نظــر

ثاني بت شکن (رحمه الله)

لیکوال: احمدارشاد سعید

بامیان د افغانستان په مرکز کې د هندوکش د غرونو د لړي په لویدیځ او د بابا غره په شمال کې پروت ولایت دی چي د بحر له سطحي څخه د درې زره مترو په شاوخوا لوړ موقعیت لري.

یخ او واورین ژمی او نرم معتدل اوړی لري او د هیواد یو له هغو ولایتونو څخه دی چې قدیم او پخوانی تاریخ لري. په دې ولایت کې د بودا د دوو مجسمو او  امیر بند یا د افغانستان لومړنۍ پارک شتون ددې ولایت په تاریخي والي دلالت کوي چې د زیاتو سیاحانو پام یې ځان ته را اړولی دی.

د صلصال لویه مجسمه چې ۵۳ متره لوړوالی او د (شمامه) په نوم بله وړوکې مجسمه چې ۳۸ متره لوړوالی لري د ۲۰۰۱ کال د مارچ په ۱۱ نیټه د افغانستان د اسلامي امارت له لوري له منځه ولاړې او په نړۍ کې یې یو ځل بیا  هیر شوی ابراهیمي سنت راژوندی کړی. دې پیښې نړۍ و لړزول او د بودايي هیوادونو په شمول نوري کفري نړۍ ته یې دا ور وښودل چې افغانان د بتانو په وسیله د جمع شوي سرمایې تږي نه بلکي د اسلامي شریعت پالونکي  دي.

دا پیښه د کفري هیوادونو په تقلید سره د اسلامي هیوادونو ځیني بې دینو اشخاصو هم و غندل او دا یې تاریخي آثارو ته نه پاملرنه او د هغوئ بې قدري وبلل. اوس هم د ځینو اشخاصو له خولې نه دا پيښه په پوره پیمانه غندل کیږي او د افغانستان اقتصاد ته په پاملرني سره دا یوه غلطه پریکړه ګني. نه پوهیږم دا اشخاص له دینه ناخبره دي او که د دینه خبر دي خو دنیا پرستۍ دومره تیر ایستلي دي چې دین یې ترینه هیر کړی دی. دا منو چې دا بوتان به تاریخي آثار وه خو د تاریخي آثارو نوم چا ورباندي کیښودی؟ هغه دین چې د کتاب نیمه او لا زیاته برخه یې د بوتانو او د الله ج نه بغیر إلْه جوړولو په رد کې راغلې، د هغه دین پیروان نن څنګه ددې ډبرو شتون د تاریخي آثارو تر نامه لاندي جائز ګني؟ ددې ډبرو په وسیله پیسې لاسته راوړل آیا د بې حیایۍ او فحاشۍ په واسطه د پیسو لاسته راوړلو څخه لویه ګناه نه ده؟ ایا دا نظریه د کپټالیزم له تصور سره چې د خلکو نه په هره لاره که په حلاله طریقه وي که په حرامه  د پیسو پیداکولو تقاضا کوي کوم توپیر لري؟

افغان ملت د بوتانو په ماتولو کې ډیر پخوانۍ تاریخ لري چې ددې تاریخ د سپسالارانو څخه یو هم لوی سپسالار فاتح او مجاهد شخصیت سلطان محمود غزنوي دی. ده رحمه الله ته هغه وخت د بت شکن لقب ورکړل شو چې کله یې د ۴۱۶ کال د ذی القعدې په میاشت کې د هند د ګجرات نه وروسته سومنات نومي سیمي ته ځان و رساوه او هلته يې د هندوانو تاریخي بت چې هغه هم د سومنات په نوم یادیده په خپل لاس دړي وړي کړی. له دې ځایه فهمولای شو چې د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) په امر د بامیان د بتانو  ویجاړول په اصل کې د اسلامي شریعت د تقاضا سربیره د سلطان محمود غزنوي پر قدم پښه ایښودل او د هغه په پله تلل دي. الله  جل جلا له  دي  د تقوا ددې سمبول، ثاني بت شکن  مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله  قبر د جنتونو له باغچو نه یوه باغچه و ګرځوي. قربان له هغې خاوري چې یو ځل بیا یې تاریخ ته د سلطان محمود غزوي رحمه الله بل ښکاره مثال وړاندي کړ.  ومن الله توفیق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

آشنایه! فقط دوې لنډی پوښتنی لرم.
اول داچه ته دومره ###ئی چه بُت او مجسمه نه سره پیژنی.
دوهم دا چه د همدې نژدې چمن څخه نیولی تر کراچی او پنجاب او پیښور پوری د هندوانو ۴۲۳ بُتخانې موجودی دی، ستاسی ###جذبات هلته ولی## دی چه دا بُتخانې له منځه یوسی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x