ايران دفاتح په نوم ميزايل تجربه کړ
ايران دفاتح۱۱۰ په نوم ميزايل څلورم پرمختللی ورژن کاميابه تجربه وکړه.
دايران د دفاع وزيرجنرل احمدوحيدي خبريالانوسره په خبروکي وويل چې دغه ميزايل دخپل هدف د دقیق په نښه کولوښه صلاحيت لري.
دنوموړي په وينافاتح ميزايل درادارسستم مرکزونه، پوځي مراکزاودوسلې ګودامونه په پوره توګه له منځه وړلی شي.
احمدوحيدي وويل چې دغه ميزايل چې يوازي ددفاع په خاطرجوړشوی درې سوه کليومتره فاصله ويشتلی اوله منځه وړلی شي.
ده زياته کړه چې فاتح يوسل اولس ميزايل به يوازې دهغه چاپه خلاف وکاروي چې دايران په لور دبدو او کږو کتلوهڅه وکړي.