افغانستان

د فراه والي په فساد تورن او ګوښه کېدو غوښتنه یې وشوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه ۱۳۹۴ل): د فراه ولایت اوسیدونکو نن د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې د فراه والي په بې کفایتۍ او فساد تورن کړ او د ګډحکومته یې د هغه د لرې کېدو غوښتنه وکړه.

د فراه څخه نن ټکی اسیا ته رارسېدلي راپورونه وايي چې ددغه ولایت قومي مشرانو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنه غړو، ځوانانو او ښځو چې شمېر یې تر ۱۵۰۰ رسېده ددغه ولایت د والي اصف ننګ پر ضد اعتراضیه غونډه وکړه.

دوی ویل له هغه وخته چې آصف ننګ دغه ولایت ته د والي په صفت لېږل شوی، امنیتي وضعیت ورځ تر بلې خراب شوی او اداري فساد زیات شوی.aasif nang 2

لاریون کوونکو ادعا کوله چې والی هیڅ ډول مدیریت او هماهنګي نلري او دوی د مرکزي حکومته غواړي څو ژر تر ژره نوموړی د ولایته ګوښه او پر ځای یی یو پرکاره او اهل شخص راولیږي.

هغوی ګواښ وکړ چې ترهغې آصف ننګ له ولایته لرې شوی نه وي، د دوی لاریونونه او اعتراضیه غونډې به دوام وکړي.

تر دې وړاندې په یو شمېر ولایتونو کې د هغو والیانو ضد چې د ګډ حکومت لخوا تازه ټاکل شوي وو، لاریونونه شوي او د هغوی د لرې کېدو غوښتنه شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x