په نبوي جهادي مدرسه کې د مشکلا تو حل

لیکوال: عبدالباري باور

که د رسول الله صلی الله علیه وسلم جهادي مدرسې ته سر ورښکاره کړو، نو په دې مبارکه او بافیضه مدسه کې د مشکلاتو او ستونزو لپاره نبوي دروس او تعلیمونه په پراخه کچه شتون لري.

دا تعلمیونه یو عسکري قائد ته ښوونه کوي چې هغه باید د مشکلاتو په حل کي له جدي تفکره کارواخلي، ستونزو ته متوجه وي او له ستونزو نه ونه تښتي، د مشکلاتو د له منځه وړلو لپاره په عملي اقدام لاس پوري کړې او مشکلا ت لاینحل پرېنږي،ځکه چې که مشکلات همداسي پرېښودل شي له هغوی نه نور خطرونه زیږي،د نظام امن له ګواښ سره مخ کوي، فتني ورڅخه پیدا کیږي او فتني بیا تنازع ته لاره هواره وي ، تنازع ناکامي ته او بالاخره د نظام قوت له منځه وړي او الله جل جلاله فرمایي: ولاتنازعوا فتفشلوا وتذهب ریحکم.

د امت لپاره تر بل هر خطر کورنۍ ستونزي خطرناکي دی ځکه چې کورني مشکلات امت له خپل دښمن څخه په نورو کارونو مشغول ساتي او لومړیتوبونه مهمل پاته کیږي، کورني مشکلات هغه څه دي چې دامت قوت او د نظام اساس کمزوری کوي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغو داخلي مشکلاتو په حل کې تر نورو کارونو ډیر حارص و، چې دده په حاکمیت کې پیښېدل، هغه که نظامي مشکلات و، اقتصادي و، اجتماعي و او که سیاسي . موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سیرت کې لولو چې رسول علیه السلام هغه فتنې څنګه له منځه یوړې چې دده وجود کې پېښي شوې.

۱ – په بني مصطلق غزوه کې د فتنې دفع

په دغه غزا کې صحابه کرامو لویه کامیابي ترلاسه کړه، په زرګونو څاروي یې غنیمت او د دښمن ګڼ شمېر بندیان یې ژوندي ونیول، داچې په اسلامي صف کې د منافقینو د رئیس عبدالله بن ابی بن سلول غوندي کس وو نو د مسلمانانو دغه ستره فتحه ورباندي درنه وه، ده پخپل منافقت یو تن مهاجر له یوه انصاري سره لاس او ګریوان کړ، مهاجر نورو مهاجرو ته ناره کړه او انصاري خپلو انصارو ته دمرستي اواز وکړ. کله چې رسول الله صلیالله علیه وسلم  په کیسه خبر شو او فتنه یې له منځه یووړه، عبدالله بن ابی بن سلول بیا لاس په کار شو او فتنه یې بیرته راويښه کړه، بن سلول د رسول الله صلی الله په غیاب کې وویل چې موږ مدیني ته ورسیږو نو دمدیني عزتمند خلک (انصار) به خامخا دا ذلیل ( مهاجر) شړي.

عمر رضی الله عنه پیغمبر علیه السلام ته راغی او له هغه یې ددې اجازه وغوښته چې دعبدالله بن ابی بن سلول سر ددې خبري له امله په توره غوڅ کړي خو پیغمبر علیه السلام ورته وویل چې بیا به خلک وایي چې محمد خپل ملګري وژني او سمدستي یې د سفر امر وکړ، ټوله ورځ او شپه یې سفر وکړ او په دوهمه ورځ یې هم سفر ته دوام وکړ، د لمر ګرمي او اوږده سفر خلک سخت ستړي کړل او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د آرام امر وکړ، ستړي صحابه چې له سورلیو کوزیدل او ځمکي ته رسیدل سمدستي خوب ورباندی غلبه کوله او فتنه ددوهم ځل لپاره بیا ویده شوه.

پیغمبر علیه السلام عمر رضی الله عنه ته اجازه ورنکړه چې عبدالله بن ابی ووژني، ځکه چې دده په قتل کې هم په داخل او هم په خارج کې فتنه پارېدله، هغه خپلوان او خواخوږي درلودل او هغوی د کیسې په واقعیت او حقیقت خبر نه و او خامخا به له بد ګمانیو سره مخ شوي وای.

دغه وجه وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډېر حکیمانه تدبیر د فتنې مخه ونیوله،که یو حکیم امیر یو واقعي مجرم ته صبر کوي نو د هغه صبر بې نتیجې نه پاته کیږي بلکه الله جل جلاله مجرم د خپلو ډیرو نژدې خپلوانو په وړاندي له رسوایي او ذلت سره مخ کوي، همدا لامل و چې دعبدالله بن ابی زوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته ویې ویل چې زه خبر شوی یم چې تاسو زما د پلار د وژلو اراده لرئ، که تاسو دا اراده لرئ نو ماته اجازه راکړئ چې د خپل پلار سر درته راوړم، زه په دې ویریږم چې تاسو به بل څوک د هغه په قتل امر کړئ او ما ته به نفس اجازه رانکړي چې د خپل پلار قاتل وینم چې په بازار ونو کې ګرځي هسي نه چې زه د یوه کافر (پلار) په بدل کې مسلمان ووژنم.

پیغمبر علیه السلام ورته وفرمایل: ترڅو چې هغه له موږ سره وي موږ په هغه نرمي او احسان کوو.

په ترمذي کې راځي چې دعبدالله بن ابی زوی خپل پلار ته وویل چې تر هغه وخته به موږ ته نه راځې تر څو چې په دې اعتراف نه وي کړی چې؛ زه ذلیل او رسول الله صلی الله علیه وسلم عزتمند دی، پلار یې همداسي وکړل.

کله چې صحابه کرام مدینې منورې ته راورسیدل د عبدالله بن ابی زوی د خپل پلار په مخ کې ودرېد او ورته ویې ویل چې تر هغه وخته به مدینې ته نه داخلیږې تر څو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم اجازه نه وي درکړې. حضرت عبدالله رضی الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دخپل پلار (عبدالله بن ابی) لپاره مدینې منورې ته دننوتلو اجازه واخیسته ، هغه صلی الله علیه وسلم اجازه ورکړه او بیا مدینې ته داخل شو.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه حکیمانه سیاست د عبدالله بن ابی له کړنو څخه د هغه د زوی او ټولو خپلوانو او ملګرو په وړاندي پرده پورته کړه، ډېری ملګری ورنه بېزاره شول ، دهغه خبره یې نه منله تر دې چې د هغه قتل د دوی په نزد هم روا وبلل شو، خو که د فتنې په پیل کې هغه وژل شوی وای د فتنې د اور لمبې به نوري هم تازه او دومره لوړي شوې وای چې د ډیرو صحابه کرامو ژوند به یې اخیستی و، ددعوت او مبارزې په مخ کې به تر ډیره وخته خنډ وای، دغه راز که ابن ابی زوی ته اجازه ورکړی شوې وه چې خپل پلار ووژنې هم دفتنې دروازه نه بندېدله او د خلکو خبري به په مستمر ه توګه رواني وای مګر رسول الله صلی الله علیه وسلم د فتنې علاج په داسي حکیمانه توګه سره وکړ چې صحابه وو ته یې د خوب امر وکړ او د ستړو مساپرو له خوب سره فتنه هم ویده شوه.

۲ – په حنین کې د انصارو اعتراض :

د حنین په مشهوره غزا کې اسلامي لښکرو له هوازن قبیلې نه په لسګونو زره څاروي، څلور زره اوقیې سپین زر او ګڼ منقوله مالونه غنیمت کړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم یاد غنیمتونه په هغو کسانو وویشتل چې زړونو یې اسلام ته میل درلود ددې لپاره چې په اسلام کې داخل شي او نور هم اسلام ته رامات شي، انصارو ته یې هیڅ هم ورنکړل، انصار د غنیمتونو په وېش کې په خپل حرمان خپه شول او په خپل منځ کې دغه ګېلې سره بیانولې، کله چې رسول الله صلیالله علیه وسلم  ددوی په خفګان خبر شو، نو ددې ستونزې علاج یې څنګه تر سره کړ؟

رسول الله صلی الله انصارو ته وفرمایل: ایا تاسو مخکي بیلاري نه وئ چې الله زما په سبب تاسو ته لاره وښودله؟ او تاسو سره بېل بېل وئ الله زما په سبب سره دوستان کړئ، تاسو حاجتند وئ الله زما په سبب دولتمند کړئ، ایا تاسو په دې خوښ نه یئ چې نورو خلکو کورو ته اوښ یا پسه روان کړی وی او له تاسو سره نبي روان وي؟ که هجرت نه وای زه به له انصارو یو کس وم، که انصار هري شېلې او تنګي ته تلای زه به هغه ځای ته پسي ورتلم………

د رسول صلی الله علیه وسلم تر دې وینا وروسته انصارو وژړل او په دې یې اقرار وکړ چې موږ درسول علیه السلام په تقسیم راضي یو.

نور بیا……..

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د