
د روژې د تحفو ځوابونه – ( دوهمه برخه )
لیکوال : نثار احمد صمد
د ۲۰۱۵ کال د روژې د مبارکی میاشتی د ټولو تحفو د پوښتنو ځوابونه په لاندی ډول دي ( البته لومړنۍ برخه یې دوې اوونۍ مخکی خپره سوې وه ) . هیله ده چی دا ټولی برخی په یو فایل کی وساتل سی . ځکه علم باید خاموش نه وی بلکی تکثیر او خپور سی .
زموږ د دې لړۍ په سیالۍ کی درې کسان ګټندوی سول چی هغه دا دي : ښاغلی ولی رحمن لومړی مقام ، ښاغلی احمد الله عاطفی دوهم مقام او ښاغلی ډاکټر اختر محمد کلیوال درېیم مقام . زه دوی درو واړو ته د زړه له تله مبارکي وایم او الله تعالی دی یې د ژوند په ټولو چارو کی بریمن او پتمن لری . دوی ته به د وعدې مطابق انشاالله زما څلور جلده کتابونه ورولیږل سی .
د پنځلسمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د رسول الله (ص) مبارک نوم ( محمد ) ذکر سوی دی ؟ ځواب : په آیت نمبر ۱۴۴ کی .
۲ ـ په سورهً النسأ کی د چا حقوق ډیر بیان سوي دي ؟ ځواب : د ښځو حقوق .
۳ ـ د سورهً آل عمران په کوم آیت کی د حضرت عیسی (ع) د ژوندي پورته کولو بیان سوی دی ؟ ځواب : آیت نمبر ۵۵ .
۴ ـ په سورهً نسأ کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم راځي ؟ ځواب : د حضرت ابراهیم (ع) نوم .
۵ ـ د المایًده معنی څه ده ؟ ځواب : دسترخوان .
۶ ـ که یو ناروغ د روژه نیولو له امله د ناروغۍ تشویش لری یا یې مریضي زیاتیږی یا د ناروغۍ د اوږدېدو اندیښنه یې وی او روژه ماته کړی نو څه کیږی ؟ الف : قضایی باید ونیسي .
۷ ـ داسی زوړ شخص چی په آینده کی د کمزورۍ له امله قضایی روژه نه سي نیولای نو د هری روژې په بدل کی باید فدیه ورکړي . دا فدیه څه مقدار وی ؟ الف : د یوې صدقهً فطر مقدار .
۸ ـ اسلام د اخلاقو په اړه څه وایی ؟ الف : بېله هغه ایمان نیمګړی ( نامکمل ) دی .
۹ ـ پنځه لمونځونه کله فرض سول ؟ الف : د اسرأ او معراج پر مهال .
۱۰ ـ چا غوښتل چی معصیب بن عامر ووژنی خو د قرآن په اوریدلو مسلمان سو ؟ ب : اسید بن حضیر .
د شپاړسمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د اوداسه ذکر سوی دی ؟ ځواب : په سورهً المایًده کی .
۲ ـ په سورهً الانعام کی د کوم پیغمبر نوم څلور واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : د حضرت ابراهیم (ع) نوم .
۳ ـ د المایًده لفظ د المایًده سورت په کوم آیت کی راغلی دی ؟ ځواب : په آیت نمبر ۱۱۲ او ۱۱۴ کی .
۴ ـ د سورهً التوبه بل نوم څه دی ؟ ځواب : سورهً برأت .
۵ ـ په سورهً المایًده کی د کوم پیغمبر نوم درې واره راغلی دی ؟ ځواب : د حضرت موسی (ع) نوم .
۶ ـ سترګی تورول ، سر غوړول ، پیغور ورکول ، چغلي کول پر روژه څه اثر کوی ؟ ب : روژه نه ماتوی .
۷ ـ که روژه لرونکی خپل نوکان واخلی یا وریښتان لنډ کړی یا سر وخریی نو ؟ ب : روژه یې نه ماتیږی .
۸ ـ د مور او پلار تر وفات وروسته د هغوی حقوق څه دي ؟ ج : د مغفرت دعا ، د قبر زیارت ، د نفلي او مالي صدقو ثواب وربخښل .
۹ ـ پیغمبر صلی الله علیه وسلم د معراج په شپه څنګه آسمان ته ولاړ ؟ الف : جسمأ او روحأ .
۱۰ ـ رسول الله (ص) څونه موده د ثور په غار کی پاته سو ؟ الف : درې ورځی .
د اوولسمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ په سورهً الاعراف کی د کوم پیغمبر نوم اووه ځله راغلی دی ؟ ځواب : د حضرت آدم (ع) نوم .
۲ ـ په قرآن مجید کی د څو مسجدونو ذکر راغلی او نومونه یې څه دي ؟ ځواب : پنځه مسجدونه : مسجدالحرام ، مسجد الضرار ، مسجد النبوي ، مسجدالاقصا ، مسجد قبا .
۳ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په ټول قرآن کی یې صرف یو ځل نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : عُزیر (ع) او ذوالنون (ع) .
۴ ـ هغه کوم سورت دی چی په پیل کی یې بسم الله الرحمن الرحیم نسته ؟ ځواب : سورهً التوبه ( برأت ) .
۵ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً یونس کی یې نوم اته واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : حضرت موسی (ع) .
۶ ـ که روژه لرونکی په غلطي سره فکر وکړی چی لمر لویدلی دی ، نو روژه ماته کړی خو وروسته پوه سي چی تر لمر لوېدو مخکی یې روژه ماته کړې ده نو ؟ ج : قضایی لازمه ده خو کفاره لازمه نه ده .
۷ ـ که په روژه کی بلغم معدې ته ولاړ سی نو ؟ ب : روژه یې نه ماتیږی .
۸ ـ د امانت په هکله اسلام څه حُکم کوی ؟ ب : د هغو خلکو چی امانتونه ( او حقوق ) یې ستاسو سره دي ، هغه صحیح او پوره ادا کړئ .
۹ ـ د الله تعالی د تعبیر له مخی د اسرأ او معراج هدف څه و ؟ الف : چی خپل آیتونه ( نښانۍ ) ور وښیی .
۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام او ابوبکر (رض) د مکې څخه تر وتلو وروسته چیری ولاړل ؟ الف : د ثور غار ته .
د اتلسمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ هغه کوم پیغمبر دی چی په سورهً هود کی یې نوم څلور واره راغلی دی ؟ ځواب : حضرت صالح (ع) .
۲ ـ په قرآنکریم کی د څو فرشتو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې وښیاست .
ځواب : شپږ دي : جبرایل (ع) ، میکایل (ع) ، اسرافیل (ع) ، ملک الموت (ع) ، هاروت (ع) ، او ماروت (ع) .
۳ ـ په سورهً یوسف کی د یوسف (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : ۲۴ واره .
۴ ـ په سورهً الحجر کی په خاص ډول د کوم قوم یادونه سوې ده ؟ ځواب : د ثمود قوم .
۵ ـ په کوم سورت کی الله تعالی د قرآن مجید د حفاظت ذمه پخپله اخیستې ده ؟ ځواب : د الحجر سورت نهم آیت .
۶ ـ که روژه لرونکی ناړی ( لاړی ) په خوله کی جمع کړی او بیا یې تیری کړی نو څه کیږی ؟ ج : هیڅ فرق نه کوی .
۷ ـ په حلق کی د مچ یا غوماشی ( میاشی ) په تللو سره روژه څنګه ده ؟ ب : نه ماتیږی .
۸ ـ آیا کافر به همیشه د جهنم ( دوږخ ) په عذاب کی وی او که تر څه مودې وروسته فنا کیږی ؟ الف : تل به د دوږخ په عذاب کی وی .
۹ ـ تر ټولو لومړنی مسجد چی پیغمبر (ص) جوړ کړ کوم یو و ؟ ب : مسجد قبا .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) کومی لور هجرت ورسره ونکړ ؟ الف : زینب (رض) .
د نولسمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د سورهً بنی اسراییل بل نوم څه دی ؟ ځواب : سورهً الاسرأ .
۲ ـ په سورهً النحل کی د سجده آیت نمبر څو دی ؟ ځواب : آیت نمبر ۵۰ .
۳ ـ په سورهً بنی اسراییل کی سجده آیت کوم یو دی ؟ ځواب : آیت نمبر ۱۰۹ .
۴ ـ د سورهً النحل معنی څه ده ؟ ځواب : د شاتو مچۍ .
۵ ـ د قرآنکریم کوم دوه سورتونه ۱۱۱ آیتونه لری او کوم دوه یې ۴۵ آیتونه لری ؟
ځواب : سورهً بنی اسراییل او سورهً یوسف هر یو ۱۱۱ آیتونه لری ؛ سورهً فاطر او سورهً ق هر یو ۴۵ آیتونه لری .
۶ ـ آیا ښځه د خپل کور په هغه ځای کی اعتکاف کولای سی چی د لمانځه له پاره یې ټاکلی وی ؟ الف : هوکې .
۷ ـ د مسنون او واجب اعتکاف له پاره روژه لرل شرط ده ؟ ب : هو .
۸ ـ ملایکی ( فرشتې ) پر مسلمانانو کوم حقوق لری ؟ الف : د هغوی پر شتون عقیده لرل ، په کور کی عکس ، تصویر او سپیً نه ساتل .
۹ ـ د پیغمبر (ع) د جمعې د ورځی لومړنۍ خطبه چیری وه ؟ ج : د بنی سالم بن عوف د قوم په منځ کی .
۱۰ ـ کوم لوی یهودي عالم د رسول الله (ص) په وخت کی مسلمان سو ؟ الف : عبدالله بن سلام .
د شلمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د معراج پیښه د بنی اسراییل سورت په کوم آیت کی بیان سوې ده ؟ ځواب : په اول آیت کی .
۲ ـ په سورهً کهف کی د کومو اصحابو ذکر سوی دی ؟ ځواب : اصحاب کهف .
۳ ـ د سورهً بنی اسراییل کوم آیت په مدینه کی نازل سوی دی ؟ ځواب : ۷۴ نمبر آیت .
۴ ـ هغه کومه ښځه ده چی په قرآن کی صرف د هغې نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : حضرت مریم (ع) .
۵ ـ په سورهً کهف کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : دوه واره .
۶ ـ که د روژې د میاشتی قضایی روژه چا نیولې وی خو هغه ماته کړی نو ؟ ب : یوازی قضایی لازمه ده .
۷ ـ په روژه کی د غاښ کښلو له امله چی وینی حلق ته نه وی تللی نو ؟ الف : روژه یې نه ماتیږی .
۸ ـ د منافق درې نښی کومی دي ؟ ج : درواغ ویل ، په امانت کی خیانت کول ، وعده نه پوره کول .
۹ ـ لومړنی هغه صحابي چی د اذان الفاظ یې په خوب کی واورېدل او پیغمبر (ص) ته یې خبر ورکړ څوک و ؟
ج :عبدالله بن زید انصاری (رض) .
۱۰ ـ اذان په کوم کال کی شروع سو ؟ الف : اول هجري کال .
د یوویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د اصحاب کهف معنی څه ده ؟ ځواب : غار والا ( په غار کی اوسیدونکي ) .
۲ ـ په قرآنکریم کی یوازینی ځای چی الله تعالی د رسول الله (ص) غوښتنه رد کړه چیری دی ؟ ځواب : التوبه ، آیت نمبر ۸۰ .
۳ ـ په سورهً طه کی د کوم پیغمبر نوم ډیر ذکر سوی دی ؟ ځواب : د حضرت موسی (ع) نوم .
۴ ـ الله تعالی په سورهً الانبیأ کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد کړی دی ؟ ځواب : رحمته للعالمین .
۵ ـ د اصحاب کهف د ۳۰۹ کالو د بیده کېدو خبره په کوم آیت کی ذکر سوې ده ؟ ځواب : په آیت نمبر ۲۵ کی .
۶ ـ د رسول الله (ص) لومړنۍ غزا کومه یوه ده ؟ ب : ودان .
۷ ـ د بدر د غزا داستان په کوم سورت کی راغلی دی ؟ الف : الانفال .
۸ ـ که د لمبېدو پر مهال سهوأ په ستونی کی اوبه ولاړی سی نو ؟ الف : روژه ماتیږی او باید قضایی راوګرځوی .
۹ ـ که روژه لرونکی په خبرتیا سره جماع وکړی نو ؟ الف : قضایی او کفاره دواړه لازم دي .
۱۰ ـ د قیامت په ورځ چی تر څو فیصله نه وی سوې نو د کومو خلکو په غاړه کی به اووه مځکی د طوق په شان ور لوېدلي وی ؟ ب : د مځکی د غاصبینو په غاړه کی .
د دوه ویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ په سورهً طه کی د موسی (ع) نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : ۱۴ واره .
۲ ـ په الانبیا سورت کی تر ټولو اول د کوم پیغمبر نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : حضرت ذوالکفل (ع) .
۳ ـ هغه کوم سورت دی چی شروع یې د هماغه سورت د نوم څخه کیږی ؟ ځواب : سورهً طه .
۴ ـ فرقان یعنی څه ؟ ځواب : فرق کونکی .
۵ ـ په سورهً طه کی د رسول الله (ص) د مشهوری دعا ( رب زدنی علمأ ) اړونده آیت څووم دی ؟ ځواب : ۱۱۴ نمبر آیت دی .
۶ ـ که د چا روژه وی خو بل چا ته وینه ورکړی نو ؟ ب : روژه یې نه ماتیږی .
۷ ـ د سخت کار له امله هم د روژې پریښودلو اجازه نسته . خو که یې په روژه کی حالت مخدوش سی او روژه ماته کړی ، نو څه کیږی ؟ ب : یوازی قضایی لازمه ده .
۸ ـ د قیامت په ورځ به لمر د خلکو د سرونو څخه څومره لوړ وی ؟ ب : یو میل به لوړ وی .
۹ ـ پیغمبر (ص) د هغو یهودیانو سره څه وکړل چی عهد او پیمان یې مات کړ ؟ الف : هغوی یې له مدینې وشړل .
۱۰ ـ د احد په جنګ کی څوک په مدینه کی د رسول الله (ص) ځای ناستی و ؟ الف : عبدالله بن ام مکتوم (رض) .
د درویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ النمل څه معنی ؟ ځواب : یعنی میږی .
۲ ـ په سورهً الشعرا کی د حضرت صالح (ع) کومه معجزه ذکر سوې ده ؟ ځواب : د اوښي معجزه .
۳ ـ په سورهً القصص کی د کوم پیغمبر قصه په تفصیل سره بیان سوې ده ؟ ځواب : د موسی (ع) قصه .
۴ ـ په سورهً النمل کی د کومی ملکې ذکر راغلی دی ؟ ځواب : د ملکهً سبا ذکر راغلی دی .
۵ ـ په سورهً « ص » کی د کوم پیغمبر ذکر ډیر سوی دی ؟ ځواب : حضرت داؤد (ع) .
۶ ـ که چا نفلي روژه په قصده وخوړل یا یې جنسي عمل وکړ نو ؟ ب : روژه یې ماتیږی او باید قضایی راوګرځوی .
۷ ـ که یو څوک په بل چا باندی په زوره روژه ماته کړی نو ؟ ج : روژه یې ماتیږی خو صرف قضایی به راګرځوي .
۸ ـ پر شاګرد د استاد څومره حقونه دي ؟ الف : د خپل مور او پلار د حقونو غوندی .
۹ ـ د احد په غزا کی د مشرکینو قوماندان څوک و ؟ الف : ابو سفیان .
۱۰ ـ رسول الله (ص) په کومه غزا کی امر وکړ چی د خرما باغونه دی قطع او وسوځل سی ؟ ج : د بنی نضیر غزا .
د څلیرویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ په کوم غیر اسلامی مشهور دینی کتاب کی د قرآن نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : د سیکانو په ګرنت صاحب کی .
۲ ـ کوم سورت د میوې په نوم دی ، او کوم سورت د یو حکومت یا هیواد په نوم دی ؟
ځواب : سورهً التین ( یعنی انځر ) او سورهً الروم ( یعنی د روم سلطنت ) .
۳ ـ الصف څه معنی ؟ ځواب : یعنی صف جوړونکی .
۴ ـ فاطر څه معنی ؟ ځواب : روزي ورکونکی ، پیدا کونکی ، احسان کونکی .
۵ ـ په سورهً لقمان کی د حضرت لقمان نوم څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : دوه واره .
۶ ـ که څوک په روژه کی خپلی خولې تر ستونی تیری کړی نو ؟ ب : روژه یې ماتیږی او قضایی به نیسی .
۷ ـ نارینه چی په روژه کی په زوره د ښځی سره نږدېکت وکړی د هغې ښځی روژه څنګه ده ؟
ج : روژه یې ماتیږی او قضایی باید راوګرځوي .
۸ ـ په اسلام کی د رشوت په هکله څه وعید ( خبردارئ ) دی؟ ج: رشوت ورکونکی او رشوت اخیستونکی دواړه دوږخیان دي.
۹ ـ د احد په غزا کی د مسلمانانو قوماندان څوک و ؟ الف : معصب بن عمیر (رض) .
۱۰ ـ الله تعالی په کومو آیتونو کی د عایشې (رض) برایًت ثابت کړ ؟ الف : د سورهً نور لس آیتونه .
د پنځه ویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ په سورهً الاحزاب کی رسول الله (ص) په کوم لقب سره یاد سوی دی ؟ ځواب : خاتم النبیین .
۲ ـ په قرآن مجید کی د کومو ظالمانو نومونه ذکر سوي دي ؟ نومونه یې واخلیً . ځواب : جالوت ، هامان ، سامري ، آذر ، فرعون ، قارون ، ابو لهب .
۳ ـ عیسی (ع) په کوم سورت کی د رسول الله (ص) د راتګ بشارت ورکړی دی ؟ ځواب : سورهً صف .
۴ ـ الله تعالی د خپل کلام په کوم ځای کی فرمایلی دي چی د دې کتاب ساتونکی زه پخپله یم ؟ ځواب : الحجرات : ۹ .
۵ ـ په قرآن مجید کی درسول الله (ص) نوم یعنی « محمد » څو واره ذکر سوی دی ؟ ځواب : څلور واره .
۶ ـ که یو څوک پخپله د روژې میاشت ووینی خو حکومت روژه اعلان نکړی نو ؟ ب : باید روژه ونیسی .
۷ ـ که څوک په روژه کی تر سهار کېدو مخکی په خوله کی نسوار واچوي او بیده سی ، خو وروسته چی راکښینی سهار سوی وی مګر نسوار یې په خوله کی وی نو ؟ ب : روژه یې ماتیږی او قضایی پر واجب ده .
۸ ـ پر میړه د ماندینې کوم حقوق دي ؟ الف : خوراک ، لباس ، استوګنځی ( رهایش ) .
۹ ـ د احد د غزا داستان په کوم سورت کی راغلی دی ؟ الف : آل عمران .
۱۰ ـ د افک د قضیې په سر پر چا باندی حد اجرا سو او هغه څه و ؟ الف : مسطح بن اثاثه ، حسان بن ثابت ، حمنة بنت حجش ( ۸۰ دُرې ) .
د شپږویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د قرآن مجید څو سورتونه په صرف یو حرف سره پیلیږی او هغه کوم دي ؟ ځواب : سورهً (ص) ، سورهً (ق) ، سورهً (ن) .
۲ ـ الحدید څه معنی ؟ ځواب : اوسپنه .
۳ ـ التغابن څه معنی ؟ ځواب : نقصان کونکی .
۴ ـ امهات المؤمنین ته د کوم سورت په کوم آیت کی د پردې ( سَتر ) ، لمونځ او زکات امر سوی دی ؟
ځواب : سورهً احزاب آیت نمبر ۳۳ .
۵ ـ د سورهً الرحمن « فبأی ربکما تکذبان » آیت څو واره تکرار سوی دی ؟ ځواب : ۳۱ واره .
۶ ـ د عطرو ، ګلابو ، نرګس بوی کول پر روژه څه اثر کوی ؟ ب : روژه نه ماتوي .
۷ ـ په سترګو کی دوا اچول روژه ماتوی که یا ؟ ب : یا ، نه یې ماتوی .
۸ ـ په قبر کی د پوښتنونکو ملایکو نومونه څه دي ؟ الف : منکر او نکیر .
۹ ـ د حُدیبیه تړون په کوم کال کی وسو ؟ د : شپږم هجری .
۱۰ ـ پیغمبر علیه السلام په کوم کال پاچهانو ته لیکونه ولیږل ؟ ج : شپږم هجری .
د اووه ویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ د مهاجرو او انصارو اصحابو ذکر په کومو دوو قرآني سورتونو کی سوی دی ؟
ځواب : په سوره ً التوبه او سورهً الانفال کی .
۲ ـ الله تعالی د مؤمنانو څخه د هغوی ژوند او مال رانیولی دی ، دا خبره په کوم سورت او کوم آیت کی سوې ده ؟
ځواب : د سورهً التوبه په آیت نمبر ۱۱۱ کی .
۳ ـ هغه کوم یوازینی صحابي دی چی په قرآن کریم کی یې نوم ذکر سوی دی ؟ ځواب : زید بن حارثه (رض) .
۴ ـ « یو د بل غیبت مه کوئ » ، دا امر د قرآنکریم په کوم سورت او کوم آیت کی سوی دی ؟ ځواب : الحجرات ۱۲ .
۵ ـ په لوح محفوظ کی د قرآن مجید د شتون ذکر چیری سوی دی ؟ ځواب : په سورهً البروج آیت نمبر ۲۲ کی .
۶ ـ که یو چا د کفارې د روژو نیولو قدرت نه درلود ( یعنی مریض یا ډیر کمزوره وی ) نو ؟
الف : باید شپېته وږي مسکینان سهار او ماښام ماړه کړی .
۷ : په قبر کی د ملایکو تر پوښتنو وروسته صحیح ځواب ویونکي ته څه ورکول کیږی؟ ج : د جنت کړکۍ ورته خلاصیږی.
۸ ـ حج څه شی دی ؟ ج : د الله سره د محبت عاشقانه عبادت دی .
۹ ـ کوم پاچا د پیغمبر (ع) خط څیری کړ ؟ ب : د فارس پاچا .
۱۰ ـ چا د سیف الله ( د خدای توره ) لقب حاصل کړ ؟ الف : خالد بن ولید .
د اته ویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ « بېشکه مؤمنان وروڼه دي » ، دا خبره په کوم سورت او کوم آیت کی سوې ده ؟ ځواب : الحجرات ۱۰ .
۲ ـ د قرآن مجید په کوم سورت کی د جنازې د لمانځه حکم سوی دی ؟ ځواب : په سورهً توبه ۸۴ نمبر آیت کی .
۳ ـ د بدر د غزا تر پیلېدو مخکی رسول الله (ص) کوم آیت تلاوت کړ ؟ ځواب : د القمر سورت ۴۵ نمبر آیت .
۴ ـ د قرآنکریم د کوم سورت هر آیت د ( د ) په حرف او د کوم سورت هر آیت د ( س ) په حرف سره ختمیږی ؟
ځواب : سورهً اخلاص او سورهً الناس .
۵ ـ په قرآنکریم کی تر ټولو اول کومه دعا راغلې ده او چیری ؟ ځواب : اهدنا الصراط المستقیم ( سوره ً فاتحه ) .
۶ ـ په اسلام کی د مزدورانو په هکله څه امر سوی دی ؟ ب : د هغوی مزدوري د هغوی د خولو تر وچېدو مخکی باید ورکول سی .
۷ ـ لوح محفوظ د څه شي څخه جوړ سوی دی ؟ الف : د سپین ګوهر څخه .
۸ ـ د یو انسان توبه تر کوم مهاله قبلیږی ؟ ب : د زکندن تر لږ مخکی پوری .
۹ ـ مکه په کوم کال کی فتح سوه ؟ ج : اتم هجری .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) د اوښی ( یعنی ماده اوښ ) نوم څه و ؟ الف : قصوأ .
د نهه ویشتمی تحفې ځوابونه :
۱ ـ الله تعالی د قرآنکریم په کوم آیت کی د یو بېګناه انسان قتل د ټولو انسانانو قتل بللی دی او د یو انسان ژغورل یې د ټولو انسانانو ژغورل بللی دی ؟ ځواب : المایًده ۳۲ .
۲ ـ د قرآن مجید د مکي سورتونو پیل عمومأ په کومو الفاظو سره کیږی ؟ ځواب : یا ایها الناس .
۳ ـ د قرآن مجید د مدني سورتونو پیل عمومأ په کومو الفاظو سره کیږی ؟ ځواب : یا ایها الذین آمنو .
۴ ـ معوذتین د قرآنکریم کوم سورتونه دي ؟ ځواب : سوره ً الفلق او سورهً الناس .
۵ ـ د قرآن مجید کوم آیت وایی چی تر څو په ځان کی ( مثبت ) بدلون را نه وړې الله دې ( روان ) حالت نه بدلوي ؟
ځواب : الرعد ۱۱ .
۶ ـ چا په لومړني آسمان کی اذان وکړ ؟ الف : جبرایل (ع) .
۷ ـ د حضرت عثمان (رض) پر خلافت باندی تر ټولو اول چا بیعت وکړ ؟ ب : حضرت علی (رض) .
۸ ـ تر ټولو اول چا بیت المال جوړ کړ ؟ ب : حضرت عمر (رض) .
۹ ـ پیغمبر (ص) د مکې تر فتحی وروسته هلته څو شپې پاته سو ؟ الف : ۱۹ شپې .
۱۰ ـ د رسول الله (ص) وروستۍ غزا کومه یوه وه ؟ الف : د تبوک غزا .
والسلام ، ستاسو د دعاوو محتاج نثار احمد صمد