
سټورټ براډ جادوګر بالینګ، اته ویکټې او د استرالیا لوبډله په ۶۰ منډو وسوځېده
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د انګلستان تیز توپ اچوونکي سټورټ براډ نن د استرالیا خلاف په یوې سیالۍ کې ۸ ویکټې واخېستلې او د استرالیا ټوله لوبډله یې په ټيسټ سیالۍ کې په یواځې ۶۰ منډو وسوځوله.
د ناټنګم په ښار کې د ایشز ټیسټ څلورمې لوبه کې انګلستان پچه وګټله او استرالیا ته یې د لومړني توپ وهنې بلنه ورکړه.
استرالیا لوبډلې پیل له اوله خراب و، سټورټ براډ په لومړني اور کې کرس راجرز او اسټیون سمت وسوځول.
د دوهم اور په دوهم بل باندې د انګلستان توپ اچوونکي مارک ووډ د استرالیا ډیویډ وارنر په صفر وسوځولو. د ۱۹۵۰ وروسته دا لومړنی ځل و و چې په ایشز ټيسټ لوبو کې د استرالیا دواړه اوپنر لوبغاړي په صفر سوځي.
د براډ بریالي او ساحرانه بالنګ په سلسله کې شان مارش هم ډیر ژر وسوځولو.
استرالیا خپل پنځه لوبغاړي په ۲۱ منډو د لاسه ورکړل او ورسره تېر ۷۵ کلن ریکارډ مات شو.
مایکل کلارک ایله ۱۰ منډې وکړې او د یوه خراب شاټ وهلو وروسته وسوځېد.
د استرالیا ناکام بيټنګ او د براډ جادوګر بالینګ وروسته استرالیا خپل ټول لوبغاړي په یواځې ۶۰ منډو د لاسه ورکړل.
سټورټ براډ یواځې ۱۵ منډې ورکړې او اته لوبغاړي يې وسوځول.
د استرالیا ټوله لوبډله په ۱۸.۳ اورونو کې وسوځېدله. په ۶۰ منډو کې ۱۴ اضافي منډې وې.