افغانستان

زابل: طالبانو د ملي اردو چورلکه غورځولې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): زابل کې د ملي اردو چورلکه غورځول شوې ده، چې پکې د لوړ پوړو چارواکو د مرګ ـ ژوبلې خبر ورکړل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت ویلي چې نن شاوخوا لس بجې او دیرش دقیقې د زابل په شنکۍ ولسوالۍ کې د ملي اردو یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له کبله را غورځېدلې.

په دې اړه د ملي دفاع وزارت ویلي چې پيښه د شینکۍ ولسوالۍ په (شوخېل) کلي کې را منځته شوې او دغه سیمي ته د نورو پلټنو لپاره ځواکونه لیږل شوي دي.

خو د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته ویلي چې د ملي اردو یوه چورلکه د دوی ملګرو د زابل ولایت د نوبهار ولسوالۍ د لواړګه په سیمه کې په نښه کړې، چې پکې سپاره پنځه ویشت تنه ووژل شول.

دفاع وزارت نه دي ویلي، چې دا دواړه يوه پېښه ده، که بېلابېلې رامنځته شوې دي، خو دولتي سرچينې د خپلې پالیسې له مخې د لوړپوړ چارواکو د مرګ ـ ژوبلې خبر ژر نه تاييدوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x