افغانستان

د ناټو قومندان: هره میاشت ۴۰۰۰ افغان عسکر تښتي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د ناټو عمومي قومندان وايي چې د دوی د روزل شويو عسکرو له ډلې نه هره میاشت ۴۰۰۰ تنه له خپلو دندو تښتي.

جنرا جان کيمپل په واشنګټن کې د د بروکینګز موسسې په یوه ناسته کې وویل چې په دومره شمېر عسکر ځکه له خپلو دندو تښتي، چې په خبره يې په افغان امنیتي ادارو کې کمزوری مديريت موجود دی.

د امريکا په مشرۍ د ناټو د یرغل پلويان او ګډونوال په افغانستان کې د عسکرو منځته راوړل، روزنه او تمویل لویه لاسته راوړنه بولي، خو جان کيمپل يې پر دې شمېر تېښتې اندېښمن کړی دی.

کيمپل د ډېرو هغو عسکرو په څېر چې دندې يې پرې ايښې، د هلمند مثال ورکړ، چې د دوی روزل شوي افغان عسکر پکې یوازې دفاعي حالت لري، نوموړي وویل که کوم عسکر له شپږ میاشتې پرلپسې جګړې وروسته کورته لاړ شي، بېرته هلمند ته زړه نه ښه کوي.

د ملي دفاع وزارت چارواکي هم مني چې په میاشت کې زرګونه تنه عسکر مري، تښتي یا هم لا درکه کېږي.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري وايي مني چې په میاشت کې د جګړو له امله، دوه – درې زره تنه کمېږي، خو د ده په خبره دا شمېره کله زرو ته راټيټه شي او کله پنځه زره ته ورسېږي.

کيمپل په داسې حال کې د خپلو روزل شويو عسکرو له تېښتې سر ټکوي، چې د دوی په وینا په روان میلادي کال کې د جګړې ټول مسوولیت د افغان عسکرو په غاړه دی، د کيمپل د ملګرو مسوولیت د دوی روزنه، تمویل او مشوره ده.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار ادارې هم ورته راپور خپور کړی او په يو کال کې يې يوازې د تښتېدلو عسکرو شمېر ۱۵۰۰۰ تنه ښوودلی و.

افغان لوړ پوړي پوځي منصوبين هم مني، چې د دوی ګڼ عسکر له دندو تښتېدلي او د اردو او پولیسو ټاکلی شمېر لا هم نه دی پوره شوی، خو ډېر لوړپوړي نظامي مسوولین په پوځي پنډغالو کې د مېشتو عسکرو تعداد لوړ ښيي او پر سر يې اخیستل شوې پیسې په جېبونو کې اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ننګیالی

شکر….. الله.

ډیر شکر دی.

إن الذين كفروا ينفقون أموالهم ليصدوا عن سبيل الله فسينفقونها ثم تكون عليهم حسرة ثم يغلبون

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x