نړۍ

پاکستاني استخباراتو د حزب التحریر د پاکستان ویاند تښتولی

naweed-buttپه هغه پوسټر کې چې ظاهراً د نړیوال اسلامي تنظیم حزب التحریر له لورې د کراچۍ په مرکزي او ګڼ مېشته سېمو کې توزیع شوي،راغلي چي د پاکستان استخباراتي کړۍ (ای-ایس-ای) په نوموړ ي هیواد کې د یادې ډلې ویاند نوید بټ تښتولی او ترې تم کړی دی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چي ښاغلی بټ د ۲۰۱۲ د مئ میاشت په یوولسمه نېټه نادرکه شوی دی .

دوی پاکستاني ولس پوښتلی : چې په پاکستان کې د واکمنۍ وړ څوک دی؟ د اشرف کیانې په څېر غدار واکمن او که د نوید بټ غوندې مخلص سیاست پوه.

تر اوسه نه هم د حزب التحریر ډلې او نه هم پاکستاني چارواکیو په دې اړه رسنیو ته څه ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د پاکستان حکومت هغو پنځو لوړرتبه فوځي مامورینو ته هم سزا وټاکله چې له حزب التحریر سره د همغږۍ او همکارۍ په تور نیول شوي وو.

مختار زمند

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x