طنــزونه

راهنمایي معاملات (طنز) لیکنه پَروَټ

karzai smileیوه ملګري مي راته وویل چي راشه درباندي دطلوع تلویزیون تودې خبرې واورم البته تروخت تیرې خبرې  ما ویل چي سمه ده اوس هم زما لپاره نوې دي بس کمپیټر یې چالان کړ کټ مټ یو داسي سپین ږیری پکي را څرګند شو لکه دایران مخالف مشر موسوي نو ماسمدستي ترې پوښتنه وکړه داموسوي  دلته څه کوي ؟ هغه په خنداکي راته وویل چي موسوي ندۍ کرزی دۍ اوس به یې پخپله وپیژنې له دې خبرې سره مي ځان ته پام شو چي آخ پر موږ څومره عمر تیر شوی دا چي هغه دچاخبره شناوی کرزی ودې حال ته را رسیدلی نو موږ هم ضروردخپل عمر ډیرپړاو وهلی

خیر خبره به را لنډوو ښاغلی اولس مشر په خبرو پیل وکړ له هره بابه را وګډیدی مانا داچي امریکایان یې هم دوستان ول هم دښمنان  دی پخپله هم غلام وو هم آزاد او داسي نور ده په ډاګه وویل چي که زه وس پیداکړم هم به په وشنټن کي یو لاس پوڅي حکومت را منځ ته کړم خو یو عادت چي له پاچاهي سره یې سر نه خوړ هغه داوو چي نوموړي به له ځینو خبرو سره چپه سترګه پټوله او دخولې دغه لوری به یې هم ورسره کوږ کړ
له ده نه بع یوبل دده همځولی چي ورته لیکلي وو دکابل پوهنتون استاد فیض الله جلال چي ده هم نیکټلیي او پتلون کارولي ووچي دغه هم په فارسي کي له هغه سبک نه کار اخست لکه کرزي په پښتو کي مانا هغه دخولې کږیدل اودسترګې پټیدل خو یوازي توپیر یې په دې کي وو چي استاد راسته سترګه پټوله نوموړي داوویل چي داخبرې چي رئیس جمهور وکړې غیر معقولې او ماشومانه وې خوددې استاد خبرې ترپایه داسي وې چي خبرې به یو ډول وې او لاس خوځیدل بل ډول مثلا وبه یې ویل این جا خو لاس به یې درا سته غوږ شاته یو ووړ او دې ته ورته چي پوښتنه مي وکړه چي دا ولي نو ملګري مي په خندا کي راته وویل دغه له خپل مخ نه مُچان شړي !!!
دو هم دبحث ملګری یې فکر کوم دروزګان نه دولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایو بي وو چي دخبرو ډول یې داسي وو لکه دکوټې دسائنس کالج داتڼ بازانو دې ځوان بیا دپاکستاني پولیسو غوندي زیړ بخون پتلون اغوستی وو چي داولس له آستازیتوب سره یې سر نه خوړ پردې ټیګار کاوو چي اوس باید کارونه سم کړو تیر په هیر  خو یوه خبره به یې ډیره کوله هغه داچي ده به ویل چي داکار باید دجمهور رئیس ټیم ته وسپارل شي  آخیر مې وملګری ته وویل چي صندوق یا المارۍ وي نو ټیم ته کوم ضرورت دۍ هغه بیا دمخکي په شان په خندا کي راته وویل چي ټیم مانا ګروپ  ما ویل چي اوس خو نو لا بده شوه ګروپ خو دلګیدلو ده نه دورسپارلو هغه ویل داګروپ نه درته ښیم چي لګیږي ګروپ مانا یو څو نفري تشکیل
ددوي په منځ کي ناست ځوان چي دنوموړي تلویزیون خبریال وو لویه کرتۍ اغوستې وه ما ویل دا ولي هغه نور دوه وګوره چي تقریبا لوڅ لپړدي اودی بیا له یخه مري ؟ ملګري چي هر ځل به یې په خنداسره جواب راکاوو بیا وویل دا قانون دۍ چي خبریالان به کرتۍ اغوندي کنه سړې هواته دده هم زړه کیږي خو له قانون نه سر غړونه نه کوي
په پای کي دنورو وارو په شان یوځل بیا وویل چي جمهور رئیس وایي موږ ته امریکا تاوان وکړ  داتاوان دۍ چي دکندهار دعینو مینې ځمکه یې جریب په سل ډالره واخست او په لکهاو به یې پلوري ؟
ایوبي ور غبرګه کړه چي خپل ولي نه یادوې چي په خیرخانه او نوروسیمو کي یې ځمکې را نیولې !دې خبرو ډیر وخت واخست  ملګري ته مې بیا وویل وروره تا خو ویل تلویزیون دۍ دا خو راهنمای معاملات دۍ  ده بیا په خنداکي وویل نه تلویزیون دۍ خو خبرې یې دراهنمای معاملات غوندي دي  نه پښتو نه تلویزیون نه استازي پرخپل حال پاتې ول نه لیدونکي او اوریدونکي ۰

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x