نړۍ

پاکستان: مانسره کې پوځي چورلکه غورځېدلې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان خیبرپښتونخوا ایالت په مانسرې ولسوالۍ کې یوه پوځي چورلکه غورځېدلې چې له کبله یې ۱۲ پاکستاني وژل شوي دي.

په وژل شوو کې ډیری د پوځ افسران دي.

د پاکستاني رسنۍ ډان نیوز د راپور په اساس دغه پېښه د مانسرې ولسوالۍ په تناول سیمه کې رامنځته شوې. د پېښه لامل تر دې دمه لا نه دی څرګند شوی.

د پاکستان د پوځ اطلاعات وايي چې په هلیکوپتر کې طبي عمله د چکلاله پوځي هوايي ډګر څخه ګلګت ته روانه وه.

د مانسرې ولسوالۍ چارواکو د هلیکوپتر د غورځېدو په پېښه کې د ۱۲ پاکستاني پوځيانو وژنه تایید کړې.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د ژغورنې پولیس کوښښ کوي سیمې ته ځان ورسوي خو له دې کبله چې چورلکه په غرونو کې غورځېدلې نو سیمې ته رسېدل له ستونزو ډک دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x