افغانستان

طالبان د یوناما د راپور سرچينه دولتي معلومات ګڼي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): يوناما پخپل شپږ میاشتني راپور کې د ملکي وګړو د مرګ ـ ژوبلې اویا سلنه طالبانو ته منسوبه کړې ده، چې هغو يې په غبرګون کې راپور چورلټ رد کړی دی.

طالبانو د یوناما د راپور په غبرګون کې پخپلو څرګندونو کې ويلي، چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د دې ادارې د مرګ ـ ژوبلې راپور د دولتي سرچينو پر معلوماتو ولاړ ګڼلی او په خبره يې ځکه خو راپور د باور وړ نه دی.

په دې ۱۰۸ مخيز راپور کې ویل شوي، چې د روان ميلادي کال په تېرو شپږ میاشتو کې ۱۵۹۲ تنه وژل شوي او ۳۳۲۹ نور ټپیان شوي دي، چې يوناما ټول ملکي وګړي بللي او له دېرش سلنه پرته يې ټول مسوولیت د طالبانو بللی دی.

راپور کاږي چې په دې مرګ ـ ژوبله کې تر اویا سلنه ډېر طالبان، پنځلس سلنه افغان عسکر او یوازې یو سلنه بهرني ځواکونه مسوول دي.

طالبان وايي چې دغه راپور د هیڅ اعتبار وړ نه دی، ځکه چې د دولتي سرچينو د معلوماتو پر اساس برابر شوی دی، چې هیڅکله پرې د بې طرفۍ اطلاق نه شي کېدلی.

«موږ د یوناما لخوا دغه خپورشوی راپور ردوو، دغه راپور بې پرې نه دي، په حقائقو ولاړ ندی، د راپور مبناد کابل ادارې لخوا هغه خپاره شوي معلومات دي چې وخت په وخت يې د مجاهدینو په ضد په ملکي برخه کې خپروي.»

يوناما وايي چې ډېره عام وګړي د طالبانو په چاودنو کې وژل شوي او ټپیان شوي دي، خو طالبان بیا به وايي چې د ملکي مرګ ـ ژوبلې تر ټولو لوی مسوولین بهرنيان او د هغوی افغان ملاتړي دي.

دوی د نمونې په توګه په فارياب کې د ۲۲ ملکي کورونو سوځول یادوي، چې د دوستم ملېشو د طالبانو د ملاتړ کوونکو په تور د عامو خلکو دغه کورونه سوځولي دي.

طالبانو پخپلو څرګندونو کې په ګڼه ګوڼو سیمو کې چاودنې د بل چا کار بللی او ويلي يې دي، چې «هغه زموږ پورې اړه نه لري او نه مو هم داسې کول د جنګي تکتيکونو برخه ده.»

ياده دې وي د يوناما د تعريف له مخې اربکيان چې دم ګړۍ ورسره طالبان په جګړه بوخت دي، «ملکي وګړي» بلل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x