نظــر

اخستل شـوي ليـکوالان اود انـدړو اربکيـان

writingسادات او جلالزی چي په ټول توان سره یې ګوتې او قلمونه په کار اچولي که وکولای شي دیو څو ډالرو په بدل کي داربکیانو وغیر انساني اعمالوته چي داندړ په ولسوالۍ کي یې له څه وخت نه راپدیخوا داسدالله خالد په توسط دامریکایانوپه مالي لګښت او مستقیمه قومانده تر سره کوي دعمومي او پاوړي پاڅون نوم ورکړي موږیې په خپلو ستر ګو وینو چي هغه سادګان او پلورل شوي په ډاګه نارې وهي چي موږ هم اربکیان یو او هم د دې پاځون غړي یو چي په بدل کي یې دمیاشتې ۴۵ زره کلدارې مزدوري را کوي او ددې خائنانه او اسلام ضد عمل مشران په سیمه کي فیضان او الله نواز زکوري او یوتن لطف الله چي درې کاله وړاندي دخوست له پو هنتون نه فارغ شوی

چي کورناست وو اوس یې ځان محصل معرفي کړ او داستثمار په موخه یې ورسره اربکيتوب ته مخه کړه دوی چي لمړی یې دشلګري په کورکي دحزب له نوروکسانو سره مشوره وکړه چي دا کار به څرنګ پیل کوو چي دحزب قوماندانان دي اواربکي توب ته مخه کړې چي دوه نور حزبي ملګري انجنیرمحمدخان او استاد حبیب الرحمن یې مخالفت وکړ اودحزب یو بل قومندان حافظ هم ډیر مایوس ښکاري ممکن له صحنې ځان وباسي ورڅخه جلاشول چي بیا اسد له کابل نه پنځه موټره اربکیان ورته را ولیږل چي ددغو مورال قوي کړي حکومت اوس نوي موټران او موټر سائکلان ورته اخستي او له خیال قوماندان نه یې هم دمرستې غوښتنه کړې چي هغه ورته په جواب کي وویل چي زه دچالپاره خلک ووژنم ستا او که دامریکا؟په وینو خو خاني او ملکي نه کیږي خو اخستل شوي لیکوالان یې بیا په پاڅون تعبیروي او کوردینات ورکوي چي په اوبند کي هم باید دا کار وشي خو دوی دا کار چي نه یې افغانیت تقاضاکوي اونه هم استقلال او سو چه اسلامیت بیاهم ددې کوښښ کوي چي ودې ناوړه عمل ته دیو داسي قومونو لکه اندړ او ترکي چي دتاریخ په هردورکي یې دکفر او فساد په مقابل کي خپله میړانه ثابته کړې منسوب کړي سره له دې چي اندړ ۴۰۰سوه کلي پراته دي چي په دې کي یې دپنځو کلیو نه شړل شوي او بې دینه کسانو یې له اربکیانو سره لاس یو کړی او طالبان چي دافغاني جامعې سپیڅلی قشر دۍ او دهیواد هر وګړی یې له نوم او ښو اخلاقو او دیانت سره آشنادۍ ورته دمات کلمه وکاروي چي دا پخپل ذات کي لویه خطا اوستره بې دیني ده

اخستل شوی لیکوال داهم وایي چي په هلمند زابل کندهار اوروزګان کي طالبان کمزوري شوي خو ودې ته یې پام نشته چي ددوي خارجي باداران تل دا وایي چي طالبان دپخوا په نسبت په قوت کي دي چي حتی کولای شي زموږ پر ګډوقواوو دمیاشتې ۳۰۰۰بریدونه وکړي دا لیکوال چي ښایي له کورنیو جګسالارانوسره هم یوه اندازه حق الزحمه ولري زیاتوي دژمي په موسم کي به نوموړي اربکیان ټولې سیمې ونیسي چي بیا به دطالبانو راتګ ناممکن شي لدې نه یې دا هم معلومیږي چي تر اوسه لاهم پدې ندۍ خبر چي په افغانستان کي دچاو چاتر منځ جنګ روان دۍ

اخستل شوي لیکوال دده په مغرضانه تعبیر دپاڅون څلور علتونه بیانوي چي دمکتبونواو کلینیکونوبندیدل،له خلکوسره دطالبانو بد چلند،دهغوی په صفونو کي دپاکستانیانو زیاتیدل ،او دخاجي اشغالګرانو له وتلو بعد بیاهم له دې فاسدې ادارې سره جهادکول
چي دا څلور واړه علتونه هغه څه دي چي یو یې هم په تول پوره ندۍ تللی په دې کي یې له یوه ناکام حدس نه کار اخستی۱ ځکه طالبانو له اول نه تر اوسه دکلینکونو او مکتبونو دبندیدلو مسئولیت ندۍ منلی ۲ طالبان چي له یوه دیني اسلامي او اخلاقي مدارسونه یې دخارجیانو اودهغوی داجیرانو خلاف دجهاد لپاره ځان وقف کړی څنګه به ممکنه وي چي هغه دي دمشرانو بې قدري وکړي ۳داچي طالبان له یوه پلوه دپردیو په خلاف په جګړه بوخت دي څنګه ممکنه ده چي پردیو په لاسونو خپل هیواد وال وزوروي او دا کار دڅه لپاره ؟۴دا هغه علت دۍ چي داخستل شوي لیکوال په غولیدلي تعبیر دنوموړو پاڅونوالو اربکی توب نور هم په ډاګه کوي چي پکي ښکاره دکرزي دادارې ، غرب پالو او جنګسالارانو ملاتړپکي په ډاګه شوی هغه چي په لمړي سر کي یې داسلام هیواد او طالب په خلاف دراغلو غربي لنډهرو ننګه وکړه او پکي را ویې لپړل هغه څه یې په هیواد کي وکړل چي ژبه یې په ویلو او قلم یې په لیکلو شرمیږي خو اخستل شوی لیکوال یې په خلاف جنګ کول یو جرم او دداربکي پاڅون یو لامل بولي خو زه ورته دیوه افغان په صفت مشوره ورکوم چي نور دي دمسلمانانو او هیواد والو په خلاف ددپردیو اشغالګرو او دهغوی دمزدورانو ننګه نکوي او نه دې ددا ډول لیکنو په بدل کي ور څخه مادي مرسته تر لاسه کوي چي داکار په افغاني ټولنه کي ډیر پیغور بلل کیږي راغلي لنډهربه ځي خو تاسوبه بیا دهیواد دمؤمن ولس په وړاندي ځوړند سر ونه حساب ورکوۍ ۰چي نه به موتاریخ وبخښي نه اسلام اونه هم افغاني غرور۰

سعادت کامران 2012/8/4

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x