونو سره سمون خوري او نه هم د اوسني نظام له کړنو او سیاسي تګلارو سره.

په اسلامي او افغاني ټولنه کې د فاتحې پر ځای کول یوه وجیبه ده او مونږ ورته د عقیدې پر بنسټ ژمن یو، په همدې خاطر دا د اسلامي او افغاني ارزښتونو خلاف یوه کړنه ده.

له بل پلوه که د حکومت له نظره د طالبانو د مشر د فاتحې اخیسته او لمانځنه ناسم کار دی نو بیا دلته د هغو جنګسالارانو، قاتلینو، غلو، مافیایي څېرو، کاغذي او پروتوکولي قهرمانانو تلینونه او د مړینې مراسم ولې په شان او شوکت سره نه یواځې دا چې لمانځل کېږي بلکې د همدې حکومت لخوا ورته ځانګړې رخصتۍ او د ولسي بوديجې څخه حمایوي مصارف هم ځانګړي کېږي.

د حکومت له لورې داسې او ورته توپیریز چلندونه دا په ډاګه کوي چې پدې نظام کې مشخصې کړۍ همېشه په خپله د خلکو، ملیتونو او قومونو تر مېنځ د تفرقې او نفاق باعث ګرځېدلی او هیواد ته یې ناوړې پایلې درلودلي.

په درنښت

د جګړې ضد ځوانان

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د