نظــر

کراکر مریض دی که امریکا مریضه ده ؟

ryan Crocker us ambassadorرویټر اژانس په یوه تازه راپور کې ویلي چې دامریکا مشرانو جرګې موافقه کړې ، چې په کابل کې دامریکایي سفیر راین کراکر په ځای یې مرستیال جیمز کانینګم دسفیر په حیث وټاکل شي ، درویټر دورکړل شویو معلوماتوله مخې  راین کراکر په تیره می میاشت کې امریکایي چارواکو ته ویلي وو ، چې د ورپیښې ناروغۍ له امله نور نه شي کولای په افغانستان کې خپل دسفارت وظیفې ته ادامه ورکړې ، نوځکه دې ورته ځایناستی پیدا کړي .

دکراکر په اړه ویل کیدل چې دآزمویل شویو امریکایي دیپلوماتانو څخه دی ، څلور  دښې کارګردګۍ او زړورتیا جائزې یې اخیستي او په ترتیب سره په لبنان ، کویټ ، سوریه  ، پاکستان او عراق کې یې دامریکایي سفیر په حیث دنده اجراء کړې ،

نوموړی چې کله څه موده وړاندې افغانستان  ته راغی نو خورا په غوره کې وو ، نوموړي چې په اسرائیلو کې پخوانی امریکایي سفیریې دمرستیال په حیث ورسره راوستی وو ، ویل  یې چې دامریکا په افغان پالیسي کې به ژور بدلونونه راولي .

مګر څه وجه ده ، هغه کراکر چې په منځني ختیځ او دسیمې په نورو هیوادونو کې د دندې په مهال یې پرلپسې مډالونه  ترلاسه کول، کابل ته له راتګ  څه موده وروسته په داسې رنځ رنځور شو ، چې اوس یې نیت کړی چې ګردسره دسیاست نړۍ ته شا کړي او یوازې  خپل رنځ وژاړي  .

دا نکته له دې امله د ډیر تأمل وړ ده چې تر دې وړاندې دکراکر اسلاف هم له افغانستان څخه روغه سټه نه دي ستانه شوي ، پخواني امریکایي سفیر زلمي خلیلزاد دخپلې دندې په مهال له ګوربت مجلې سره په مرکه کې دنوموړي دخوښې وړ خوراک  په اړه دسوال په ځواب کې ویلي وو ، چې نوموړی په کابل کې د دندې په مهال دخوښې وړ خوراکونه نه شي خوړلی بلکې  (پرهیزانه ) خوري ،ځکه ډاکټرانو ورته ویلي دي ، چې دوینې دفشار ناروغي یې خطرناکه ده  .

ریچارډهالبروک چې دبالقان له جنجالي قضیې  څخه بریالی او روغ را ووت او ځان ته یې د دیپلوماسۍ دنابغه ویل، کله چې دافغانستان په ماموریت وټاکل شو ، په داسې رنځ رنځور شو ، چې  سیمې ته  له یو دوو سفرو وروسته یې روغه ورځ بیاونه لیده او دتل لپاره یې  سترګې پټې کړې .

سټینلي مک کرسټال چې اوباما افغانستان ته دخپلې ستراټیژۍ دیوازیني ممثل په حیث رالیږلی ووترڅه مودې دندې ترسره کولو وروسته په نفسیاتي ستونزو مبتلاء او اوباما ته یې په مطبوعاتو کې  برالا ښکنځلې وکړلې .

ډیویډ پیټراییس  درست عمر په سد وو ، خوکله چې دسنا په غونډه کې دافغانستان په اړه ترې پوښتنه وشوه ، نو دزړه حمله پرې راغله  او ترځنډه بي سده پروت وو.

دکتونکو په باور لکه څنګه چې په افغانستان کې دامریکایي چورلکو دغیرمعمولي تخنیکي ستونزو (!) او بیړنو ناستو (!) موضوع دتأمل وړ ده دافغانستان لپاره دامریکایي استازو دناروغیو موضوع هم دخورا عاجلې او دقیقې پلټنې وړ ده ، ترڅو معلومه شي ، چې دافغانستان لپاره دامریکا په استازو دلګیدلې دې  ناروغۍ اصلي وایروس څه او چیرې دی .

ویل کیږي چې داډول ناروغي په افغانستان دشوروي یرغل په مهال  په روسي چارواکو هم ګډه وه ، خو په دومره توپیر چې دشوروي اتحاد وروستی مشر ګورباچوف په دې توانید چې له څو تجربو وروسته دناروغۍ اصلي علت تشخیص کړي او دمعالجې لپاره یې ګامونه پورته کړي  .

کله چې دریو شوروي مشرانو ( برژنیف ، کنستانتین چرنینکو او اندروفوف ) دافغانستان دبحران د ژورتوب په مهال په پله پسې توګه سرونه  کیښودل ، نو هوښیار ګورباچوف  پوه شو چې ستونزه چیرې ده ، نوموړي  له فکر او تدبر نه کار واخیست او دې ته یې وکتل چې تردې وړاندې ولې دشوروي دری مشران داسې زر زر یو په بل پسې نه دي زره ترکي شوي ، له دې وروسته نوموړي په پوره زړورتوب او هوښیارۍ اعتراف وکړ، چې دشوروي مشرانو دمرګ وجه ددوی خپل صحي حالت نه دی ، بلکې بنیادي وجه یې هغه (ناسور زخم ) دی چې شوروي اتحاد ته ورپیښ دی ، نوځکه باید دمشرانو دشخصي صحي مراقبت په ځای ددې ستر ناسور ( دافغانستان جنګ ) دمعالجې غم وخوړل شي .

په دې توګه  ګورباچوف دافغانستان دستونزې دیوطرفه کولو او شوروي لښکرو په ایستلو کار پیل کړ ، نوموړي نه یوازې ژوندو پاته شوروي لښکرو ته نجات ورکړ بلکې خپله یې  هم ځان له هغې ناروغۍ وساته ، چې شوروي مشران یې یو په بل پسې رانسکورول ( ګورباچوف تراوسه ژوندی دی )

کټ مټ په ورته شکل دافغانستان لپاره دامریکایي استازو پرلپسې ناروغۍ او دزړه حملې په ډاګه کوي ، چې دلته هم ناروغي داشخاصو نه ده بلکې دهغې وظیفوي ماحول او پالیسۍ ده ، چې دغه استازي په کې دنده اجراء کوي ، ولې په بریتانیا کې امریکایي سفیر دناروغۍ له امله استعفاء نه کوي او ولې دفلسطین لپاره دامریکا استازی  دوظیفې له پیل څه موده وروسته په مرګوني رنځ نه  ناروغه کیږي .

په دې کې شک نشته چې دافغانستان جنګ اوس دامریکا لپاره په یوه ناسور او خونریز زخم اوښتی ، چې  که یې علاج ونه کړي ، دګمنامو سرتیرو غوندې یې  به یې ډیر دنامه څښتن دیپلوماتان او پوځي مشران هم  دقبر او دبستر کړي .

دهوښیارانو په خبره  مرض هم داور او پور غوندې دهغه شیانو له جملې  څخه دی چې د ډیر غوندې یې لږ هم خطر ناک دی ، چې له ډيریدو سره یې موازي خطر هم زیاتیږي  ، که امریکا دخپلې دې ناروغۍ ( دافغانستان اشغال ) معالجه ژر ترژره ونه کړي ، نو دا ناروغي کولای شي بالاخره دشوروي غوندې دامریکا سرخېلان هم رانسکور کاندي .

جاوید علي خېل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x