SONY DSC

د کندهار ډله ييز بريد کې د قوماندان ظاهر په ګډون ۲۵ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۴ل): کندهار ولايت څخه رارسېدلي خبرونه وايي، چې نن ماسپښين دوه نيمې بجې د کندهار ښار د څلورمې امنيتي حوزې پر اووم ماموريت ډله ييز بريدونه وشول.

د کندهار ولايت وياند صميم خپلواک رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې يو شمېر طالبانو په سپکو او درنو وسلو سمبال د څلورمې حوزې اووم ماموريت پر دفتر ډله ييز بريدونه وکړل، چې له امله يې دوه ساتونکي وژل شوي دي.

د کندهار ولايت چارواکو د پېښې په اړه رسنيو ته وروستي معلومات نه دي ورکړي، مګر د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دوی درې تنو سرتېرو ملګرو نن ماسپښين دوه نيمې بجې د کندهار ښار پر څلورمې امنيتي حوزې ډله ييز بريدونه وکړل، چې له امله يې د حوزې درې ساتونکو او قوماندان ظاهر په ګډون ۲۵ عسکر وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د قاري محمد يوسف په وينا دغه بريدونه له دوه ساعته پرله پسې دوام وروسته د درې واړو بريدګرو له وژل کېدو وروسته پای ته ورسېدل.

يه عين حال کې نن د زابل ولايت نوبهار ولسوالۍ کې هم طالبانو د ملي اردو يوه چورلکه رانسکوره کړې، چې له امله يې ۱۷ عسکر په کې وژل شوي دي.

د دې تر څنګ نن سهار وختي په يو بل سرتيري بريد کې د لوګر ولايت مرکز پل علم کې د سپېشل فورس او چټک غبرګون د قطعې پر ودانۍ سرتېری بريد وشو، چې په نتيجه کې يې دغه ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده. د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې وه، چې کېدای شي د دغه سرتيري بريد له امله په دغه ودانۍ کې ټول عسکر وژل شوي وي، مګر د لوګر ولايت چارواکو يوازې د شپږو تنو د وژل کېدو خبره منلې ده.

بل پلو سرپل ولايت څخه تر لاسه شوي خبرونه وايي، چې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ سختې خونړۍ نښتې روانې دي.
د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي، چې دولتي عسکرو نن سهار د سرپل ولايت مرکز ته څېرمه بغلي او ادرنګ سيمو کې د دوی پر ملګرو بريد وکړ، مګر د طالبانو له لوري په ځوابي بريد کې دولتي عسکرو ته درنه مرګ ژوبله واوښته.

قاري احمدي د خپلو ملګرو له قوله ليکلي، چې جګړه تر ماذديګر ناوخته روانه وه او په دغه نښته يې څلوېښتو عسکرو او اربکيانو ته مرګ ژوبله اړولې او په زياته کچه وسلې او مهمات يې هم نيولي دي.

په دې ورستيو کې د طالبانو له لوري بريدونه او چاودنې په داسې حال کې زياتې شوي، چې د طالبانو نوي ټاکل شوي امير په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې په هېواد کې د اسلامي نظام تر راتلو به د دوی مقاومت روان وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د