نظــر

بي،بي ،سي ،ظاهر تنین ، ډاکتر لطیف او ایمل پسرلی ، عجبه تړاو

bbc-pashtoدافغانستان لپاره دبي ، بي ،سي پښتو په اړه مي په افغاني ویبپاڼو کې یوه لیکنه ولوسته چې په زړه پوري هم او دخندا وړ هم وه . په زړه پوري ځکه وه چې اوس په افغانستان کې درسنیو بهیر دومري ګړندی شوی چې دبلي هغې پر ځینو ورانو موادوخپرولو سمدستي غبرګون ښودل کېږي . دخندا وړ ځکه وه چې ددې ادارې له کمزوري مشرتابه نه خو هم دا تمه کیدای شوای .
هغه وخت چې په افغانستان کې دطالبانو نظام وو نو بي ، بي ،سي پښتو تل ددغه نظام منفي اړخونه راسپړل او په ډېر هنر سره یې ددغه اسلامي نظام دړنګولو لپاره خپلي هڅي کولې . دا یوازي دبي ، بي ،سي پښتو پالیسي نه وه بلکه دټولو غربي رسینو هم دا پالیسي وه .

کله چې دامریکا په مشري نړۍ وال ایتلاف پر افغانستان باندي یرغل وکړو او دطالبانو نظام یې له منځه یووړو، بي بي سي پښتو دنړۍ وال پوځ سره اوږه په اوږه دطالب نظام په خلاف وجنګېده .

هغه وخت دبي بي سي مشر ظاهر طنین وو او هغه په خپل هم دغه کار سره تر یوه لوی موقف پوري ځان ورساوه او نور یې بي بي سي ته مخه ښه وویله .

ډاکتر ظاهر طنین چې په رښتیا ډېر تېز او تکړه کس وو بي بي سي  یې دخپلو موخو لپاره ښه وکاروله ،خپل دوستان یې په افغانستان کې دکار پوهانو په نوم تر لوړو – لوړو څوکیو ورسول او دخپل تګ وروسته یې یادي ادارې ته داسي‌یو مشر ورپرېښودو چې طبي ډاکتر او ډېر زیات محافظه کار دی . ددې کار تر شا د ظاهر طنین مقصد داوو چې تر شا یو داسي کس پرېږدي چې دده پر مشري باندي دیادي ادارې کارکوونکي شکر وباسي «همداسي وشول» .

ډاکتر لطیف چې دډاکتر طنین وروسته دبي بي سي مشر شو رښتیا هم یو تکړه منیجر نه وو او بیا یې هڅه وکړه چې دځان ل‍پاره یو بل داسي کس پیدا کړي چې پر هغه باندي نوموړی امر کولای شي‌او هغه دده او دانګریزانو پلانونه عملي کړای شي .
که څه هم په بي ، بي ،سي پښتو کې دژورنالیزم یوازینی استاد عالم او فاضل شخص ډاکتر محمد داود جنبش هم شته دی چې دډاکتر لطیف او ډاکتر طنین په څېر طبي ډاکتر نه دی بلکه دژورنالیزم ډاکتر دی او په افغانستان کې ما غوندي‌سلګونه کسان یې په ژورنالیزم پوهولي دي . هغه کس ته دډاکتر لطیف دمرستیالي موقع ورنکړل شوه ،دوه علته وو یو دا چې هغه تر اوسه دجونيیر پروډیوسر په څوکۍ کې ډاکتر طنین ساتلی وو او بل دا چې پر هغه باندي دوی په خپلو کې دننه دتوندلاري پښتون تور لګوي . که څه هم ډاکتر جنبش صاحب کاشکي چې توندلاری پښتون وای خو بیا هم دوی په دغه رنګ تور کړی دی .

هم دا راز په دغه اداره کې یو بل عالم او حلیم شخصیت داود اعظمي هم شته دی چې خدای شته ژوره وړتیا لري او دژورنالیزم په اصولو په دغه اداره کې کار کوي او داسي نور سنیئره او ستر کسان شته چې نومونه یې زیات دي ، خو ډاکتر لطیف دیادي ادارې دمرستیالي لپاره دظاهر طنین پر پله پل کښېښودو او او یو کمزوری او تر خپل وس لاندي کس یې دخپلي مرستیالي لپاره رامیدان ته کړو .

هغه ایمل پسرلی دی چې یوازي تېزه ژبه لري او دافغانستان په اړه یې تل نظر منفي دی . ماته ډېرو کسانو ویلي دي چې ایمل پسرلی وايي چې زما لپاره تر هرچا دهغه هیواد ګټي مهمي دي چې چېرته اوسم او چېرته یې ګټم .

مطلب داچې دنوموړي لپاره تر بل هرڅه دانګلستان ګټي مهمي دي او داسي کسان په دې کې چورت نه وهي چې په افغانستان کې څه روان دي او دافغان مظلوم ملت بچي دلڅو عکسونو کتلو ته ضرورت لري که دژوند ځیني نوري اسانتیاوو ته .
دبي بي سي داوسني کمزوري مدریت په پایله کې چې په اصل کې ډاکتر طنین هم دا غوښتل دپښتو څانګه تر بل هروخت ډېره وخپل شوه . دا چې یوه قوي څانګه به بلل کېده دډاکتر لطیف او ایمل پسرلي په برکت ودې حال ته ورسېده چې دوړتیا وړ کسان یې له لاسه ورکړل .

دشهید عبدالصمد روحاني غوندي تکړه او با استعداده ژورنالیست هم بي بي سي په وسله والو ووژلو،‌هم دا راز په یوه لیري پرته پښتني سیمه کې یو معصوم او تنکی ځوان ژورنالیست امید خپلواک هم دبي بي سي دګټو قرباني شو. د بي بي سي پښتو یادو دوو مشرانو دپښتنو تاندو ژورنالیسټانو له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه او په فرمایشي خبرونو یې دهغوی ژوند واخیستو .

له دې سیوا دیادي ادارې مشرتابه ډېر تکړه او وتلي ژورنالیسټان له لاسه ورکړل ، خپلواک صافی چې دافغانستان له موهمو څېرو څخه دی ، لیکوال شاعر او ژورنالیسټ حنان حبیب زی چې دژوند تر وروستیو پوري یې دزدکړو لپاره تابیا کړې ده ، ملالۍ شینوارې چې ښکلی غږ او باجراعته پښتنه ده ، میرویس افغان چې دبي بي سي له تګ نه وروسته یې یوه ستره ویبپاڼه جوړه کړه ، عبدالمالک عاصم چې بي بي سي یې اوس هم کمبوت احساسوي ، او تر ټولو لویه ضایعه خو دبي بي سي پښتو لپاره دا وه چې نجیبې لېمې هم دپښتو سرویس نه کډه وکړه او دبي بي سي انګریزي برخي ته لاړه .

داسي ژورنالیسټانو تګ له یوې ادارې نه دکمزوري منیجمنټ سیوا نور څه کېدای شي‌؟

که څه هم دبي بي سي غوندي ادارې نه دګټي تمه کیدل هم یو لوی غفلت دی ، ځکه دا دانګریزانو دګټو دساتلو اداره ده  نه دافغانانو دګټو دساتلو اداره . البته موږ افغانانو ته په کار دي چې خپل حکومت په دې مجبوره کړو چې دداسي‌ناوړه کړنو مخ نیوی وکړي . دافغانستان داطلاعاتو او کلتور وزارت کولای شي چې بي بي سي پښتو ته خبر داری ورکړي چې په افغانستان کې دفحشا اور ته لمن ونه وهي . دافغانستان حکومت دي دداسي‌شومو اهدافو پلي کوونکو رسنیو ته دخپل با شهامته او کلتوریک ملت په وړاندي دو رته کړنو اجازت نه ورکوي .

په دې کې هیڅ شک نشته چې په بي بي سي پښتو کې ناست ټول کسان په پښتو ژبه خبري کوي ، خو دا هم یو حقیقت دی چې دافغانستان دښمنه دا سنګر کې ډېری داسي‌کسان هم شته چې پښتو ته ژمن نه دي، یوازي او یوازي دانګستان ګټي او خپل موقف ورته مهم دی .

که څه هم په افغانستان کې دغربي ډیموکراسي په برکت اوس درسنیو بازار دومري ګرم دی چې دبي بي سي کار کوونکو ته هغه دپخوا عزت او شان نه دی ورپاتې ،خو بیا هم ځیني دبي بي سي کار کوونکی په خپل خو دساخته عزت باندي بریتونه تاووي .

دبي بي سي پښتو مشرتابه ته په کار دي چې له محافظه کاري لاس واخلي او دورته کړنو مخنیوی وکړي ، هغه په دې چې افغانستان یومذهبي او کلتوریک هیواد دی داسي نه چې ددغې ادارې په خلاف ولسي پاڅون وشي‌.
خدای (ج) دي‌وکړي چې څوک رانه خوابدي شوي نوي .

په درنښت

عمر جان عمر / کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x