نظــر

دبي بي سي په دفاع کې د تاندوالو دریزاو پراسلامي عقیده ګزارونه

bbc-pashtoغوښتنه  : زه د درنو لوستونکو څخه په ټينګه غوښتنه کووم چې لیکنه دې تر پایه ولولي بیا دې په خپل ضمیر کې قضاوت وکړې او ورسته دې زما په وړاندې دحق او ناحق پریکړه  وکړي خکه زموږ بدبختي داده چې په افغانستان کې داسي احساساتي ځوانان شته چې دبي بي سي په څېر دځینو کسانو نوم په کومه لیکنه کې وګوري نو قیامت شه  ته به وای چې بلا تشابه چا د قران پاڼو ته مرداري ګوتي وروړې . او بس دکلیشیوي جوابې لیکنو لیکلو ته ملا وتړي  او دموضوع پر ځای د لیکونکی پراملا او انشا غرونه راچپه کاندي .

دبي بي سي غیري اخلاقي انځورونه :   

دروژې مبارکي میاشتې په مقدسو شپو کې د بي بي سي پښتو ویب پاڼي کارکونکي په قصدي توګه دالمپیک لوبو هغه بربنډ انځورونه دپاڼې پرمخ ږدي چې لمخي بی بي سي غواړي خپل بایللی حیثیت د غیري اخلاقي میلان له لارې په ځوانانو کې بیرته خوندي کړي .نو ځکه په قصدي ټوګه یوازي هغه انځورونه دپاڼې پرمخ ږدي چې انساني شهوت پورته کوونکي وي او دلوبغاړو  ښځو دفرجونو سوړي ئې له نیکرونو له ورایه ښکاري . دالمپیک په لوبو کې هره ورځ څه باندي شل زره انځورونو په کامرو کې اخستل کیږي خو دوي یوازي پکښي هغه انځورو خوښوي چې ددوئ داخلاقواو ذوق سره سم ځوانانو ته میلان وربخښي .

که له یوې خوا دغه کار د زیاتو افغانانو لخوا دفیسبوک په ټولنیزه پاڼه په سختو تکو وغندل سو. خو بل پلوځينو لیکوالو هم ورباندي داسلامي احکامو په ړنا کې لیکنې کړې چې الحمداله ټولو اسلامپاله او ملي افغاني پاڼواو په کابل کې یوشمیر ورځپاڼو  خپرې کړې او ددغه کار په غندنه کې ئې خپل ملي او اسلامي رسالت تر سره کړ .

تیره ورځ په کابل کې د ولسپالو افغان ځوانانو ټولني دیوې احتجاجي لیک په خپرولو سره هم دولسمشر کرزي څخه غوښتنه کړې وه چې د افغانستان د ملت د اسلامي افکارو څخه دي ددفاع ورکړي . او ددې کار دمنخنيوي لپاره دي دبي بي سي والو ته څرګند سبق باید ورکړل شي .

داچې بي بي سي دافغانانو د کلتور او اسلامي  افکارو خلاف کار کړی او افغان بریښنائې رسنیو دهغه په غبرګون کې لیکني خپرې کړي زه دهغوی یو اسلامي مسولیت بولم . خو نن دبې بې سي په دفاع کې د تاند ویب پاڼې  پرمخ یو عجیبه او دطمعي خلاف کفري لیکنه ددې لپاره خپره سول چې ولي العیاذب الله دبي بي سي پرپښتو پاڼي باندي چا نیوکه وکړل .

زه غواړم ددې لیکني په اوږدو کې پردرې شیانو رڼا واچوم او قضاوت تاسو لوستونکو ته پریږدم .

لومړی : دبي بی سي او تاند ترمنځ اړیکې دوهم دتاند لپاره په مستعار نامه دلیکنې ضرورت دریم دتاند دلیکنې کفري محتوا چي درې واړه به په بیل بیل عنوان لاندي وڅیړو .

لومړی د تاند او بي بي سي پښتو پاڼې ترمنځ  اړیکې :

دبي بي سي ویبپاڼه په لومړي سره کې په غیري رسمي ډول د بي بي سي د یو کارکونکي ښاغلي ایمل پسرلي په زیار او هڅورامنځه شوه چې په سبمبولیک ډول ئې خپروني درلودې  خو کله چې په افغانستان کې په وروستیو لسیزوکې مطبوعات ازاد سول  او نوي راډیوګانې ، تلویزونو او برښناپاڼې رامنځه سولې نوبي بي سي خپل حیثیت ورو ورو دلاسه ورکړ  او دبي بي سي پښتو راډیو کارکونکو په سر کې ایمل پسرلي د برطانیا حکومت ته د خپل حیثیت بایللي موقیف د پټولو لپاره د بي بي سي ویپپآڼې درسمي کیدوغوښتنه په وارو وارو تکرارول چې بېلاخره دبرطانیا حکومت  ددولتي بودیجې څخه د ویب پاڼې لپاره هم ځانګړې بودیجه بیله او دغه پاڼه ئې رسمي کړل . په  اوس وخت کې ددغي پاڼې ټولي چاري یوازي ښاغلي  ایمل پسرلي په لاس کې نیولي دي او ځان ددې پاڼي خالق بولي . ښاغلي ایمل پسرلی   دافغانستان د یو نوم وتي شاعر محمدصدیق پسرلي  زوی دی  همدا رانګه د ښاغلي صدیق پسرلي دوهم زوی د  ازادۍ راډيو نطاق عصمت څاروان چې دتاند پاڼې  څښتن او چلونکئ دی دایمل پسرلي ورور دی چي زه ئې دتاند دغه کفري لیکني لیکونکی بولم ځکه ددغه لیکنې منځپانګه  دده دقهر ، اخلاقواو خپلوي د دفاع ښکاره ثبوت کیدای شي

دتاند لپاره په مستعار نامه د لیکني ضرورت :

دبي بي سي ددغسي ناروا ،غیري قانوني او غیرې اخلاقي  نشراتوپه ترڅ کې چې ټول د ښاغلي ایمل پسرلي په اډانه کې دهغه داخلاقو او ذوق په نمایندګي کوم بربنډ انځورونه د روژي په مبارکه میاشت کې  پرپاڼه راښکاره کیږي ښاي  ښاغلي څاروان ته هم یو عادي دلوبو انځورنه بریښي او پرځای ددې چې خپل ورور ته توصیه وکړي چې  ددغه انځورونوضرورت څه و او ترڅنګ ئې سلګونه نور دهمدې لوبو  انځورونه شته چې دافغاني ټولني سره په ټکر کې ندي ،ولي هغه نه  خوښوي تاسي ولي په زرونو انځورونو کې په هغه انځورو پسې ګوری چې د لوبغاړو ښځو فرجونه پکې دورایه ښکارې . برعکس د عصمت څاروان  ګړندي عکس العمل هغه  دخپل ورور او دهغه دکړینو دفاع ته اړویستلی دی  . او دملازاهد نقشبندي په مستعار نوم ئې  سترګې پټي کړی او خوله خلاصه کړې ده .

دملا + زاهد + نقشبندي د دریو سپیڅلو کلیمو لاندې چې دوئ پر خپله پاڼه څه چټیات نشر کړي دیو ټک او دوه نښانه  لپاره ئې کړي چې له یوې خوا د خپل ورور په اخلاقي ذوق  دپردې دغوړلو هڅه ده او له بلي خوا غواړي چې خلکو ته په دغه لیکنه  داسي وښائې چې دا کوم کار چې دوی کړی  د یو ملا په نیزد چې دنقشبندي طریقې پیرو هم دی  یو ښه او اسلامي کار دی . چي دا په خپل ذات کې یو ستره ګناه ده . چې اسلامي  افکار په ګمراه کوي . ډیر ځله مې اوریدلي وه چې په تاند کې هغه لیکنې چې ددوی دزوق سره سمي نه وي نو درلاندي ئې په مسلسل ډول منفې تبصرې په یو او بل نامه لیکې . خو نن مې ددوي په پاڼه کي یو ورور د بل ورور په دفاع کي داسلامي اساساتو پایمله کیدل په خپلو سترګو ولید .

دتاند دکفري لیکني محتوا :

په دې برخه کي راځم هغه لیکنې ته چې ملاڅاروان موږ له پراګ څخه اسلام څنګه تعریفوي .

تاند(په يوه ويبپاڼه کى مى د انجينير ع ف اغا په نامۀ د يوه سړي ليکنه ولوسته چى عنوان يي و : ‎« بي بي سي پښتو فحشا خپروي اطلاعات او کلتور ویده دی»
   زما نه له بي بي سي سره سر و کار شته نه له کلتور وزارت سره خو دا عنوان د دى سبب شو چى دا مقاله ولولمه. دا سړى په دى خپه دى چى په بي بي سي پښتو اينټرنيټ پاڼه کى د اولمپيک عکسونه چاپ شوي چى بعضى يى د نجونو پښى ښيي او د ده په خيال دا فحاشي ده. لکه د مقالى په پاى کى چى خلکو په خپلو تبصرو کى ليکلي دي دا عکسونه يوازي په پښتو کي نه بلکى په فارسي ، اردو او نورو د بي بي سي په پاڼو کى هم خپاره شوي دي. خو انجينير ع ف اغا د افغانستان د کلتور وزارت ته يوازي د بي بي سي پښتو د محاکمه کولو غوښتنه کوي.)

ښاغلي ملاڅاروان دغي لیکنې دونه په عذاب کړي دی چې جوابي لیکني ته ئې هڅولي په خپله وائې چې دبي بي سي سره ئې کار نسته لاکین لیکنه ئې دبي بي سي په دفاع کي کړي بیا په ډیره سپین سترګي وائې چې په ځینو انځورونو کې د ښځو پښې ښکاري او دا کار دبي بي سي نورو پاڼو هم کړي دي

اول خو تاسي ملاڅاروان دخپل مور، ترور ، خور ، میرمیني او قبلګا په مخکي دغه انځورونه پرانیزی اوبیا دټولو پوښتنه وکړي چې ایا دغه یوازي پښې دي او که . …….
دوهم  موږ دافغانستان اوسیدونکي خلک دبي بي سي نشرات یوازي او یوازي دافغانستان لپاره بولو او دي   ، دغسي بربنډتیا افغانانو ته نه یوازي د اسلامي اړخه بلکي په کلتوري لحاظ هم هیڅ کله دمنلو وړ نده هره ټولنه ځانته کلتور او عنعنات لري زموږئې په اردو او نوروژبو څه هغه پوه شه خپل ولسونه  ،  دافغانستان نجیب ولس ته ستاسي دغه عمل یو فحشا او اخلاقي فساد دی او د افغانستان په قوانینو کي باید  ورسره ورته عمل وشي .

تاند(د دغه ډول کسانو فکر عجيب دى. اول فحشا څه ده، دويمه خبره دا چى دغه سړي د بي بي سي پښتو همکارانو ته نا افغانه او د انگريز خادمان ويلي دي، خپله به يقينآ چى په يوه اين جيو کي کار کوي، البته که تر اوسه په کوم زانمرگي کي خپله الوتى نه وي)

زه حیران یم چې ملا څاروان او دده همنظري فحشا څنګه تعریفوي . دده دخبرو خو داسي معلومیږي چې دوی اوس هم کوناټو ته پښې وائې او په خلاص مټ ئې انځورونه راته خپروي .دوي که په پراګ او لندن کې هرڅه کوي هغه ددوي کار دي دانګریز په نوکري او چوپړ کي له یوه نفره څلور او دڅلورو څخه اته شول خو دوی ئې لا نه مني  هغه ددوی خپل کار دي همداسي غرب او ډیمکراسي که په تلویزونو کې په عامه جنسي اړیکي سره نسي زما ئې پروا نشته دهغو کلتوری او بې دیني همدغسي ده خو چي زما خاوري ته  دهغه پیغام رارسوي هغه فحشا ده ، ښاغلي ایمل او څاروان دي په دې پوه شي چې دلته که دطالب واکمني وه که دکرزي هغه کلي او بانډه خو پریږده په کابل کې که میرمني لوڅ مخي راوځي که په بغرو کې ،  په پتلانه او که په کالو کې خو بیا هم ددې دونه ډیمکراسۍ سره سره به ته په ټول کابل کې یوا میرمن پیدا نه کړې چې په نیکر او سینه بند کې راوتلې وي . ښای تاسو ته به دا کار عادي وي خو افغاني ټولنه دا کار په هیڅ صورت کي منلای نسي که ئې ته د لوبو یو ساده انځور بولې خوزه ئې  د خپل ځوان نسل دبربادی نخښه . زما کشره لور، خور ، ورور او ځوی ددغه انځورونو څخه څه الهام اخستلای شی ؟ ددغه انځورونو دخپرولو اړتیا څه شي وه ؟ زه په یقین سره ولای شم چې مطلب مو همدای و چې یوه ورځ افغانه میرمن هم دغسي بربنډه راوزي زه ښاغلي څاروان او ایمل ته وایم که تاسې ځان افغان بولې نودافغاني دود لمخې  هره افغان میرمن خپله خور و ګڼه او بیا راته ووایه چې ته خپله خور په نیکر او سینه بند کې په افغانستان کي را ایستای شې  ؟؟؟؟

تاند (د افغانستان په هغو سيمو کى چى پښتانه او نور قومونه په گډه په کى اوسيږي ډير ليدل شوي دي چى وسله والو کسانو يوازى په پښتنو سړکونه ، مکتبونه، شفاخانى بندى کړي دي او نورو قومونو ته يى اجازه ورکړى ده . د غزني ولايت يى ښه مثال دى چى په انتخاباتو کى يوازى هزاره گانو ته د رايو اچولو حق و، يا هلته په هغو ولسواليو کى چي هزاره او پښتانه ميشت دي هزاره نجونى او هلکان درس وايي خو په پښتنو درس ويل بند دي)

ملاڅاروان وروره هغه وسلوال چې داغسې ناروا اعمال ترسره کوي هغه هم ستاسې غوندي ناافغانه اهداف په موږپلي کوي  هغه هم ستاسې په څیر د یو خوا راروان دي ، هغه هم ستا په څیر د یو پردي هیوادو تنخوا خواره دي .  هغه که مو کلي او بندونه ورانوي نو ته مو فحشا ته سوقه کوې ، ستاسو له  فکره خو داسي فهمیږي چې وسلوال که ښوونځي ورانوي نو تاسي ئې ښځې په مقابل کې په نکیر که راوباسي ځکه دهمدي مطلب لپاره مو هم لیکنې ته زړه ښه کړی دي چې پښتنو ویښ شې وسلوالو یوازي پښتانه وژني او تر ټولو ښه لاره ئې دغه ده چې په بربنډو انځورو کې ئې موږ درته خپرو ؟ همداسي وکړی
تاسو باید دا درک کړي چي دافغانستان ۹۰٪ میرمني اوس هم پرته د طالب او دولت ده ویري بوغرې په سر کوي له شماله تر جنوبه ان تر کابله دغه چاره په زور په افغاني میرمنو نده تپلې دا ددوي دافغاني غیورد خصلت نخښه ده .

تاند (په پاکستان کي، چى زموږ د نوي دين دوستانو د عقل سرچينه ده، متل دى چى رمضان جانى پټان جانى، يعنى روژه پوه شه او پښتون پوه شه. داسى فکر کوم چى همدا نظر اوس په هره برخه کى دين دوستان راباندي مني. که څوک وژل کيږي بايد پښتون وي، که په چا بنديز لگيږي بايد پښتون وي، که څوک په جاسوسى قتل کيږي بايد پښتون وي، که څوک ………..)

ملا صاحب ستا په دې پورته کرښو کي یوه اسلامي کلیمه راوښاوه درمضان جاني پټان جانې نظریه دځان او ټولني لپاره عار بولې ستا په خبره که دوی راته ووائې چې روژه دپښتون کار دی نو موږونیوله ،  ایا موږ دغه  روژه دپاکستان دسیاست دیوې عملي شوي برخي لپاره نیسو ؟؟ او که دي همدا مطلب دی چې دغه افغاني او پښتنې میرمنې چې په پت او عزت کې دباندي راوځي دا د پردو تپل شوي اجنډا ده  معنا ستا ورور چي څه په بي بي سي کې نشر کړي افغان باید داسي وکړي ؟ په همدې معنا حجاب یو ناروا عمل دي چې یوازي په پښتون تپل کیږي ؟؟؟ ستاد لیکنې ددغي برخي راوړل یوازي کفري افترا ده او غواړي دافغاني ټولنې اسلامې عقده له منځه یوسې ، چي ترڅو پوري به په ټوله نړي کي یوازي مسلمان پښتون وي؟؟ همدا دي مطلب دي ؟ چي که دافغانستان پیغلي او ځوان  یوه ورځ ستا بربنډ انځورونه وګوري سبا ئې عملي کړي بل سبا ئې نورو نسلونو ته وروښوي کومه ګناه نه شته ده ؟؟؟

یو ځل خو د خپل قبلګاه څخه پوښته وکړي چي موږروژه دچا لپاره نیسو ؟ حجاب دچالپاره کوو ، ولي موږ خپل د کشر مخته یوه سپکه خبره نه کوو؟ ولي موږ خپل کشران د بداخلاقیو څخه راګرځو . بیا هله دي زړه درد کول  په دې خبره چي چا درته ناافغان ویلي پر ځای بولم .

تاند (عجيبه دا ده چى د پښتنو ويبپانى بايد همدا ډول مقالى ورته خپروي هم، اقلآ دوى بايد دى خبرى ته پام وکړي که نه نو سبا به د دوى د قتل او بنديز امر هم همدا “دين دوستان” کوي)

ددومره تعجیب خبره نده دپښتو پاڼو لا تر اوسه ستا او ستاسي دورور په څیر افغانیت داسي ندی تعبیر کړی چې خپل کلتور ، رواجونه ، هویت ، دین او مذهب پکې دلاسه ورکړې . پښتون که ۳۰ کاله جګړې وژلی که ۶۰ خو خپل دین او مذهب ئې ساتلی دی ستا د ورور په څیر غیري اسلامي بربنډ انځورونه ئې ندي خپاره کړي دغه دښځو اندامونه چې تاسي خپاره کړي  دنارینه هغې ښکاره کول لا مطلق حرام دي که معلومات درته نه وي نو دخپل ابا او اجدا څخه پوښتنه وکړه چي قران پاک په خپلو مبارکو ایاتو کې دعورت لڅوونکو په هکله څه ویلې او دښځې د عورت او نارینه دعورت کوم کوم ځایونه دي ؟؟

ددین دوستۍ کلمې استعمال ستاسي د ناافغاني او انګریزې غلامي یو ښکاره نښخه ده .
http://taand.com/index.php?mod=article&;cat=taand2&article=34829

ستاسو لپاره همدغه مرګ بس دی دنور دقتل او بندیز غم مه کوه .

فضل ربي کاروان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x