نړۍ

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی استعفا ورکوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): افغانستان او پاکستان لپاره د امريکايي ولسمشر بارک اوباما ځانګړی استازی ډينېل فيلډ مين خپله دنده پرېږدي.

ښاغلي فيلډمين تېره ورځ د امريکا پيس انسټيټيويټ کې د افغانستان او سولې په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې د يو شمېر ستونزو او مشکلاتو له امله غواړي، چې له خپلې دندې لاس پر سر شي او بېرته خپل شخصي ژوند پيل کړي.

فيلډمين په خپلو خبرو کې د استعفا ځانګړی لامل په ګوته نه کړ، مګر دومره يې وويل، چې د کورني او بهرني روان سياست له امله نور نه شي کولای، چې خپله دنده پر مخ بوځي او غواړي، چې په راتلونکو لنډو ورځو کې ولسمشر بارک اوباما ته خپله استعفا ولېږي.

د امريکا ځانګړي استازي د خپلو خبرو په ترڅ کې د ملا محمد عمر مجاهد د مړينې په اړه وويل، چې د نوموړي مړينه د افغاستان سولې پروسې لپاره يو نوی خنډ بللی شي او دا يوه ستره پېښه ده، مګر د وخت په تېرېدو به يو ځل بيا د سولې پروسه روانه شي.

فيلډمن په خپلو خبرو کې د سولې پروسې پر کاميابېدو ټيڼګار وکړ او زياته يې کړه، چې افغان حکومت، طالبان او سيمه ييز هېوادونه بايد په دې اړه ډېر څه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېرو څو کالو په ترڅ کې افغانستان او پاکستان لپاره دا د امريکا درېيم ځانګړی استازی دی، چې خپله دنده پرېږدي.

د امريکايي ولسمشر لومړی ځانګړی استازی هالبروک د زړه حملې له امله مړ شو او بيا يې پر ځای جيمز ډدوبين وټاکل شو.
د امريکايي رسنيو له قوله هالبروک د افغانستان کشالې په اړه له سپينې ماڼۍ سره اختلافات درلودل او ټينګار يې کاو، چې امريکايي عسکر بايد له افغانستانه ووځي او د ژوند وروستی وصيت يې هم دا و، چې د افغانستان ستونزه د جګړې په مټ نه، بلکې د خبرو اترو او سولې له لارې حل کېدای شي.

له هالبروک وروسته بارک اوباما جيمز ډوبين افغانستان او پاکستان لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وټاکه، مګر له څه وخت دندې وروسته، نوموړی هم د افغانستان کشالې په اړه له سپينې ماڼۍ سره مخالف شو او خپله دنده يې پرېښوده.

افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا دا درېيم ځانګړی استازی دی، چې د يو شمېر سياسي او نظامي اختلافاتو له امله خپله دنده پرېږدي او دا به ورووسته څرګنده شي، چې نوموړی کومو لاملونو استعفا ته اړ کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x