fbpx

دابو بکر صدیق رضی الله تعا لی عنهُ نومونه او کُنیۍ

لیکوال: احمد الله عاطفی

عتیق

دعتیق معنی ده خپلواک[ازاد]  دسیدنا ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ یو نوم عتیق و،خو جلال سیو طی رحمةالله علیه په تاریخ الخلفأ کې لیکې، دجمهورو علماووپه اتفاق دسیدنا ابو بکر  نوم عتیق نه بلکه تخلص و، له دی امله چې د دوزخ له اوره عتیق یا ازاد و، خو ځینې نور نظرونه هم شته چې یو ډله وایې: د ډیر ښایست او ښکلا  له امله چې یې در لود  په عتیق مشهور شو،او دځینو وینا ده چې دهغه په کورنې او نسب کی کومه خبره نه وه بلکه د بي عیبه نسب دسلسلی له امله دهغه نوم په عتیق مشهور شو!!

پوهندوال محمد عمر  روند میا خیل په خپل تالیف  کې لیکلی:

ابن عساکرد حضرت طلحه له زوی ،حضرت موسی څخه روایت کوي،چې وایې: ما دخپل يلار [طلحه] څخه پوښتنه وکړه ،چې حضرت ابو بکر ته  عتیق ولې وایې؟ ، هغه وویل: دابو بکر  دمور او لاد نه پاتی کیده، چې کله ابو بکر وزیږیده  بیت المقدس ته یې یو وړ، مخ یې  هغه خونې ته وګر ځاوه او  له الله جل جلا له څخه یې وغوښتل [الهم هذا عتیق  فهبه لي] ای الله! زما دغه  زوی له مرګه وژغوره! ، ماته یې وبخښه!

همداراز محمود طمعه  حلبی په خپل تالیف کې ورته مطلب لیکلې ،خو ده دبیت المقدس  پر ځای بیت الله لیکلې چې دابو بکر صدیق په پیدا کیدو   هغه یې بیت الله ته یو وړ ، مخ یې هغه خونې ته کړ وویل :الهم هذا عتیک من الموت، فهبه لي! دا روایت  روند صاحب دلیکنی نه په دی خاطر معتبر دی چې دابو بکر دولا دت په وخت مور او پیداشوی ماشوم په مکه کیې وو نه په فلسطین کي ممکن طباعتی غلطی وی او زیات ګمان هم په همدی کیدی شی!! والله اعلم!

ابن مسعود او حاکم دسیدنا حضرت ام المومنین عایشه  صدیقه څخه روایت کوي چې فر مایې: یوه ورځ دالله رسول سیدنا حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دیو شمیر اصحابو سره زما دکور شاو خوا را ټول وو، زما او ددوي تر مینځ پر ده وه ، کله چې زما پلار له لیرې ښکاره شو، دالله درسول ستر ګې پرې ولګیدې ویې فر مایل: سره ان ینظر الی عتیق من النار فلینظر الی ابو بکر ، هغه څوک چې غواړې یو داسې څوک ووینی چې له اوره عتیق [ازاد] شوې وی دابو بکر لورته دوګوري؟! لنډه دا چې داټولې پیښې کیدی شې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د