افغانستان

د سیاسي دفتر دوه نورو غړو هم خپلي دندي پریښي دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۴ل): د طالبانو سیاسي دفتر د مشر «سید محمد طیب اغا» له دندي پریښودلو وروسته د دغه دفتر دوه نورو غړو هم خپلې دندې پریښودلې.

د نوموړي دفتر په پخوانۍ ټویټر پاڼه لیکل شوي چې مولوي نیک محمد او حافظ عزیز الرحمن د موجوده حالاتو په نظر کې نیولو سره خپلې دندې پرې ایښي او وروسته له دې د هیڅ لوري یا شخص استازیتوب نه کوي.

مولوي نیک محمد د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ اوسیدونکی دی. نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د سوداګرۍ وزارت معین او وروسته د کندهار ولایت د ښوونې او روزنې رئیس و. د طالبانو له سقوط وروسته نوموړي د تعلیم او تربیې کمیسون د مشر په توګه دنده هم ترسره کړې. په دې وروستیو کې نوموړي د سیاسي دفتر د غړیتوب ترڅنګ د رهبري شورا غړیتوب هم درلود.

یادې ټویټر پانې لیکلي چې مولوي نیک محمد خپلو دواړو دندو ته «خدای پاماني» ویلې.

حافظ عزیز الرحمن د کندهار ولایت د دامان ولسوالۍ اوسیدونکی دی. نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په متحده عرب اماراتو کې د افغانستان سرپرست سفیر په توګه دنده ترسره کړې. هغه له ۲۰۱۳ کال راپه دې خوا د طالبانو سیاسي دفتر غړی و.

تېره ورځ نړیوالو رسنیو راپور ورکړ چې شیر محمد عباس ستانکزی د سید محمد طیب اغا ځای ناستی او د طالبانو سیاسی دفتر نوی مشر وټاکل شو. نوموړي دوه ورځې وړاندې د ځان او دفتر د غړو په استازیتوب له ملا اختر محمد منصور سره بیعت او ملاتړ اعلان کړی و.

نن په غیر متوقع ډول طالبانو خپل یو رسمي لیک چې د ملا اختر محمد منصور له خوا امضا شوی، او د هغه له دفتره اجرا او بیا رسنیو ته لیږل شوی، او په دغه رسمي لیک کې ویل شوي چې دوی د طیب اغا څخه په تیرو خدمتونو قدرداني کوي، او په راتلونکې به هم دده له تجربو او مشورو څخه استفاده کوي.

د مولوي نیک محمد له اړخه د سیاسي دفتر نورو غړو ته په یوه لیک کې چې نن ټکی اسیا ته یې هم یو انځور رسیدلی، ویل شوي چې د ملا محمد عمر مجاهد وفات او د هغه وروسته د هغه د ځای ناستي پر سر اختلاف د زړه تارونه را سست کړي او نور د رسمي دندې د ترسره کولو توان راسره نشته، ځکه نو د خپلو ټولو رسمي دندو څخه لاس پر سر او ورسره خدای په اماني کوم، او تکل مي کړی چې په راتلونکې ژوند کې به د یو عام افغان وګړي او جهادي کاروان د یوه فرد په صفت ژوند تیروم.

نوموړي زیاته کړې چې په اوسنیو حالاتو او اختلاف نظر کې د هیڅ یو طرف حمایت او ملګریتوب نه کوي او دواړو اړخونو ته د رشد او هدایت دعا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
11 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Dr

######”دواړو اړخونو ته د رشد او هدایت دعا کوي.”
یعنی چی اختلاف خدای مکہ زیات شی۔ د یو شرعی امیر سرہ بغاوت کوئ اللہ دی د زړه تارونہ پری کہ۔
ورونو پہ اللہ قسم کہ دومرہ اختلاف وی لکہ دا خود پرستہ چی ھوا ورکوی۔ زموژ دا قربانی د شریعت لپارہ دی، او دا ###شرعی دلیل نہ لری،
#####

sapir

دا ددوی غیر شرعی غیر معقولو دلیلونه او فیصلی ته چی څوک وګوری،نو دی نتیجی ته رسیږی چی شرعی علم خو بیخی نلری او که یی لری هم د عملی کولو خو یی نښه هم نه ورکی مالومیږی،خدای وهلو دا وخت نو دداسی فیصلی وو؟!!!!!

hammaad

da dwara de tyyab chamchy di قد بدت البغضاء من افواههم وما تخفي صدورهم اكبر”ددي ايت مصداق دي تعصب لري له منصور سره

میوندی

وروره ملګرو ته احترام ولری دا ټول د امارت مشران دی بغاوت یی نده کړی د یوی درنی فاجعی د مخ نیوی لپاره بی احتیجاجا خپلی دندی پری ایښی کوشش کوی چی اسلامی امارت په هکله خدای مکړه د پاکستان خوبونه رښتیا نشی
همدغه زما په نظر بغاوت نه بلکی د مسایلو و سم لوری ته د رهبری کولو تر ټولو اخلاقی لاره ده.
پدی احتیجاج کی د منصور صاحب د مشرتابه مخالفت نده شوی د ځای او طرز او نایبینو او د سیاسی چارو له بهر نه پاکستان ته رانقلول دی چی

د عمری لشکر

پہ دی استعفاو کی کوم حکمت دی حکیم صاب لہ موژ سریی ہم شریک کہ۔ د پاکستان لہ لوری کم فشار وو چی د دوی پہ نس ہم وس درد سو۔
الھم نصر امیر المؤمنین۔ اللہ اکبر

نورگل انوری

د طالبانو ترمنخ اختلاف که خو ده حکومت لپاره ترتولو بد خبر زکه چه اوس به هر یولوری سوچنده خپلی حملی پر حکومت زیاتی کری او حکومت ته به گرانه وی چه له کوم طرف سره موافقه وکری شی

ابراهیم حاجي زاده

نه نه! نورګل صیب! صف لا هم مضبوط دی الحمد لله، ویشل شوی نه دی، یوازې دا سیاسي د نظر اختلاف خو به وی هغه دا چې طیب اغا او ملګری یی غواړي چې د امارت مشران باید له پاکستان څخه ووځي، ترڅو خپل استقلال وساتي. او که دلته پاتې شی نو د نورو له اغیز لاندې نور هم راځي.

نورگل انوری

ده طالبانو ترمنځ اختلاف که هر څومره زیاتیږی په هم هغه اندازه به ده حکومت لپاره بد خبر وی ځکه چه هر لوری به هڅه کوی چه له بل لوری خپل هدف ته ځان مخکی وره سوی جګړی به په حکومت لازیاتیږی اوحکومت ته به ګرانه وی چه ده طالبانو داختلاف په صورت کی ده هغوی له کوم لوری سره موافقه وکړی شی

نایاب صمیم تنی

اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته، درانو په دین او په ایمان مینو وارونو او خویندو! !! د تحریک د پیدایشت سره سم یو تور د سپی مچ هم د پنجاپ له خوا نه را والوتو چه نه په کاشی دی او نه هم په تو. چتلیسان په یوه هم نه دی بند او فرق یی د موژ سره بس همدومره دی چه موژ، مور او خور پیژنو، دوی یی نه پیژنی. موژ اسلام نیوالی اسلام موژ نیوالی یو. خو چتلیسان بیا د اسلام نه دالر ته ترجیح وارکوی، دوی دالر نیولی او دالر دوی. عزیزانو دا زوانان چه نن… نور لوستل »

ابراهیم

نو علماء کرام ولې مشرانو تر منځ د سوء تفاهم د لرې کولو هڅه کوي؟
زما په فکر اوس د علماء کرامو ستر مسؤلیت دی. ځکه دا داسې مشران دي چې هر یو په دې امارت کې غټې غټې قربانۍ ورکړي په ځانګړي ډول د طیب اغا دوه تنکي ورورنه شهیدان شوي دي، او له سقوط وروسته په لومړیو کلون کې له ډول ډول مشکلاتو سره مخ شوی الله تعالی دې ترې قبول کړي. باید قدردانی یی وشي او ورسره تفاهم وشي.

سیلالب

په دې کې هیڅ شک نشته چې د سیاسي دفتر دغه درې مشران پوه خلک دي، بغاوت نه کوي او خپلې دندې یی چې پرېښي دا یی هم د دې لپاره کړې ترڅو امارت د پردیو په غېږ کې له لوېدلو وژغوري. چې دا یی یې هم یوه ستره قرباني بولو، ځکه هر ډول هلې ځلې یی وکړي. نتیجه یی ورنه کړه. او کوم ورونه چې له حقیقت څخه خبر نه دي هغوی هسې چټي لګیا وي. یو غر او بل غر ولي. له الله تعالی وډار شئ او د مشرانو ترمنځ په اتفاق راوستلو او د سوء تفاهم په… نور لوستل »

Back to top button
11
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x