افغانستانمرکې

ایوان ریډلي: تل به د ملا محمد عمر پوروړې یم

د ملا محمد عمر له وفات وروسته به یې ټولې افسانې ژوندۍ پاتې شي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۱۶مه، ۱۳۹۴ل): برتانوۍ خبریاله، ایوان ریډلي چې د طالبانو د حکومت له سقوط لږ مخکې (سپټمبر ۲۴مه، ۲۰۰۱) افغانستان ته په پټه راغلې وه، له دوو ورځو وروسته چې کله برته تلله، د سپټمبر په ۲۶مه د طالبانو له خوا ونیول شوه. له لس ورځني اسارت وروسته، کله چې پر افغانستان د امریکا یرغل پیل شو، طالبانو دغه خبریاله د اکټوبر په ۸مه خوشې کړه. مېرمن ریډلي د طالبانو له بند وروسته د قرانکریم مطالعه پیل کړ او بلاخره د ۲۰۰۳ کال په اوړي کې مسلمانه شوه. اوس په لوېدیځ کې د اسلامي نړۍ او

اسلامي خوځښتونو په باب د نورو لوېدیځوالو په پرتله جلا نظر لري.

د ایران شرق ورځپاڼې له مېرمن ایوان ریډلي سره د طالبانو د مشر، ملا محمد عمر مجاهد په اړه مرکه کړې، چې ځینې برخې يې تاسو سره شرکوو:

شرق: څه موده له طالبانو سره اسیره وې او له هغې وروسته شهرت ته ورسېدې. ستاسو په نظر که مو په ژوند کې دا پېښه نه وای شوې، نو دومره به مشهوره شوې وې او د ژوند مسیر به دې بدلون موندلی وی؟څه لامل و چې مسلمانه شوې؟

ریډلي: په حقیقت کې دا زما په ژوند کې یوه د عطف نقطه وه؛ خو داسې څه نه و چې زه یې په لټه کې وم. زه یوه بریالۍ خبریاله وم، لوړ عاید او ښه ژوند مې درلود. له ځانګړو خبري راپورونو پرته د بل هېڅ شي په لټه کې نه وم. د یوې خبریالې په توګه مې کار د پټو او محرمانه مسایلو څېړنه وه او طبیعتاً د شهرت په لټه کې هم نه وم او په تمه هم نه.

له مسیحیت نه اسلام ته له راګرځېدو مخکې مې دوه کاله څېړنه او مطالعه وکړه او بیا مې دا پرېکړه وکړه. دا کار راته په سر کې د یوه اکاډمیک کار په توګه پیل شو؛ خو وروسته راته پر یوه معنوي سفر واوښت.

شرق: د داسې یو چا په توګه چې افغانستان ته تللې یې، چارواکو سره دې کتلي، له طالبانو سره د سولې بهیر په اړه دې نظر څه دی؟

ریډلي: د طالبانو مشر جګړې ته د ځان د بریا په سترګه ګوري. هغوی په ۲۰۰۱م کال کې ښکاره کړه چې دا جګړه يې نه غوښته او له مختلفو لارو یې هڅه وکړه چې په افغانستان کې بم چاودنې ودرېږي. حقیقت دا دی چې له افغانستان نه د لوېدیز ځواکونو شاتګ طالبانو ته یوه بریا ګڼل کېږي.

شرق: ستاسو په نظر به ملا عمر د طالبانو پر فعالیتونو څه اغېز ولري؟ د «ملااختر منصور» او «ملاعمر» ترمنځ څه توپيرونه او ورته والي وینې؟

ریډلي: د ملا محمد عمر د مرګ د خبر له اورېدو سره خواشینې شوم. لومړی مې د خبر پر حقیقت شک درلود؛ تر څو یې چې طالبانو د رسمي خبرپاڼې په خپرولو سره پخلی وکړ. که څه هم ما تر اوسه ملا محمد عمر سره ملاقات نه و کړی، سره له دې دا د هغوی قضاوت و چې زما ژوند وژغورل شو. په پای کې یې زه تل پوروړې یم! کله چې د طالبانو په لاس بندي وم، هغه یوازې د خپلو شاوخوا خلکو خبرو ته غوږ نیوه. هغوی زما د اعدام نظر درلود، ځکه زه یوه غربۍ وم، که ملا عمر د هغوی استدلال منلی وی، زه به اوس وژل شوې وم.

البته دا په دې مانا نه ده چې زه له ټولو هغو پرېکړه سره موافقه یم چې د هغه په نامه شوې دي. زه باوري یم چې د ملا عمر مخالفینو او نړیوالې ټولنې هغه کم وګاڼه او د هغه په تړاو یې ناسم برداشت درلود. زما درک دا دی، چې هغه له امریکا سره د جګړې د مخنیوي لپاره ډېره هڅه وکړه. تر دې چې پوهېږم ملا عمر دېر خاکساره انسان و. هغه بې له جاه و جلاله پر هغه لار ګام کېښود چې ځان ته يې ټاکلې وه او خپل مسیر ته یې ادامه ورکړه. د هغه له وفات وروسته به یې ټولې افسانې ژوندۍ پاتې شي. د ملا عمر د قوت له ټکو د حالاتو څارنه، تجزیه او تحلیل او په بیړه قضاوت نه کول و. په پایله کې، په دې اساس لا ډېر ژر ده چې د طالبانو نوی مشر له هغه سره پرتله کړو، خو ځایناستی یې هم له ننګونو سره مخ دی.

شرق: د ملاعمر له مرګ وروسته به د سولې د خبرو اترو برخلیک څنګه وي؟

ریډلي: د سولې خبرې به هغه مهال لاسته راوړنه ولري، چې دواړه غاړې يې په رښتیا هم د پایلو په تمه وي. په هغه صورت کې سوله ممکنه ده. له طالبانو سره سوله د افغانستان د اکثریت، یا بهتره ده ووایم، د ټولو خلکو غوښتنه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د عمری لشکر

دا وس مسلمانہ دہ او د دی بی سترہ عکس خپرول یی ستاسی تیروتنہ دہ دا د نن۔اسیا وال ھم کراکرا د بی ستری طرف رہ روانہ دہ۔

ګلاب

د عمری لشکر په تایید زه هم وایم چې باور مه وشه ما خبر کتلو چې کله دې لوڅ عکس ته راورسیدلم، ګومان وکړ چې د اسلام د دښمنانو کوم پاڼه ګورې بیرته د پاڼې سرته ته ولاړم تر څو وګورم چې کومه پاڼه ده، ډیر د تاسف ځای دی#### دا کار ورته ګناه نه ښکاري.

حنیف

دنن تکی اسیا مسئولین هم ### دی.

اسماعیل ځېرک

هیله ده دغه چې د دغې مسلمانې خور هغه تصویر بیرته حذف کړئ کوم چې د نوموړې د اسلام راوړلو څخه مخکې په بې سترۍ کې ایستل شوی.
د نن ټکی څخه هیله کوم چېر دغه دوهم تصویر ژر تر ژره حذف کړي، ځکه هم تاسو په ډې بې ستره تصویرونو نشرولو باندې ګناهګارېږئ او هم نوموړې مسلمانه شوې خور پرې خپه کیږی چې پخواني تصویرونه یی نشر شي.
که چیرې مو زما مشوره ومنله، نو بیا هیله ده چې دا تبصره هم ډلټ کړئ ترڅو خلک پوه نه شي چې تاسو کار کړی او الله ته توبه وباسئ

abdulnafi haqqani

ښه سو چې داتصویر ختم شو
کنه له دې پاڼي د کتلو به مي توبه کښلې وای

حامد احمدی

هیڅ بی ستره نه ده دا تاسی غوندی خلک د طالبانو به وخت کی په امر بالمعروف کی وو چی د طالبانو د نظام د بدنامی باعث شو لطفا دا د جدایی بحثونه بس کړی

الحاج استاذ بیانزی

دغه انترنت او کمپوتر په رشتیا هم هماغه د دجال یوه سترګه ده مسلمان او کافر یو شان ورته ګوری د کفارو هدف همدا چه مونږ دا نور له اسلامه باسو دا ولی مسلمانه شوی او هغه هم د مجاهدینو په ښه سلوک مسلمانه شوی دای بله ویاړنه ده ، کله یی د بی ستری او کله یی د بی حجابی خبره کوی . حتی حنیف صاحب چه پرون ییی زمونږ په تبصرو څومره ګډی وډی لیکلی وی او که په نامه یی بل څوک څه لیکی نه پوهیږم ، ولی اوس مو ورله یوه تبصره ولیدله چه د نن… نور لوستل »

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx