نظــر

پر ولس تپل شوي دوه نااهله وزيران

abdul rahim wardak bismillahدا خبره ډېرو افغانانو کوله چې په کابينه کې وکيلان او په دولت کې وزيران پره ولس تپل شوي دي. داد ولس نمايندگان نه د څوک د امريکا، څوک د جرمني، څوک د فرانس او ايټاليا او څوک د هندوستان په سازشونو پر څوکيو کېښول شوي چې د افغان ولس پر ځاى يې خپلو اصلي بادارانو ته کار کاوه. دا موضوع چې د افغانستان کورنيو او دفاع وزيران ولسي جرگې وغوښتل جرگې ته يې د کونړ د پېښو په اړه باوري ځوابونه ورنکړې شول رايه اچونه پرې وشوه د امريکا لخوا پر څوکۍ د غلامۍ دپاره کېښنول شوي عبدالرحيم وردگ او بسم الله محمدي د ولسي جرگې لخوا سلب اعتماد يا بې باوره، چې په يوه اصطلاح ورته نااهل ويل کيږي وگرځول شول.

د ولسي جرگې د وکيلانو دې کور ودان وي چې د نورو وزيرانو دپاره يې دا دوه وزيران ناهل وگرځول که ولسي جرگه نور وزيران هم وغواړي نور به تر دوى زيات نااهل وگرځول شي. د رحيم وردگ په اړه د ٧٢ په مقابل کې د ١٤٦ مخالفو رايه دا معنا ورکوي چې د امريکا لخوا کېښنول شوى وردگ بايد محاکمه کړل شي ځکه امريکايي وردگ د ٢٠٠٤ راپدېخوا د افغان ولس د رايو پر خلاف په پوره ناهلۍ سره څوکۍ نيولې ده او د دفاع تر مقدس نوم  لاندې يې پر افغانانود امريکايانو پر بمباريو او وژنو د غلامۍ سترگې ټيټې کړي دي.دا رنگه د کورنيو چارو وزير بسم الله تر دې زيات نااهله دي او ولسي جرگې افغانانو ته د دې دواړو وزيرانو نااهلي ثابته کړه.

سره له دې چې پر ولسي جرگې هم نيوکې شته خو غوره عمل ته بايد سره د مخالفته غوره عمل وويل شي.اوس چې د کرزي لخوا دواړه سرپرست وزيران شول افغان ولس ته يې  د دوى د غلامۍ څېرې بربنډې کړې متاسفانه چې  حامدکرزي يوځل بيا نا اهل ګرځول شوي وزيران يوځل بيا پراولس دسرپرستووزرانو په نامه وروتپل  په پښتو کې يو متل دى وايي : (هندو تر وهلو په سر تورولو زيات خفه وي) يا همدا متل په بل عباردت (هندو يا وهلى يا سر تور کړى) په هر ترتيب افغان غيرتي ولس ته د کرزي لخوا د ميډالونو قدر هم څرگند شو. کرزى خو هغه چا ته د خپلو مشرانو په نامه ميډالونه ورکوي چا چې پر ډېرو کلو بمباري کړې او ډېر افغانان يې وژلي وي.

کرزى صاحب که خلک ورپسې هر څه وايي زه يې ورپسې نه ليکم ځکه نمک  حرامه نه دى  او اصلي پښتون دى. د امريکا سره يې چې د افغانانو په سر څه سودا کړې ده د هغې پوره کول د کرزي صاحب پښتو ده. زه يې سوچه پښتون په دې گڼم چې خپله وفاداري  به ضرور ثابته وي. پاتې د دوه نااهله وزيرانو خبره شوه د دوى کرغېړنې څبرې ولس ته بربنډې شوي. د وردگ تاريخ په محاذ ملي گوند کې مجاهدينو ته څرگند و چې ټوله کورنۍ يې په غربي فحاشۍ اخته وه نور به وړاندې نه ځو ولسي جرگه دې خپلو کړنو ته دوام ورکړي چې د نورو غلامانو ناهلي هم ښکاره کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x