د مسلمانانو حقونه (4)

ژباړه: محمد لقمان حامد

له کونډو، یتیمانو او مسکینانو سره خواخوږي

هرانسان ته په کار ده چې د یتیمانو، مسکینانو او کونډو ښځو پر حال رحم وکړي، د هغوی مرسته وکړي، او له دوی سره خپل غم او ښادي شریکه کړي، په دوی کې له هر یو سره په مرسته کولو او رحم کولو باندې الله تعالی بیل بیل اجر او ثواب ورکوي. لکه الله تعالی د یتیم په هکله په قران کریم کې وایي: فأما الیتیم فلا تقهر (الضحی) ژباړه: نو پر یتیم باندي قهر مه کوه! .او د سوالګر په هکله بیا داسې وایي: وأما السا‌‌‌‌ئل فلا تنهر (الصحي) او سوالګر تش لاس مه شړه! .

دا راز الله تعالی د فقیر په هکله په یو بل آیة کې داسې وایي: ولایحض علی طعام المسکین. او خلک به یې مسکین ته ډوډۍ ورکولو ته نه هڅول. له دې آیتونو څخه څرګنده شوه چې له یتیمانو او مسکینانو سره خپل رزق او خوراک،څښاک شریکول هغوئ ته جامې ورکول او د هغوی ضروریات پوره کول څومره لویه نیکبختي او د ثواب وړ ګرځي، او هفوی ته په سپک نظر کتل د دنیا او اخرت د شرمندګي سبب ګرځي.

حضرت سهل بن سعد رضی الله عنه وایي: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اوریدلي دي هغه ویل: زه او هغه سړی چې د یتیم ساتنه کوي داسې یو، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلې منځنۍ او سبابه ګوتې ته اشاره وکړه.(بخاري)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: څوک چې په کونډو ښځو او غریبانو باندې خرڅه کوي یعني د هغوی ضرورتونه پوره کوي داسې دی لکه د الله تعالی په لاره کې چې جهاد کوي.

ګټه: په عباداتو کې تر ټولو سخت او مشکل کار د الله تعالی په لاره کې جهاد کول دي خو رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه سړي په هکله داسې وایي څوک چې د ګونډو ښځو او غریبانو پالنه کوي دې سړي ته به د دې نېک عمل په سبب د جهاد کولو په برابر ثواب ورکول کیږي .له دومره زیات ثواب او فضیلت سره سره که چرته بیا هم کوم مسلمان په خپل مال او دولت باندې د مار په څیر پروت وي نو هغه ته به د بخیل اوکنجوس څخه پرته بل څه ویلی شو؟

د ګاونډیانو حقونه

قرانکریم وایي: والجاری ذی القربی والجار الجنب والصاحب بالجنب. ژباړه: او نږدې ګاونډي او تر څنګ ګاونډي او هغه څوک چې په څنګ کې در سره ناست وي له هغه سره ښه چلند کوئ. په حدیث کې راغلي حضرت ابوذر رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم ما ته وویل: ای ابوذره کله چې ته شوروا پخه کړې نو اوبه په کې زیاتې کړه او د ګاوډیانو خیال ساته. (مسلم )

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: په خدای سوګند مؤمن نه دی، په خدای سوکند مؤمن نه دی، په خدای څوکند مؤمن نه دی، پوښتنه ورڅخه وشوه یا رسول الله صلی الله علیه وسلم څوک مؤمن نه دی؟ ویې ویل: هغه څوک مؤمن نه دی چې ګاونډي يې له تکلیفونو څخه په امن کې نه وي. (بخاری و مسلم)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وويل: څوک چې په الله تعالی او د اخرت په ورځ ایمان لري هغه دي خپل ګاونډي ته ضرر نه رسوي. (بخاری و مسلم)

حضرت ابو شریح خزاعی رضی الله عنه وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې په الله تعالی او د اخرت په ورځ ایمان لري هغه دي له خپل ګاونډي سره ښه چلند کوي. (مسلم)

حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنهما وایي رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: الله تعالی ته غوره ملګری هغه دی څوک چې له خپل ملګري سره خیرخواهي کوي او الله تعالی ته غوره او ښه ګاونډي هغه څوک دی چې له خپل ګاونډي سره خیرخواهي کوي. (ترمذي)

تشریح

د قرآن کریم له آیتونو او د حدیثونو څخه لاندې خبرې څرګندې شوې:

۱: ګاونډي ته تکلیف او ضرر رسول حرام دي بلکه د الله تعالی محبوب صلی الله علیه وسلم په سوګند خوړلو سره وایي چې داسې سړی مؤمن نه دی .
۲: له خپله وسه سره د ګاونډي خیال ساتئ او راحت ورته رسوئ.
۳: که چرته په کور کې ترکاري پخوئ نو د ګاونډي په نیت اوبه لږ زیاتې په کې واچوئ او یو څه ترکاري ګاونډي ته هم ورولیږه.
۴: د ګاونډي د عزت داسې خیال او ژغورنه کوئ لکه څنکه چې د خپل عزت ژغورنه او خیال ساتئ .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د