نظــر

ایراني رسنۍ؛ د نابودۍ پیل

afghan-Mediaد دوشنبې په ورځ یوې خپلواکې ورځپاڼې خبر ورکړ، چې په کابل کې د ایران سفارت کلتوري اتشې ناصر جهان شاهي د زمري میاشتې په ۱۳ د جمعې ماښام د روژه ماتې په مېلمستیا کې، چې د ایران سفارت له لوري د یو شمېر رسنیو استازو لپاره تر سره شوې وه د رسنیو له استازو څخه غوښتنه وکړه، څو د ایران ګټو پر بنسټ دې په افغانستان کې د خبریالانو یوه ټولنه رامنځ ته کړي. د دغې ټولنې ټول لګښت به د ایران سفارت پر غاړه وي.
ورځپاڼه لیکي، چې په دغې مېلمستیا کې د تمدن ټلویزیون مشر جواد محسني، له نور ټلویزیون څخه ضیا دانش ، د انصاف ورځپاڼې او آوا خبري آژانس مشر او په افغانستان کې د آیت الله مکارم شیرازي استازی حسیني مزراي، د شاخص له ورځپاڼې څخه ذکي،

د کوثر ټلویزیون استازی، له رشد اوونیزې څخه حیدري، د صحیفه اوونیز مسوول مدیر فصیحي، له آیینه ټلویزیون څخه ذکریا راحل او د محمد حسین جعفري، رضواني بامیاني او جعفري کندزي په ګډون یو شمېر نورو کسانو برخه اخیستې وه.
په یادې مېلمستیا کې د ایران کلتوري اتشې ناصر جهان شاهي له یادو افغان خبریالانو څخه غوښتې دي، څو د ګډو موخو تر لاسه کولو لپاره دې متحد شي.
په مېلمستیا کې پرېکړه شوې، چې رضواني بامیاني دې د دغه ټولنې د مشر، جواد محسني د لومړي مرستیال او ذکریا راحل دې د دویم مرستیال په توګه دنده تر سره کړي.
د ایران له لوري د داسې یوې خبریالې ټولنې رامنځ ته کول، چې په بشپړه توګه دې د دغه هېواد ګټې په پام کې ونیسي د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاس وهنه ده.
له دې وړاندې هم ایران هڅې کړې وې، څو دا شان ټولنې رامنځ ته کړي، چې ښه بېلګه یې د رسنیو پیوستون مرکز (مرکز همبستګي رسانه ها یا مهر) ده. د دغه مرکز مشر د حسیني مدني په نامه یو کس کوي، چې له ایران څخه هېواد ته ستون شوی او ویاند یې ذکریا راحل دی.
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو له راتګ سره جوخت، ایران د دې لپاره څو وکولای شي دغو ځواکونو په ځانګړي توګه امریکا ته په افغانستان کې سرخوږی پیدا کړي او د فعالیت مخنیوی یې وکړي؛ له یوه لوري یې د دولت له وسله والو مخالفینو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړ، دغه مخالفین یې په وسلو سمبال کړي او حتی په خپله خاوره کې یې د افغان دولت وسله والو مخالفینو روزنځایونه جوړ کړي دي او له بل لوري یې په رسنیز ډګر کې پراخ فعالیت پیل کړی دی، چې د دغه فعالیت په لړ کې لاندې رسنیو ته نغوته کولای شو.
•    تمدن ټلویزیون
•    نور ټلویزون
•    کوثر ټلویزیون
•    شبکه اطلاع رسانی افغانستان
•    آوآ خبري آژانس
•    جمهور خبري آژانس
•    آفتاب خبري آژانس
•    انصاف ورځپاڼه
•    شاخص ورځپاڼه
•    سخن جدید ورځپاڼه
•    ملي مشارکت اوونیزه
•    صحیفه اوونیزه
•    رشد اوونیزه
•    خرد اوونیزه
•    اقتدار ملی اوونیزه
•    برګ اوونیزه
•    انسجام اوونیزه
•    راه نجات اوونیزه
•    ثبات اوونیزه
•    پنجره اوونیزه
•    میلاد وحدت اوونیزه
•    سنجه اوونیزه
•    مجتبی میاشتنۍ (د ماشومانو لپاره)
•    مرکز همبستګی رسانه ها (مهر)
له یاد شویو رسنیو څخه یو شمېر یې نېغه په نېغه د ایران له لوري رامنځ ته شوي دي، چې ټول مالي لګښت یې د دغه هېواد له لوري ورکول کېږي او رسنیزه پاليسي هم د ایران له لوري رامنځ ته شوې ده؛ خو یو شمېر نور یې په خپلواکه توګه رامنځ ته شوي،چې وروسته بیا د ایران په لومو کې لوېدلي دي او د دغه هېواد په خوښه خپل رسنیز فعالیت مخ ته وړي.
ایران نه یوازې د افغانستان په رسنیز ډګر کې پراخې لاسوهنې او پراخ فعالیت کوي؛ بلکې د پوهنې او لوړو زدکړو په برخه کې یې هم د خپلو ګټو پر بنسټ ګڼ شمېر پوهنتونونه، ښوونځي او دیني مدرسې رامنځ ته کړي دي. په دغو روزنځایونو کې هغه کسان په زدکړو بوخت دي، چې د ایران د ګټو ساتونکي دي.
د ایران له لوري په افغانستان کې د دوی د ګټو پر بنسټ د خبریالانو ټولنې رامنځ ته کول به نه یوازې د دې لامل شي، چې د هېواد ملي ګټو پر بنسټ د ایران ګټو ته ډېره پاملرنه وشي؛ بلکې د دې لامل به هم شي، څو د هېوادوالو ترمنځ لا درز پیدا شي، نو له دې امله افغان دولت په ځانګړي توګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته لازمه ده، چې د دغې ټولنې د رامنځ ته کېدو مخنیوی وکړي. که چېرې د دغې ټولنې او په افغانستان کې د ایران ګټو پر بنسټ د رامنځ ته شویو رسنیو د فعالیت مخنیوی و نه شي، نو لرې نه ده، چې هېواد به له یوې بلې بدبختۍ سره، چې اوس هم تر یوه برید را ټوکېدلې او هغه د افغانانو ترمنځ د بېلوالي رامنځ ته کېدل دي مخ شي، چې کابو کول به یې افغان دولت لپاره ناشونې وي.

میرویس جواد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x