کابل شاه شهيد کې درنې چاودنې څلور سوه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۶مه ۱۳۹۴ل): د پلازمېنې کابل شاه شهيد سيمه کې يوې درنې چاودنې لږ تر لږه نهه تنه وژلي او نېږدې څلورسوه نور يې ټپیان کړي دي.

د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال جنرال ايوب سالنګي په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، چې چاودنه تېره شپه يوه بجه شاه شهيد سيمه کې شوې او ډېری قربانيان يې ولسي وګړي دي.

د عامې روغتیا وزارت په دغې خونړۍ چاودنه کې د ۴۰۰ کسانو ټپي کېدنه تایید کړې. داسې اندېښنې هم شته چې د وژل شوو او ټپي شوو کسانو شمېر تر دې هم لوړ شي.

تر دې وړاندې یاد وزارت د نهه تنو وژل کېدل او ۱۹۸ نورو ټپي کېدل تایید کړي وو.

د شاه شهيد او شاوخوا سيمو اوسيدونکي وايي، چې د نيمې شپې درنې چاودنې لسګونو کسان ټپيان کړي او نهه تنه يې وژلي دي.

د کابل اوسېدونکي وايي، چې چاودنه ډېره قوي وه او غږ يې تر ارزان قيمت، بودخاک، تيمنيو، کوټه سنګي او ګڼو نورو سيمو پورې اورېدل شوی او د شاوخوا سيمو د کورونو کړکۍ يې هم ور ماتې کړي دي.

د پېښې ډېری قربانيان ولسي وګړي دي.

چارواکو تر اوسه دا نه دي ويلي، چې چاودنه چا کړې او هدف يې څه و.

د شاه شهيد اوسېدونکو په ټولينزو شبکو کې ليکلي، چې چاودنه ډېره قوي وه او اوس هم ګڼ خلک د چاودنې له امله په وران شوو کورونو کې بند پاتې دي او د ژغورلو يې څوک نه شته.

د سيمې اوسېدونکي وايي، چې د چاودنې هدف شاه شهيد سيمه کې د ملي اردو د کشف او استخباراتو ګډ دفتر و.

د چاوراکو په وينا د ګڼو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دی او کېدای شي د مړو شمېر نور هم زيات شي.

دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې د ګډ حکومت مشر اشرف غني المان ته د درملنې لپاره تللی، اجراييه رييس ډاکټر عبدالله مصر ته تللی او د اشرف غني لومړی مرستيال له تېرې اوږدې فارياب ولايت ته تللی او هوډ يې کړی، چې تر هغو به له فاريابه را نه شي، تر څو يې، چې طالبان له دغې سيمې نه وي ويستلي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ف.ا
میلمه
ف.ا

الحاج استاد بیانزی. لطف الله شرخوا او نور د#### د راشی او د خپل جهاد ثمره د وگوری. بیانزی صاحب راشه وگوره هعه جهاد چه ته ورته تبلیغ کوی وگوره چه سومره کافر ماشومان چه په خوب ویده و د مرگ په خوب ویده کرل. خیرخوا صاحب راشه تحلیل کره چه ستا جهاد سومره کافر و افغانانو کور ونه وران کرل.