خبرتیاوی او پیغامونه

اتحاد علماء افغانستان – د امیر المؤمنین د تعزیت پیغام

الحمد لاهله والصلوة علی اهلها  امابعد
فاعوذبالله من الشیطْن الرجیم    بسم الله الرحمن الرحیم
قال الله تعالی إِنَّكَ مَيِّتٌ وَإِنَّهُم مَّيِّتُونَ[ ۳۰ سورة الزمر]  وقال تعالی: كُلُّ شَيْءٍ هَالِكٌ إِلاَّ وَجْهَهُ لَهُ الْحُكْمُ وَإِلَيْهِ تُرْجَعُونَ [۸۸  سورة القصص] وقال تعالی: كُلُّ مَنْ عَلَيْهَا فَانٍ ۲۶ وَيَبْقَى وَجْهُ رَبِّكَ ذُو الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ [۲۷  سورة الرحمن]  وقال تعالی: كُلُّ نَفْسٍ ذَآئِقَةُ الْمَوْتِ وَإِنَّمَا تُوَفَّوْنَ أُجُورَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ [۱۸۵الآیةسورةآل عمران] وقال تعالی: وَمَا مُحَمَّدٌ إِلاَّ رَسُولٌ قَدْ خَلَتْ مِن قَبْلِهِ الرُّسُلُ أَفَإِن مَّاتَ أَوْ قُتِلَ انقَلَبْتُمْ عَلَى أَعْقَابِكُمْ وَمَن يَنقَلِبْ عَلَىَ عَقِبَيْهِ فَلَن يَضُرَّ اللّهَ شَيْئًا وَسَيَجْزِي اللّهُ الشَّاكِرِينَ [۱۴۴ سورةآل عمران] وقال ابوبکررضی الله تعالی عنه عندوصال النبی صلی الله علیه وسلم:من کان منکم یعبدالله فان الله حی لایموت ومن کان منکم یعبدمحمدافان محمداقدمات.
په تاريخ۱۹شوال ۱۴۳۶ هـ د اتحاد علماء افغانستان اجتماع د مفتی محمود الذاکری حفظه الله تعالی په مشري جوړه سوه، لاندي مواد په اتفاق ارآء سره تصويب سوه:
(۱) د امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله تعالی وفات يوازي د ده د کورنۍ لپاره نه، بلکي د ټولو مسلمانانو په خاصه توګه د افغان اولس لپاره يوه لويه حادثه او عظيم مصيبت دی،موږ د مرحوم کورنۍ او خپل ټول مجاهد اولس ته د تسليت او صبر جميل پيغام ورکوو او دعاء کوو چي الله جل جلاله دي مرحوم ته جنت الفردوس نصیب کړي او موږ دي په دې مصيبت کي مأجور او په نعم البدل سرفراز کړي،  انالله واناالیه راجعون .
اللهم لاتحرمنا اجره ولاتفتنا بعده .  اللهم أجرنا فی مصيبتنا هذه واخلفنا خير امنه آمين
(۲) د يو عادي او عام مسلمان د وفات په وخت کي پسماندګانوته شرعا دا وظيفه متوجه کيږي چي صبر به کوي ، خو د یو ديني قائد  د رحلت په وخت کي وروستنیو ته له صبرکولو سره سره دا فريضه هم راجع کيږي چي د ده کار او ديني خدمات به جاري ساتي، د ده پاکيزه اهداف او ديني مقاصد به تر پښو نه لاندي کوي، لکه په غزوه موتته کي  زید بن حارثه رضی الله عنه  امير ؤ، کله چي هغه شهيد سو، نو جعفر بن ابی طالب رضی الله عنه د ده د هدف جاري ساتلو لپاره  سمدستي جهادي بيرغ پورته کړ، بيا د هغه تر شهادت وروسته عبد الله بن رواحه رضی الله عنه   بيرغ واخيست، بيا  د هغه تر  شهادت وروسته سیف الله خالد بن وليد رضی الله تعالی عنه بيرغ اوچت کړ تر دې چي فتحه راغله او مقصد حاصل سو .
(۳) امير المؤمنين ملا محمد عمر مجاهد خپل مجاهد اولس  حتی نړۍ ته تر هر څه زيات په دې صفت وپیژندل سو چي د عصر حاضر فرعون امريکا ته تسليم نه سو. په سنه ۲۰۰۱م کي د امريکا په مشري ټول عالمِ کفر پر اسلامي هیواد افغانستان وحشيانه تجاوز وکړ، بيشمیره جنايتونه يې تر سره کړل،  د افغان اسلامي ملت دين او دنيا يې په خطرکې واچول ، چون په داسي حال کي د شريعتِ  مقدس اسلام له نظره د متجاوز کافر په خلاف جهاد فرض عين ګرځي، نو امير المؤمنين د پورته شرعي حکم او د علماؤ کرا مو د فتواوو پر اساس د متجاوزينو پر خلاف فرض عین جهاد پیل کړ او د خپل ژوندتراخره پوري یې ادامه ورکړه.
د امریکاتجاوز، قبضه او د جنایتونو سلسله اوس لاهم باقاعده دوام لري، نو اتحاد علماء افغانستان خپل مجاهد اولس ته توصیه کوي چي  زموږترټولو اهمه فريضه دا ده چي خپل تر منځ شقاق او اختلاف شاته کړو او ټول افغانان په اتفاق سره روان فرض جهاد ته ادامه ورکړو،تر څو چي اخري متجاوز له افغانستان څخه شړل کيږي، په هیوادکي سل په سله قرآن کريم حاکمیږي او د امیر المؤمنین په شمول د ۳۵  کلونو په جریان کي د ملیونونو افغانانو د قربانیو مقصد حاصلیږي.
په افغان مجاهد ملت کي دا استعداد  سته (په دې شرط چي صحيح شرعي قيادت يې وسي) چي عن قريب به يوازي ځان نه، بلکي ټوله نړۍ د دې عالمي ښامار او  اخري فرعون له ظلم او غلامۍ څخه ازاده کړي او يو قوي خود مختاره ازاد او اسلامي حکومت جوړکړي. ان شاء الله تعالی.                                                                                            وما ذلک علی الله بعزيز  ومن الله التوفيق .

ittihad_ulama_afghanistan

د فرض عین جهاد د تفصیل لپاره دي د مذاهب اربعه لاندي کتابونه  وکتل سي:
الهدایة ۲/ ۵۳۷،طبع مکتبه حنفیه کوئټه.   المبسوط للسرخسی ۱۰/ ۴،ط:رشیدیه کوئټه. البدائع ۷/ ۹۸،ط:دارالکتب .  الشامیة ۶/ ۲۰۵ط: امدادیه ملتان ،کنزالدقائق، ۱۹۹،ط: رشیدیه،قاضیخان، ۴/۴۵۹،ط: حافظ کتب خانه کوئټه،المحیط البرهانی ۵/ ۲۹۵ ،۲۹۶،ط: رشیدیه ،السراجیه علی هامش قاضیخان ۲/  ۳۸۴،ط: حافظ کتب خانه کوئټه، فتح القدیر ۵/ ۴۲۳،ط: رشیدیه ،التاتارخانیه ۵/  ۱۵۲،ط :قدیمی کتب خانه ،تبیین الحقائق ۴/ ۸۱تا۸۳،ط: ایچ ایم سعید، مجمع الانهرـ۲/ ۲۷۷،ط: داراحیاءالتراث العربی ،الهندیه۲/ ۱۸۸،ط: رشیدیه، البنایة فی شرح الهدایة ۲/ ۷۹۰،ط: المکتبة المدادیة مکة المکرمة ، البحرالرائق۵/ ۱۲۳،۱۲۲،ط: رشیدیه،النهرالفائق۳/ ۲۰۱،ط: رشیدیه، الطحطاوی علی الدر۲/ ۴۴۰،۴۳۹،ط: المکتبة العربیة کوئټه،مجمع البحرین وملتقی النیرین۷۹۲،ط: دارالکتب العلمیة بیروت،شرح النقایة لعلی القاری الهروی۳/ ۲۵۸،ط: ایچ ایم سعید، النتف فی الفتاوی ۴۳۳،ط: ایچ ایم سعید،الفتاوا الکاملیة۴۸،ط: مکتبة القدس کوئټه،شرح کتاب السیر الکبیرللامام السرخسی۱/ ۱۳۹،۱۳۸،ط: دارالکتب العلمیة بیروت ، تحفة الملوک فی فقه مذهب الامام ابی حنیفة النعمان۱۷۹،ط: دارالبشائرالاسلامیة بیروت،الایضاح فی شرح الاصلاح۲/  ۴۸،۴۷،ط: درالکتب العلمیة بیروت،شرح منلامسکین علی کنزالدقائق۱/  ۲۶۷،ط: دارالکتب العلمیة بیروت ،شرح الوقایة۲/ ۳۳۹، ط: امدادیه ملتان،الجوهرة النیرة علی مختصر القدوری۲/ ۳۵۷، ط:مکتبة حقانیة ملتان،اللباب فی شرح الکتاب۳/ ۱۸۲،ط: قدیمی کتب خانه،نهایة المحتاج الی شرح المنهاج فی الفقه الشافعی۸/ ۶۹ ، ۶۸،ط: دارالفکر،حاشیة  الخرشی فی المذهب المالکی۴/ ۱۱،ط:دارالکتب العلمیة بیروت، المغنی لابن قدامة فی فقه الحنبلی۱۳/ ۳۳،ط: هجر،للطباعة والنشرقاهرة ،الفقه الاسلامی وادلته۸/ ۵۸۴۹ تا۵۸۵۱

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x