د روژې مبارکه میاشت

ماشومان او روژه ګلونو ماشومانو!

ramadan gril-with-quranروژه له لمرختو څخه تر لمر پريوتو پورې له خوراک څښاک او له ځينو نورو مخصوصو څيزونو څخه ځان ساتلو ته وايې. عموما د ماشومانو روژه هغه څه ماتوې چې حيټې ته ننوځي، دا مهمه نده چې د خولې له لارې وي او که د پوزې او که د کومې بلي لاري خو مهمه دا ده چې خيټي ته ورسي.

مخکې به داسې وه چې خلک به د شپې تر ناوخته پورې انټرنټ او يا ډيش ته کيناستل ترڅو د روژې اعلان واوري او نور خلک ترينه خبر کړي، اوس خو هغه خبري نشته تقريبا شل ورځې کيږي چې په اروپا کې د مسلمانانو د تحقيقاتو مرکز د روژې دقيقه نيټه اعلان کړه.

اوس مونږ او تاسو داسې حال کې يو چې روژه مو د کور تر دروازو رسيدلې، يواځي يوه ورځ پاتي، نو پدي ورځ کې بايد موږ ځان روژي ته تيار کړو او ځان يې له راتلو سره او په روژي کې د نيکو عمالو د سرته رسولو له پاره عادت کړو.

ګورئ ماشومانو! ځنې خلک داسې هم شته چې وايې ماشومان دې روژه نه نيسئ، دا هسي غلطه خبره ده، اصحابو کرامو به په خپلو ماشومانو روژه نيوه. هغوي به ويلي چې موږ خپل ماشومان د ساتيرۍ په سامان بوختوو ترڅو په لوږه او تنده باندې پوه نشي. لدينه ښکاري چې د هغوي ماشومانو هم روژه نيوه، موږ بايد هم روژه ونيسو، خير که لږ مو ونيوه، دا مهمه نده چې ټوله مياشت روژه ونيول شي. تاسي بايد د خپل عمر په مطابق روژي ونيسئ، مثلا د روژې له فرضيدو پنځه کاله مخکې ياستې، په اوله روژه کې پنځه روژې په مياشت کې ونيسئ، په بله کې يې لس کړي ، په بله کې پنځلس او همداسې مخکې ځئ ترڅو چې روژه درباندې فرضيږي تاسو به ورسره مکمل عادت شوي وئ او ډيره به درته سخته نه وي.

له دي سره سره چې د بلوغ په مرحله کې به له روژې سره عادت وى، روژه نورې ګټې هم لري او په روژې کې د مسلمان له پاره ډير درسونه دي، چې له هغو څخه:

١ – صبر: کله چې تږي او وږي شو، مجبور يو صبر وکړو.

٢ – مراقبت: موږ ټول پدې پوهيږو چې که پټ ځاي ته لاړ شو نو له الله جل جلاله څخه پرته بل څوک مو نه وينې، پدې وخت کې موږ د مراقبت په معنى پوهيږو.

٣ – د جومات مينه: کله چې روژه نيسو نو له پلار سره خو به جومات ته هم ځو، په ځانګړي ډول د تراويح په لمانځه کې. نو له جومات سره مو مينه پيدا کيږي.

٤ – د قرآن مينه: په روژې کې هر څوک د قرآن تلاوت ډير کوي او کله چې موږ روژه نيسو نو موږ به هم د قرآن تلاوت کوو، چې پدى وخت کې مو له قرآن سره مينه پيدا کيږي.

٥ – د کورنۍ اړيکو ټينګيدل: دا مياشت د خپلوانو او دوستانو د زيارت مياشت ده. پدي مياشت کې ددي له پاره موږ وخت لرو.

٦ – سخا: که چا د روژې په مياشت کې چاته روژه ماتې ورکړ هغه ته د روژتې په څير ثواب ورکول کيږي بې لدينه چې د روژتې ثواب لږ شي. نور هرڅوک کوښښ کوي خلکو ته روژه ماتى وليږي يعنې په دى مياشت کې سخا ډيره وي چې دا زموږ له پاره يو درس دي. او د دغو درسونو پڅير نور درسونه هم زده کوو.

نو ګرانو ماشومانو!

موږ هر يو بايد ډيره هڅه وکړو چې پدى مياشت کې ډيره روژه ونيسو او د روژتې صفات په ځان کې پيدا کړو، يواځې د روژې نيول مهم ندي، د روژتى صفات په ځان کې پيدا کول ډير مهم دي، مثلا پدي مياشت کې د مور او پلار احترام او له هغوي سره د کور په کارونو کې مرسته، له خپلو ملګرو سره له جنګ او ښکنځلو ځان ژغورل، ملګرو ته د جومات کې لمونځ کولو دعوت ورکول او داسې نور

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x