ټولنیزه برخه

د مور د خوشحالۍ يه لټه! – (شپږمه برخه)

لیکنه: م.ش. کاموي

1.    عادتا مور په کور پام ساتي؛ نو د کور په ښه پاکولو او ساتلو کې ورسره مرسته وکړه، او هميشه ئې د ښکلا چارې سمبالوه.

2.    د مور سره د خوب کوټه ځانګړی ځای لري؛ داچې مور د خوب اطاق سره ډېره علاقة وي، نو ښائې چې د اړتيا وړ سامان ورړاندې کړې، يا دې مور ته اختيار ورکړه چې څه شی د کوم ځي سينګارولو لپاره غوره ګڼي. او بل ځای چې مور ئې خوښوی د ميلمنو کوټه ده، نو کوښښ وکړه چې تر خپل توانه ئې ورته ښکلې او سينګار کړې.

3.    د مور خپلو سره وپاله؛ کوښښ وکړه د مور خپلوانو سره خپلوي وپالي، او دېکار کې دې مور سره هم مرسته وکړه.

4.    که ځانګړې مشغله ئې درلوده؛ کچيرې مور دې ځانګړې مشغله درلوده، نو يوڅه وخت دې ورکړه ترڅو هغه څه چې د دې مشغلې لاسته راوړلو کې ورسره مرسته کوي، ورپوره کړې.

5.    د خپلې مشغلې ثمره دې وروړاندې کړه؛ که ته هر ډول مشغله لرې، نو مور ته دې ورڅخه يوه ځانګړې ټوټه وروړاندې کړه،  که شاعر ئې يو ښکلی شعر ورته وليکه، او که ليکوال ئې نو يوه ښکلې کيسه ئې په نوم وليکه..

6.    که شونی وي، پر لور دې د مور نوم کښيږده؛ ځينو ټولنو کې ميندې خوښيږي چې لمسيانې ئې پر نامه ونومول شي، خو خپله ځکه غوښتنه نکوی چې د بچيانو ازادی، او يا د هغوی د ښځو رضايت سلب نکړای شي، نو که مور پخپله هرڅومره لدې کار څخه انکار کوي، نوم ئې کښيږده، ځکه دا نوم ئې زړه کې ځانګړی ځای لري، او يوه ښکلې بدله ئې ګڼي، نولدې نېکمرغۍ ئې مه محروموه.

7.    د سپرلۍ پر مهال ئې پر ګردو مخکې کوه؛ کله چې سپرلۍ کښې کېښناستئ يا کښته کيدئ، نو مور دې پر ګردو مخکې کوه، مګر که د کښته کيدو پر مهال ئې ستا مرستې ته اړتيا درلوده.

8.    درانده الفاظ به نه استعمالوئ؛ مور سره دې د خبرو پر مهال هيڅکله سخت او درانده کلمات، مه استعمالوه، بلکه ښکلې، نرمې او خوښونکی عبارتونو او کلمات ئې پر وړاندې تلفظ کوه.

9.    د زامنو او لمسيانو ترمنځ مور ته پر ډاليو مسابقة؛ که ممکنه وي، د مور د کوچنيو زامنو او لمسيانو ترمنځ، د ډاليو پر وړاندې کولو یوه سياله برابره کړه، او بيا ښه ډالۍ وړندې کونکو ته جائزه ورکړه، دې سره له يو اړخه د دوی زړونو کې د مور قدر پيدا کيږي، له بل اړخه به ئې له الله تعالی وروسته د غوره شخصيت توقير کړی وي، چې دا هم په نيکئ کې سيالي ده.

10.    دعاوو کې ئې يادوه؛ د دعاوو قبليدو وختونه ورته ځانګړي کړه، او تل ورته نېکې دعاوې کوه.

11.    د کړنو ستائنې ئې پر واوروه؛ د مور لخوا درته ودونو او نورو مناسبتونو کې وړاندې کړای شوو هديو او ډالیو په اړه دې د ملګرو نظرونه او ستائنې، او پر لورينو ئې د خوښئ اظهارات دې مورته اوروه، ته څه خبر ئې چې دا دې مور څومره خوشحالوي!

12.    بايد د مور ليدنه ځانګړی وخت ولري؛ ښائې مور سره ناستې لپاره يو ټاکلی وخت ځانګړی کړای شي، چې دا وخت به خلکو سره په تلفونو، او مجلو او اخبارونو اړولو، او بل هيڅ شي باندې نه مصرفوئ.

13.    لوڼې دې مور له خپلو ملګر سره وغږوئ؛ نجونې دې کوښښ وکړي مورته د خپلو ملګرو سره د خبرو ازادي ورکړي، او پرېږدئ چې څه کوي، له هيڅ ئې مه منع کوئ.

14.    د ميندی سره د نيکۍ کيسې پر اوروه؛ مور او پلار سره د نيکۍ ښکلې کيسې دې مور ته واوره، دې سره مور د خوښئ او نېکمرغی احساس کوي.

15.    پرې وياړه؛ هرځای او وخت کې دې د مور پر کړنو او شتون باندې وياړه – ښائې د الله تعالی شکر پر وباسئ…

16.    د دعاء غوښتنه تر کوه؛ مور نه دې غوښتنه کوه ترڅو ئې پر نيکۍ او احسان د توان دعاء درته وکړي، چې دا دې مورته د هغې پر نيکۍ ستا حرص ښکاره کوي، ورسره د مينې او مهربانۍ ښکارندوينه ورته کوي.

17.    تل ترې د رضايت غوښتنه کوه؛ مور نه دې تل در څخه د رضايت، او درته د عاء کولو غوښتنه کوه، چې دا غوښتنه هغې ته، ستا زړه کې ورڅخه د رضايت قيمت احساسوي، او هم ورته تا سره د هغې د مرتبې ښکارندوينه کوي.

18.    پر نيکۍ ئې تل تر نورو مخکې اوسه؛ کوښښ کوه چې هميشه دې مور سره پر نيکۍ له نورو مخکښې ئې، او دا کوښښ کوه چې ته، نورو ته د نيکيو نوې لارې وښائې، ستا اجر به درته وي، او د هغوی د اجرونو په اندازه ثوابونه به درته پداسې حال کې رسي، چې له هغوی به هيڅ نه کميږي.

19.    د مور پر وړاندې اواز پورته نکړئ؛ د مور سره د خدمت پرمهال هيڅکله اوز پورته نکړئ، بلکې پر وړاندې ئې ذليله اوسه، او د خدمت او غوښتنې پرمهال ئې له نرمۍ او مهربانۍ څخه کار واخله.

د مور د خوشحالۍ په لټه! ـ ۵

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x